افغانان په سختو شرايطو کې د محکمو پرېکړو ته اوږد انتظار باسي

د لغمان او پکتيکا ولايتونو چارواکو سپارښتنه کړې چې د زندانونو وضعه دې له بنسټيزو معيارونو سره برابره شي.

افغانان په سختو شرايطو کې د محکمو پرېکړو ته اوږد انتظار باسي

د لغمان او پکتيکا ولايتونو چارواکو سپارښتنه کړې چې د زندانونو وضعه دې له بنسټيزو معيارونو سره برابره شي.

Thursday, 8 January, 2015

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

د اوسيدونکو په وينا د افغانستان په ختيځ کې د لغمان ولايت بنديان د خپلو دوسيو پرېکړو ته اوږد انتظار وباسي او له ناسم چال چلن څخه کړيږي.

تېره مياشت د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې د پوليسو او زندان چارواکي تر سختو نيوکو لاندې راغلل.

د پوهنتون استاد او د مدني ټولنې يوه فعال، عمران الله خنجر د افغانستان په زندانونو کې د رسنيو له خوا د وروستيو ټکان ورکوونکو حالتونو يادونه وکړه. سربېره پر دې محاکمې ته سترگې په لار بنديان د قانوني اجرااتو لپاره ډېر اوږد انتظار کاږي او پرېکړې په ډېر ځڼد سرته رسيږي.

هغه وويل: «د عدلي موسسو له خوا د بنديانو په قضيو کې غيرعادلانه اجراات او په پرېکړو کې اوږد ځنډ د حکومت او خلکو تر منځ واټن رامنځته کړی دی.»

د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، فيضان الله پټان وويل، امنيتي موسسې تل د شکمن شخص له نيولو وروسته د هغه خپلوانو ته خبر نه ورکوي. له دې امله يې خپلو خپلوانو ته پته نه لگيږي چې پر هغه څه شوي دي. 

هغه وويل: «زه له امنيتي موسسو څخه په کلکه غواړم چې د نيول شوي شخص په اړه يې کورنۍ ته له ځنډ پرته خبر ورکړي ترڅو ونه ځوريږي. دا يوه بشرپاله موضوع ده.»

د لغمان د پوليسو مشر، محمد داود امين په غبرگون کې وويل، له نيول شوي شکمن شخص څخه په لومړيو ٧٢ساعتونو کې د لاسوندو د راټولو په موخه تحقيق کيږي. شکمن د پلټنې پر مهال نه وهل کيږي او نه ترې په زوره اقرار اخيستل کيږي او په دې ټوله موده کې ورسره انساني چال چلن کيږي. 

امين د لغمان په زندان کې د شرايطو په اړه، چې څه دپاسه شپېته کاله وړاندې جوړ شوی، ومنله چې د ځای د تنگوالي په گډون يو څه ستونزې شته دی. نوموړي وويل، په راتلونکي کال کې به په نوي زندان کار پيل شي او يادونه يې وکړه چې اوس بنديانو ته د خياطۍ او لاسي صنايعو په برخه کې کورسونه جوړ شوي دي.

د مناظرې يوه برخوال، ولي محمد جاوېد مسرور د امين ادعاگانې رد کړې چې له بنيدانو سره سم چلن کيږي، ويې ويل د هغه يو ملگری چې لا اوس هم په زندان کې دی، ده ته د وهلو ټکول او شکنجې خبرې کړي دي. 

هغه وويل: «له تاسو څخه غواړم د لغمان خلکو ته په دې اړه رښتيا ووايئ.»

امين په ځواب کې وويل، په هر زندان کې د بشري حقونو يو دفتر شته چې د ناسم چلن په اړه پلټنه کوي.

هغه وويل: «زه تاسو ته په پوره ډاډ ويلای شم چې داسې غير انساني کارونه په زندان کې هيڅ نه دي سرته رسيدلي. زه ستا په څېر ځوانانو باندې غږ کوم چې که په دې اړه څه اورئ، نو موږ دې پرې خبر کړي.»

له زندانيانو سره د ناسم چال چلن په اړه نورې ورته اندېښنې د پکتيکا ولايت په مرکز، شرنه کې په يوې جوړې شوې مناظرې کې تر غوږه شوې.

