افغانان له پوهنې وزارت څخه پراخه غوښتنې لري

د زده کړې سيستم د څه باندې درېو لسيزو جگړو له امله له ستونزو سره لاس او گرېوان دی.

افغانان له پوهنې وزارت څخه پراخه غوښتنې لري

د زده کړې سيستم د څه باندې درېو لسيزو جگړو له امله له ستونزو سره لاس او گرېوان دی.

Friday, 23 January, 2015

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

د ننگرهار، خوست او کندهار ولايتونو سلگونه اوسيدونکو د آی ډبليو پي آر له خوا په جوړو شوو مناظرو کې فرصت ترلاسه کړ چې په افغانستان کې د زده کړې پر سيستم د جگړې د اغېز په اړه له چارواکو څخه سختې پوښتنې وکړي.

د ننگرهار ولايت د مرکز، د جلال آباد ښار د عربانو د نجونو په ښوونځي کې په يوې جوړې شوې مناظرې کې گډون کوونکو وويل، نجونې په ځانگړې ډول له ناوړه شرايطو سره مخامخ دي.

د مدني ټولنې يوې فعالې، استاد ضيا گل وويل، د ننگرهار ولايت د نفوسو زياته برخه له زده کړې په بشپړ ډول بې برخې ده. ښوونځي سوځول شوي او زده کوونکي وژل شوي او ټپيان شوي. وسله والو ډلو پر کورنيو زور راوړی چې نجونې ښوونځيو ته پرې نږدي. ضياگل وويل: «اوس موږ آن په ښارونو کې خوندي نه يو. هره ورځ چې مو خويندې له کورونو څخه ښوونځيو ته ځي، له ميندو غواړي دعا ورته وکړي چې بېرته خوندي کورونو ته راستنې شي.»

د نوموړي ولايت د پوهنې د رياست وياند، محمد اصف شينواری وويل، د هغه د رياست له خوا له ټولو شوو شمېرو څرگنديږي چې د اوو او لسو کلونو ترمنځ ١٥٠٠٠٠ تنه ماشومان د جگړې له امله له زده کړو بې برخې دي. نوموړي وويل، نجونې له ځانگړو ستونزو سره مخامخ دي.

هغه زياته کړه: «موږ له ټولو ستونزو سره سره هڅه کړې چې د ښوونځيو دروازې پرانيستې پرېږدو او تر اوسه دا کار دوام لري.»

د مولوي عبدالله په نامه يو ديني عالم گډون کوونکو ته وويل، هر هغه چا چې د خپلو اولادونو د زده کړې مخه ونيوله، تل تر تله به لعنت پرې ويل کيږي.

هغه وويل: «قرآن او حديث په څرگنده وايي چې زده کړه د نارينه او ښځو برابره دنده ده.»

د نجونو د ښوونځي زده کوونکو د خبرو اترو پر مهال د مناظرې له ويناوالو پوښتنې وکړې. د هغوی په منځ کې د يوولسم ټولگي د زده کوونکې، کرېمې په نامه يوې نجلۍ وپوښتل، د ناحکومتي موسسو فعالان څه بريا لري او خپل کارونه څنگه سرته رسوي.

ضياگل په ځواب کې وويل: «موږ په ټولو ولسواليو او همداراز د ولايت په مرکز کې فعاليت کوو. موږ خلکو ته د زده کړې د ارزښت په اړه خبرې کوو او د هغوی ستونزې د مسؤولو چارواکو غوږونو ته رسوو.»

په خوست کې، ويناوالو هم د هغو زيانونو په اړه خبرې وکړې چې څه ناڅه ٣٥ کلنو جگړو د زده کړې سيستم ته اړولي دي.

د خوست د پوهنې د رياست مرستيال، مطيع الله فضلي يادونه وکړه، په داسې حال کې چې د ولايت اړوند کوم ښوونځی تړل شوی نه دی، خو زيات شمېر يې د لوست کتابونو او مسلکي ښوونکو په گډون ډېرې نيمگړتياوې لري.

