افغانان د ټکس پر عايداتو د سمې څارنې غوښتنه کوي

ټکس ورکوونکي وايي، خوښ دي د ټکس په ورکړې کې ونډه واخلي، خو په دې شرط چې د نه غلا کېدو ډاډ يې ورکړل شي.

افغانان د ټکس پر عايداتو د سمې څارنې غوښتنه کوي

ټکس ورکوونکي وايي، خوښ دي د ټکس په ورکړې کې ونډه واخلي، خو په دې شرط چې د نه غلا کېدو ډاډ يې ورکړل شي.

IWPR debate in Kandahar, November 9, 2015. (Photo: IWPR)
IWPR debate in Kandahar, November 9, 2015. (Photo: IWPR)

په روانه مياشت کې په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د مناظرو د ويناوالو د وينا له مخې پکار دي چې  افغان حکومت د ټکس پر سيستم کلکه څارنه وکړي او بشپړ شفافيت ولري.

د نومبر د مياشتې په لومړيو کې په کندهار، وردگو، لوگر او زابل ولايتونو کې په جوړو شوو مناظرو کې په دې اړه خبرې وشوې چې څنگه د ټکس د نه ورکړې له امله حکومت له ارزښمنو سرچينو څخه بې برخې پاتې کيږي.

د کندهار د مطبوعاتي کلوپ منشي، بشير احمد صالح نوموړې ستونزه په ساده الفاظو کې څرگنده کړه: «خلک نه پوهيږي چې حکومت په راټولو شوو پيسو څه کوي، له دې امله ټکس نه ورکوي.»

صالح ادعا وکړه چې د کندهار د محصول د ورکړې په اداره کې ستر فساد روان دی.

هغه وويل: «د ټکس د اخيستلو د ادارې کارکوونکي يو هټيوال ته وايي، دوه زره افغانۍ راکړه او ستا د لسو زرو افغانيو محصول به څلور زرو افغانيو ته راټيټ کړم او يا به دې بيخي له محصول څخه معاف کړم. د داسې ستر فساد له مخې به حکومت څنگه پر خپلو پښو ودريدلای شي.»

د کندهار ولايت د عوايدو د رياست مرستيال، عبدالصمد وويل، د فساد د تور پورې کول عادلانه، نه دي. په حقيقت کې د ټکس غونډول پر زاړه سيستم ولاړ دي.

هغه وويل: «يو شمېر افرادو کلونه کلونه له ټکس ورکولو څخه سرغړولی او د ټکس راټولوونکې يې گواښلي او وهلي ډبولي دي.»

بله ستونزه دا ده چې د ټکس د راټولولو سيستم زوړ شوی دی. د ټکس د راټولولو کارکوونکي بايد د ټکس د ورکړې هرې سرچينې ته لاړ شي او پرېکړه وکړي چې د خپل قضاوت له مخې څومره محصول ترې واخلي.

يوه بل ويناکوونکي وويل، دا کار اغېزمن نه دی، ځکه ټکس بايد په عايداتو کې وشمېرل شي. د ولايتي شورا غړې، سرينا فيضي وويل، اوسنی سيستم د درغلۍ لپاره څرگنده بلنه ده.

عبدالصمد اعتراف وکړ چې دا سيستم ناسمې کارونې ته چمتو دی، خو ويې ويل، د نوي سيستم پلي کول د مرکزي حکومت دنده ده.

نوموړي يادونه وکړه، د ماليې وزارت د ولايتونو د عوايدو رياستونو ته لوړ هدف ټاکلی چې ترلاسه يې کړي. دا کار پر محصول ورکوونکو نور فشار هم اچوي. عبدالصمد وويل، پروسږکال د کندهار لپاره د مارچ تر پای پورې تر يوه مليارده زياتې افغانۍ (شاوخوا ١٥ مليونه امريکايي ډالر) هدف ټاکل شوی وو. رياست وکړای شول ٩٧٩ مليونه افغانۍ تر لاسه کړي.

د وردگو د مناظرې ويناوالو وويل، حکومت ته پکار ده چې خلکو ته يې د ټکس د ورکړې په اړه معلومات ورکړي. 

د ولايتي شورا غړي، وحيدالله اکبر زوی وويل، همکارانو ته يې پکار وه چې خلک د ټکس ورکړې ته وهڅوي.

