افغانان د پيسو د رالوېدو خبرداری ورکوي

داسې بريښي چې افغانۍ له نسبتا کلونو، کلونو ثبات وروسته له ستونزو سره مخ شوې ده.

افغانان د پيسو د رالوېدو خبرداری ورکوي

داسې بريښي چې افغانۍ له نسبتا کلونو، کلونو ثبات وروسته له ستونزو سره مخ شوې ده.

Friday, 10 July, 2015

د افغانۍ د ارزښت د اوسني ټيټېدو پړه د ناتو تر مشرۍ لاندې د ځواکونو له وتلو او په تېر کال کې د «ملي وحدت د حکومت» له جوړښت راوروسته پر سياسي بې ثباتۍ اچول شوې ده.

په مليونونو افغانان په ورځنۍ راکړه ورکړه کې امريکايي ډالر، يورو او د گاونډيو هېوادونو اسعار کاروي. د دې کار لامل پر ملي پيسو (افغانيو) د اعتبار نشتوالی دی، سره له دې چې په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د رژيم له رانسکورېدو راوروسته دافغانۍ کارول بیا هم رواج شو او تر ډېره بريده پر خپل ځای ثابته ولاړه وه. 

په څلورو ولايتونو کې د آی ډبليو پي آر له خوا د جوړو شوو مناظرو د لړيو گډون کوونکو گوته وڅنډله چې پر بهرنيو اسعارو زياتيدونکي تکيه کول به افغاني اقتصاد ته زيان ورسوي، چې لا له وړاندې پر بهرنيو مرستو ولاړ دی.  

د غور په مرکزي ولايت کې اقتصادپوه، جمال الدين يعقوبي وويل، ملي اقتصاد تر ډېره بريده د مرسته کوونکو پر مرستو ولاړ دی، له دې امله چې نړيواله مينه له افغانستان سره لږه شوې، د افغانۍ په بيه کې به د پام وړ ټيټوالی راشي.

د يو ډالر په وړاندې د افغانيو د بدلولو بيه له ٥٧ څخه څه دپاسه شپېتو افغانيو ته پورته شوې.

په غور کې د افغانستان بانک د څانگې مشر، عبدالغفور غفوري د ملي حکومت په کچه اقتصادي مديريت تر نيوکو لاندې ونيو. هغه وويل، د افغانيو د ملاتړ لپاره مرکزي بانک باید هڅه وکړي چې  په تجارتي راکړه ورکړه کې د بهرنيو اسعارو د کارولو مخه ونيسي.

د غور د کسبه کارانو استازي، سلطان محمد وويل د هغه په اند گاونډي هېوادونه د افغانستان د اقتصادي حالت د گډوډولو لپاره په هڅو لگيا دي.   

نوموړي زياته کړه: «په سرحدي ولايتونو کې هره ورځ د افغانۍ ارزښت راټيټيږي.»

محمد گوته وڅنډله که چېرته د بهرنيو اسعارو د کارونې مخه ونه نيول شي، د افغانستان اقتصاد به له ستر گواښ سره مخامخ شي.

پاکستاني روپۍ پاکستان ته د افغانستان په څېرمه ولايتونو کې په عادي ډول کاريږي، په داسې حال کې چې په لويديځ کې زياتره ايراني ريال د موازي اسعارو په توگه کارول کيږي.

له پاکستان سره په پوله پروت ولايت، زابل کې اقتصادپوه، محمد نبي تسل پر گاونډيو دولتونو پړه واچوله چې د افغانستان له بې ثباتۍ گټه اخلي او خپل بانکنوټونه په چلند کې اچوي.

د افغانستان د سويل ختيځ ولايت پکتيا د سيدکرم په ولسوالۍ کې په جوړې شوې مناظرې کې اقتصادپوه، عرب الدين همدرد ومنله چې گاوڼدي هېوادونه سياسي او اقتصادي گډوډي رامنځته کوي ترڅو افغانۍ کمزورې پاتې شي.   

هغه وويل: «د نورو هېوادونو اسعار، لکه ډالر او يورو د تېلو د بيو په لوړېدو بدلون مومي، خو په افغانستان کې آن د سړک د غاړې د يو بمب په چاودېدو اسعارافغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکوي.»

په پروان ولايت کې ويناوالو د افغانۍ د ارزښت رالويدل د تېر کال د ولسمشريزو ټاکنو راهيسې له روانو امنيتي ستونزو او سياسي ترينگلتيا سره تړلې وبلل.

ولسمشر محمد اشرف غني له خپل سيال عبدالله عبدالله سره واک له شريکولو وروسته حکومت جوړ کړ او هغه يې صدرات ته ورته پر نوې رامنځته کړې څوکۍ د اجرايه رياست د مشر په توگه وټاکه.

ميرزاخان چې په پروان کې د پيسو تبادله کوي، وويل، د ولسمشر او اجرايه رئيس تر منځ د نظر اختلاف، چې دواړه يې بايد اساسي قانون ته درناوی ولري، د دولت پولي سيستم کمزوری کړ. 

نوموړي زياته کړه: «داسې گونگوسې روانې دي چې نوموړي دواړه هيڅ جوړ جاړي ته نه رسيږي او له شک پرته دې موضوع د افغانستان په اسعارو خپل اغېز شيندلی دی.»

د پروان ولايت د سوداگرۍ د خونو استازي، نجيب الله عزيزي په نژدې راتلونکي کې د خوړو او استهلاکي شيانو د بيې د لوړوالي وړاندوينه وکړه.

 

Afghanistan
Economy
Frontline Updates
Support local journalists