هغه وويل: «دمگړۍ د خوست په ٤١٥ لومړنيو ښوونځيو، منځيو ښوونځيو او لېسو کې څه دپاسه ٣٠٠٠٠٠ هلکان او ١٠٠٠٠٠ نجونې په زده کړه بوخت دي، خو پنځوس سلنه ښوونځي يې ودانۍ نه لري.»

د مناظرې برخوالو، اختر ساحل او مجيب الرحمن وويل، حالات تر هغه ډېر ناوړه دي چې فضلي يې يادونه وکړه. د بېلگې په توگه، په داسې حال کې چې د گربزو د ولسوالۍ د مخشي کلي ښوونځی ودانۍ او ښوونکي لري، يوازې د مياشتې يو ځل لوست ورکول کيږي. زياتره ځايي ښوونکي د واسطې او خپلوۍ د اړيکو له مخې گومارل شوي او اکادميکه مخينه نه لري. د دې کار له امله [د زده کړې] معيار ډېر رالوېدلی دی. 

فضلي وويل، هغه د مخشي د کلي له ستونزې خبر نه و، خو ژمنه يې وکړه چې پلټنه به يې وکړي او د حل لاره به ورته ومومي.

نوموړي زياته کړه: «دا ټول موضوعات د اوسني تاوتريخوالي نتيجه ده. موږ د نوموړو اندېښنو له امله يو شمېر لرې پرتو سيمو ته نشو تللای. وضع پکې سمه نه ده.» 

د محمد يونس په نامه يوه ديني عالم هم په خوست کې د زده کړې پر معيار نيوکه وکړه. 

هغه وويل: «د زده کړې کيفيت ډېر تيټ دی. د دولسم ټولگي فارغان املا نشي ليکلای. هغوی به ټولنې ته څه خدمت وکړي؟»

فضلي په ځواب کې وويل، دا هرڅه د پرله پسې جگړې نتيجه ده او ويې ويل، که امنيت ښه شي، نو د زده کړې کيفيت به هم ښه شي.

په درېمې مناظرې کې، چې د کندهار ولايت سويل ته په پرتې ولسوالۍ، سپين بولدک کې جوړه شوې وه، حکومتي چارواکو د زده کړې له معياريتوب څخه دفاع وکړه.

د نوموړې ولسوالۍ ولسوال، علي خان وويل، جگړې د هېواد په ټولو برخو خپل اغېز پرېښی دی. سپين بولدک له هغې جلا نه دی. سره له هغې د امنيت د ښه والي له امله اوس کېدای شي چې پر زده کړې پانگونه وشي.

هغه وويل: «سږکال مو د دويم ځل لپاره د پوهنې وزارت او ځايي خلکو په مرسته ټول تړلي ښوونځي پرانيستل. زده کوونکي اوس په پوره ډاډ ښوونځيو ته ځي. نورې هڅې هم کوو چې د ولسوالۍ په خطرناکو سيمو کې هم امنيت ټينگ کړو او تړلي ښوونځي پرانيزو، په دې شرط چې ځايي اوسيدونکي راسره مرسته وکړي.»

د حاجي عبدالرزاق په نامه يوه قومي مشر له دې سره موافق و چې ځايي خلک بايد د ستونزو څه پړه پر خپلې غاړې واخلي.

هغه وويل: «که خلکو زده کړې ته اهميت ورکړی وای، هيچا ته به يې اجازه نه وای ورکړی، چې د هغوی د ماشومانو ښوونځي وتړي.»

د نوموړې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا مشر، جمعه خان له دې خبرې سره مخالفت وښود، ويې ويل، ځايي اوسيدونکي د امنيت پر ښه والي خوشحاليږي. هغه وويل، سره له دې چې له اړوندو خلکو سره يې خبرې کړي چې څنگه د خپلو ښوونځيو حالت ښه کړي، د اوږدې مودې جگړې د ميراث له منځه وړل اسان کار نه دی.

هغه وويل: «موږ زيار کاږو د غونډو او ناستو ولاړو له لارې خلک وهڅوو چې د ټوپک پر ځای قلم په لاس کې واخلي او د زده کړې د خپل ويجاړ سيستم له ودانولو سره مرسته وکړي.»

Afghanistan
Education
Frontline Updates
Support local journalists