سيف الله حقمل، چې د بنديانو د کورنيو په استازيتوب يې خبرې کولې، وويل، بنديان له خپلو انساني حقونو څخه په بشپړ ډول بې برخې دي.

هغه وويل: «بندي هم يو انسان دی. بايد له هغوی سره د اسلامي او ملي قوانينو له مخې چال چلن وشي.»

د محمد ياسين په نامه يوه ژورنالست وويل، په پکتيکا کې بنديان نشي کولای د ناسم چلن په اړه څرگندونې وکړي، په داسې حال کې چې ځايي رسنۍ نشي کولای زندانونه وگوري. سربېره پر دې د گڼې گوڼې له امله بنديان هغه سيمو ته لېږدول کيږي چې کورنۍ يې ورته نشي رسېدلای.  

نوموړي زياته کړه: «د پکتيکا ولايت د زندان يو شمېر بنديان د گردېز زندان يا نورو ځايونو ته لېږدول کيږي. دا يوه لويه ستونزه ده، ځکه کورنۍ يې نشي کولای له هغوی سره په اسانۍ وگوري.»

د پکتيکا د ولايتي شورا مرستيال، نعمت الله بابري د افغانستان د بشري حقونو پر خپلواک کميسون نيوکه وکړه چې سويلي افغانستان يې له ياده ايستلی دی. نوموړي شکايت وکړ چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون په سيمه کې دايمي استازيتوب نه لري او ډېر لږ پکتيکا ته راځي.

هغه وويل: «هغوی تر اوسه د بنديانو د حقونو په ساتلو کې هيڅ کار نه دی کړی.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون سيمه ييز استازي، عزيز دا تورنه رد کړل او ويې ويل، د هغه کميسون د پکتيکا د زندان بنديان په هرو دوو مياشتو کې يو ځل گوري.

هغه وويل: «موږ يوازې له بشري حقونو سره په تړاو کې د بنديانو ستونزې هوارولای شو.» نوموړي يادونه وکړه، بنديانو او ځايي اوسيدونکو د افغانستان د بشري حقونو له کميسون څخه غوښتنه کړې چې يو نوی زندان ورته جوړ کړي. دا داسې يو کار دی چې د هغوی په واک کې نه دی. نوموړي وويل: «دا نورې ستونزې د کميسون له واکه بهر دي.»

د مناظرې برخوال، سيدعباس ايوبي پر ولايتي شورا غږ وکړ چې له بنديانو سره زياتې مرستې وکړي.

بابري په ځواب کې وويل، د ولايتي شورا غړو څو څو ځلې زندان ليدلی او د بنديانو اندېښنې يې اړوندو ادارو ته رسولي دي.

مدافع وکيل، نصرمن الله سخيزاده ومنله چې د هېواد د نورو برخو په څېر د پکتيکا خلک محکمې ته د پرېکړې لپاره له وړاندې کېدو دمخه له ډېرو ستونزو سره مخامخ کيږي.

نوموړي زياته کړه: «ما داسې دوسيې ليدلي چې په اتو مياشتو او آن يوه کال کې نه دي پلټل شوي او تورن اشخاص لا تر اوسه پورې په زندان کې پراته دي.»

د  استيناف د محکمې قاضي، اسدالله وزيري دا ادعاگانې رد کړې چې گوندې د بنديانو دوسيې له اوږد ځنډ سره مخامخ کيږي.

وزيري وويل، دوسيې پر خپل وخت محاکمو ته وړاندې کيږي. محاکمې خپل کارونه د پلان له مخې سرته رسوي.

د پکتيکا د زندان رئيس، مير زر ټڼي انکار وکړ چې گوندې بنديان له خپلو انساني حقونو څخه بې برخې دي.

سره له چې هغه ومنله د گڼې گوڼې له امله زياتې ستونزې پيدا شوي او د مناظرې برخوالو ته يې وويل، د زندان لپاره په پکتيکا کې يو نوی ځای په پام کې نيول شوی، نقشه يې جوړه شوې او د ودانولو له شرکت سره يې تړون لاسليک شوی دی او کار به ژر پيل شي.

 

 

Frontline Updates
Support local journalists