د مدني ټولنې فعال، نجيب الله فکرمن زياته کړه: «د افغانستان د ټکس د ورکړې قانون سم دی. خلک بايد د دې تگلارې ملاتړ وکړي او خپل محصول په سم ډول ورکړې.»

د وردگو د اسلامي شورا غړي، مولوي توصلي وويل، سم کار به يوازې هغه مهال وي چې هرڅوک د خپلو شتمنيو په تناسب خپل محصول تحويل کړي. 

د نوموړي ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، محمد اورنگ مختار وويل، رسنۍ کولای شي د ټکس د ورکړې پر اهميت د رڼا اچولو له لارې له دې بهير سره مرسته وکړي. که خلک پر دې پوه شي چې عوايد په عامه خدمتونو لگيږي، نو له ورکړې سره به يې همکارۍ ته زړه ښه کړي.

د وردگو ولايت د عوايدو رئيس، سيد شفيع الله په ټينگار وويل، د ټکس د راټولولو تگلاره شفافه ده. ټول عوايد يوه حساب ته راټوليږي. «او له هغه وروسته چې کلنۍ بودجه تصويب شوه، ټولو حکومتي ادارو ته د لگښت لپاره تخصيص ليږل کيږي.»

په يوې بلې مناظرې کې چې د لوگر ولايت په خوښۍ ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، گډوون کوونکو وويل، حکومت مسؤوليت لري چې د محصول د لگښت د ځای په اړه رپوټ ورکړي. 

د خوښۍ د عوايدو لوی مدير، محمد ظاهر وويل، د هغه ادارې په سم ډول محصول راټول کړی دی سره له دې چې ويې منله په ملي کچه د فساد څه ستونزه شته.

ديني عالم، رضوان علي وويل، ټول خلک مسؤوليت لري چې په خپل وخت محصول تحويل کړي، په دې توگه به حکومتي مامورينو ته معاشونه ورکړل شي.

د مدني ټولنې فعال، شفيع الله افغانزي په غبرگون کې وويل، خلک به د محصول په ورکړې خوښ وي، خو په دې شرط چې پوه شي عوايد د مفسدو مامورينو جيبونو ته نه ځي. 

د خوښۍ ولسوال، عبدالحيم حميد ومنله، د افغانستان زياتره برخې تر اوسه تر دې کچې خطرناکې دي چې د ټکس راټولول پکې ستونزمن دي؛ خو له دې سره سره بيا هم لازمه ده؛ ځکه بهرنۍ مرستې پر حکومت درول شوې دي. 

هغه وويل: «بهرنۍ مرستې اوس کمې شوې. له امله يې بايد موږ د ټکس په ورکړې خوښ واوسو، ترڅو مو حکومت ځان وساتلای شي.»

د نړيوال وجهي صندوق شمېرنې ښيي چې په تېر مالي کال کې حکومت ٣٠٠ مليارډه افغانۍ لگولي، خو يوازې سل مليونه يې له کورنيو سرچينو څخه تر لاسه کړي، چې ٧٨ مليارډه يې ټکسونه وو. تشه يې د نړيوالې ټولنې مرستو ډکه کړې وه.

د سويلي ولايت، زابل د ولايتي شورا غړي، محمد عمر خان عمري هم پر دې ټينگار وکړ چې کورني عوايد بايد لوړ شي. 

هغه وويل: «افغان حکومت د عوايدو د راټولولو له لارې پر نړيوالې ټولنې باندې له ډډې لگولو څخه ځان خلاصولای شي. خلکو او حکومت ته ضروري ده چې په دې اړه له يوبل سره همکاري وکړي.»

په زابل کې په ورته مناظره کې د مدني ټولنې استازي محمد ابراهيم عبرت وويل، په داسې حال کې چې د ټکس د ورکړې د فرهنگ عامول گټوره خبره ده، خو حکومت ته پکار ده چې د رغنده څارنې ډاډ ترلاسه کړي.

د زابل د عوايدو د راټولولو د ادارې مشر، محمود شېرزاد د ستونزې شتون مني او يادونه کوي چې د هغه اداره يوازې د حکومتي مامورينو، هټيوالو او په ولايت کې د مېشتو يو څو ساختماني او لوژستيکي شرکتونو څخه د ټکس په راټولو توانېدلې.

 

 

 

 

Afghanistan
Economy
Frontline Updates
Support local journalists