افغانان پر سيمه ييزو پروژو د زيات اغېزمن لگښت غږ کوي

د مرکزي حکومت له خوا د بودجې د جوړولو پر مهال ولايتې اړتياوې په پام کې نه نيول کيږي.

افغانان پر سيمه ييزو پروژو د زيات اغېزمن لگښت غږ کوي

د مرکزي حکومت له خوا د بودجې د جوړولو پر مهال ولايتې اړتياوې په پام کې نه نيول کيږي.

Wednesday, 7 January, 2015

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

د شمالي درېو ولايتونو د ځايي سياستوالو او نورو اوسېدونکو په وينا په سيمه ييز لگښتونو کې افغان حکومت بايد په رښتينې ډول د ځايي اړتياوو پوره کول په پام کې ونيسي. 

تېره مياشت د بادغيس، تخار او کاپيسا په ولايتونو کې د آی ډبليو پي آر له خوا په جوړو شوو مناظرو کې ويناوالو پر مرکزي حکومت غږ وکړ چې د خلکو اړتياوې له نژدې څخه وگوري. 

د تخار ولايت د ولايتي شورا غړي، ميراحمد قسيم وويل: «موږ په تخار کې د بودجي پر لگښت قانع نه يو. دلته فساد روان دی. بودجه په بشپړ ډول نه مصرفيږي يا په داسې پروژو لگيږي چې خلکو ته ارښت نه لري.»

د تخار او کاپيسا په دواړو ولايتونو کې ويناوالو وويل، بايد ډېرې پېسې، په تېره بيا د ښځو د ژوند د ښه کولو لپار، په پام کې ونيول شي. د کاپيسا په ادارې مرکز، محمود راقي کې د مناظرې پر مهال د هغه ولايت د ملي تلويزون او رادېو مشر، احمدشاه خادم وويل، حکومت نه دی توانيدلی په دې سيمه کې د خلکو اړتياوې په سم ډول وارزوي. 

هغه وويل: «بودجه په هغه ځای کې نه لگيږي، چې اړتيا ورته موجوده ده.»

په تخار کې گډون کوونکي ټول په دې يوه خوله وو چې په بودجه کې ښځې له پامه ايستل شوي دي. نوموړو غږ وکړ چې دېرش سنله بودجه دې هغوی ته د دندو د پيداکولو، روغتيا او زده کړې برخو ته ځانگړې شي.

د تخار ولايت د مالي چارو مشر، محمد قاسم فياض وويل، د کابل له خوا په کلنۍ بودجه کې ښځو ته ځانگړې برخه په پام کې نه ده نيول شوې.

فياض د گډون کوونکو له ډلې څخه د يوه تن د پوښتنې په ځواب کې، چې حکومت خپل عايدات څنگه لگوي، وويل، د عايداتو له پيسو څخه ښوونکو او نورو حکومتي کارکوونکو ته معاشونه ورکول کيږي. 

د ژورنالستانو د سيمه ييزې اتحاديې مشر، احمد ياسين دهزاد وويل، د تخار حکومتي اداره نه ده توانېدلې په تېرو ديارلسو کلونو کې د خپلې بودجې د لگښت په اړه خلکو ته مالومات ورکړي.

د بادغيس په مناظره کې، چې د ولايتې ادارې په مرکز، قلعۀ نو کې جوړه شوې وه، ويناوالو غوښتننه وکړه چې حکومت دې د بودجې جزئيات خپاره کړي او هم دې روښانه کړې چې هغه څنگه لگول کيږي.

د عبدالسميع قادرې په نامه د مدني ټولنې يوه فعال وويل: «هېوادوال حق لري د بودجې په اړه معلومات تر لاسه کړي او دا د حکومت دنده چې دا مالومات ورته ته چمتو کړي.»

 

Frontline Updates
Support local journalists