افغانان کور ته ځي، خو هيڅکله هم په خپله خوښه نه

هېواد ته په زياتې شمېرې راستنېدونکي کډوال د ناوړه چال چلن او په زوره د راشړلو کيسې کوي.

افغانان کور ته ځي، خو هيڅکله هم په خپله خوښه نه

هېواد ته په زياتې شمېرې راستنېدونکي کډوال د ناوړه چال چلن او په زوره د راشړلو کيسې کوي.

Friday, 28 October, 2005
IWPR

IWPR

Institute for War & Peace Reporting

. دې 68 کلنې شل کاله په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند تېر کړی دی. هغه په هېواد باندې د شوروي له يرغل سره سم او ور سره مل جګړې له امله له خپلو دوو زامنو سره تېښتې ته اړ شوه. يوازې يو څو ورځې دمخه د پاکستان د کډوالو په کمپ کې د هغې اوسېدل په ناڅاپه توګه بند شول.



هغې په ژړا او چېغو ويل: ((پاکستاني پوليس له تراکتورونو سره راغلل او زموږ کور يې ونړولو. زموږ ټول داراو ندار تر خاورو لاندې شول. هغوی زمازامن وډبول، زه له خدايه غواړم په پاکستان لعنت واوروي او ويل يې د هغې د اوسيدونکو ژوند دې داسې ستونزمن شي، لکه زموږ چې دی.))



نساء په کابل کې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د عالي دفتر څانګې ته د مرستې لپاره راغله. دلته د هغې په څېر په سلګونو نور کډوال ولاړ دي. د هغې د لويې ودانۍ مخې ته ډلې ډلې خلک نهيله ولاړ او يو بل ته خپلې کيسي کوي.



هغوی بايد د مرستو د لاس ته راوړلو لپاره د کډوالو د راستنولو چارو په وزارت کې ثبت شي. خو د نساء د ويناله مخې مرسته ورو ورو راځي. هغه وايي، د ترانسپورت د پرتله ييزي کرايي د ورکولو نه وراخوا هغې ته هيڅ مرسته نه ده ورکړشوې.



هغې په داسې حال کې چې اوښکې يې په مخ باندې راتويې دي، وويل: ((هيڅوک زموږ بېوزلو په څېر خلکو سره مرسته نه کوي. يوازې مرګ به موږ وژغوري.))



د آی ډبليو پي آرله بيا بيا غوښتنې سره سره په کابل کې د پاکستان سفارت په زوره په پاکستان کې د کډوالو د کمپونو په تړلو باندې له تبصرې کولو ډډه وکړه.



په افغانستان کې درې لسيزو جګړو او له هغې څخه راولاړ شوي ناتار زياتې کورنۍ تېښتې ته اړ ايستلي دي. په مليونونو افغانانو خپل کورنه پرېښې دي او ګاونډي هېوادونو پاکستان او ايران او يو شمېر يې اروپا، برتانيې اومتحده ايالتونو ته تښتېدلي دي.



ملکري ملتونه وايي، چې په 2001 کال کې د طالبانو له رانسکورېدو وروسته څلور مليونه افغانان بېرته خپلې خاورې ته راستانه شوي دي. خو لږ تر لږه دوه نيم مليونه لا په پاکستان، نژدې يو مليون په ايران او په سلګونو زره تنه نور په نورو هېوادونو کې پاتې دي.



په وروستيو مياشتو کې د پاکستان د حکومت د پرېکړې له امله، چې د امنيتي لاملونو له مخې غواړي افغانستان سره پولې ته نژدې د کډوالو ټول پاتې کمپونه وتړي، د کډوالو په راستنېدو کې يوناڅاپي زياتوالی راغلی دی.



د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي دفتر وياند، نادر فرهاد د راستنو شويو کډوالو ادعاګانې رد کړې، چې ګوندې په زور ايستل شوي دي. په داسې حال کې دا مني چې پولې ته څېرمه زيات شمېر کمپونه تړل شوي دي، هغه ټينګار وکړ، چې د اسلام اباد حکومت کډوالو ته واک ورکړی،چې کولای شي، په پاکستان کې نورو کمپونوته ولاړ شي او يا په خپله خوښه هېواد ته ستانه شي. هغوی همدرانګه هغوی ته شپږ اوونۍ وخت ورکړی دی.



هغه وويل: ((موږ له ايران، پاکستان او يو شمېر اروپايي هېوادونو سره تړونونه لاسليک کړي دي، چې د (کډوالو) ستنېدل د هغوی خپلې خوښې ته پرېږدي.))



د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنري له ستنېدونکو سره مرستې ته چمتو ده، هغه ټينګار وکړ: ((هر کډوال چې افغانستان ته ستنيږي، د هغوی د ستنېدلو د ځای په پام کې نيولوسره له څلورو څخه تر 37 ډالرو پورې د لارې کرايه ورکول کيږي.))



پر هغې برسېره هغوې ته يو نفر لپاره د بيا ميشته کېدو لپاره 12 ډالره ورکول کيږي. پخوا به ملګرو ملتونو خوراکي مواد اوخيمي ورکولې، خو اوس د هغوی زېرمې خالي شوي دي.



د کندوز يو اوسيدونکی، 35 کلن شيرازخان وايي، چې هغوی په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي.



نوموړی په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په کمپ کې له خپلې کورنۍ سره ناست دی او بار او بسترې يې خواوشاته پرتې دي. د ماشومانو په تن يې خيرنې او له خاورو دوړو ډکې جامې په غاړه دي. شيراز خان وايي هغه په دې وروستيو وختونو کې د پاکستان، پلازمينې اسلام اباد ته نژدې د کډوالو له کمپ څخه افغانستان ته راستون شوی دی .



هغه آی ډبليو پي آرته وويل: ((ما 21 کاله د کچه اباد په کمپ کې تېر کړل. له هغې وروسته پوليسو موږ و ډارولو او ويې ويل، که موږ له دې ځايه کډه ونه کړو، نو کورونه به مو وران کړي. هغوی وويل، چې که د پاکستان هرځای ته لاړ شو ، نو کورنه به مو نړول شي. له دې امله موږ بله لاره نه درلوده ، پرته له دې چې افغانستان ته راستانه شو.))



د 2002 کال د اپريل او د 2005 کال د اګست د مياشتو تر منځ د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو د کډوالو اجينسۍ، کوربه هېواد، لکه ايران او پاکستان هیوادونو سره يو درې اړخيز تړون لاسليک کړ . په دې تړون کې د کډوالو د ستنېدو په اړوند يو لړ شرايط ايښول شوي دي، چې هغه په خپله خوښه او په تدريج خپل هېواد ته کډوالو ستندل دي.



يويشت کلن مصطفی وايي، دوه مياشتې دمخه هغه له خپل مور او پلار، دوو ورونو او يوې خور سره له ايران څخه شړل شوی دی. هغه آی ډبليو پي آرته وويل، هلته چارواکو هغوی ته ګواښونه کول، چې که له هېواد څخه ونه وځي نو تر 200 ډالرو پورې جريمه به ورباندې راشي.

هغه په خپګان وويل: ((موږ سره د ايران حکومت ناوړه چلن کړی دی.کله ناکله به يې وهلو او ډبولو.))



په کابل کې د ايران سفير محمد رضا ابراهيمي دا خبره رده کړه، چې ګوندې د هغه هېواد کډوال په زوره وتلوته اړباسي. هغه زياته کړه: هغه افغانان چې د 2002 درې اړخيز تړون څخه وروسته ايران ته راغلي غير قانوني کډوال ګڼل کيږي او له دې امله بېرته وتلو ته مجبوريږي.



هغه وويل: ((که د افغانستان حکومت يو بهرنی اتباع هېواد ته په غير قانون ننوتلو نيسي، نو په بند کې يي اچوي. موږ دا کار نه کوو، موږ يوازې هغه بېرته افغانستان ته استوو. ))



خبري رسنيو د رپوټونو له مخې له هغه وروسته چې د ايران حکومت کډوال په زور له ايران څخه شړلي دي، د فراه د ولايت په دښتو کې، 800 کورنۍ په سپن ميدان کې اوسيږي. دا لا تر اوسه څرګنده نه ده، چې د هغه ځای چارواکي هغوې کډوال ګڼي يا ناقانونه اوسيدونکي.



داسې ښکاري چې افغانستان په خپله برخه کې نه منابع لري تر څو له راستنېدونکو کډوالو سره لازمه او وړ مرسته وکړي اونه داسې سياسي زور چې بهر د هغوی په ژوند ک ښه والی راولي.



د بهرنيو چارو وزارت وياند، نعيم احمد معز دا ومنله چې په پاکستان کې د دوه نيم مليونواوسيدونکو کډوالو ژووند له زياتو ستونزو سره مخامخ دی.



نوموړي زياته کړه: ((په داسې حال کې چې حکومت د جګړې په کلونو کې د ګاونډيو هېوادونو مليمه پالنه ستايي او هغې ته د قدر په سترګه ګوري، خو د کډوالو افغانانو حالت د طالبانو له رانسکورېدو څخه راوسته ناوړه شوی دی.))



د معز په وينا د هغه وزارت د هغوې کړوونکي حالت ته د لومړيتوب حق ورکړی دی او له کوربه هېوادونو سره په ګډه کار کوي، ترڅو د حل لارې ومومو.



د اګست په مياشت کې د کډوالو د راستنولو د چارو وزير، محمد اعظم دادفر د پاکستان د کډوالو له وزير سره د کډوالو د راستنيدو د لار چارو په هکله يوتړون لاسليک کړ. هغه وويل: ((موږ په دې موافقه وکړه، چې د هغوی راستنېدل به تدريج او په خپله خوښه وي.))



معز خواشيني څرګنده کړه، چې اوس افغانان په ګاونډيو هېوادونو له سخت او ستونزمن چال چلن سره مخامخ دي. هغه آی ډبليو پي آرته وويل: ((موږ د هر حکومت له خوا په زوره د کډوالو دايستلو په اړوند له هر راز عمل يا پرېکړې سره مخالف يو.))



د ګډوالو د چارو د وزارت يو لوړپوړې چارواکي، انجنير محمد سميع دا خبره مني، چې خلک بايد د وخت په اوږدو کې په خپله خوښه راستانه شي. هغه په دې ټکي خوله وخوځوله، چې تل دا سې نه کيږي. د 200 زرو په شاوخوا کې خلک اوس په افغانستان کې په دې اند دي، چې په بهر کې د خپل استوګنځي څخه په زوره ايستل شوي دي.



هغه خلک چې په خپله خوښه راستنېږي، د کډوالو وزارت په 20 ولايتونو او 35 ښارونو کې (د کورونو د جوړولو لپاره) ځمکه ويشي. د سميع د وينا له مخې ((موږ له واک څخه د طالبانو له راپرځېدو وروسته د دوه سوه زرو په شاوخوا کې د کورونو نمرې ويشلي دي.))
Frontline Updates
Support local journalists