افغانان د مالياتو له ورکړې څخه د غاړې غړونې د زيانونو له امله خبرداری ورکوي

ملي بيارغاونه د پورونو له سمې ورکړې سره تړاو لري.

افغانان د مالياتو له ورکړې څخه د غاړې غړونې د زيانونو له امله خبرداری ورکوي

ملي بيارغاونه د پورونو له سمې ورکړې سره تړاو لري.

Afghanistan's economy needs tax revenues to be able to function, but fraud is common. (Photo: Spencer Platt/Getty Images)
Afghanistan's economy needs tax revenues to be able to function, but fraud is common. (Photo: Spencer Platt/Getty Images)

د افغانستان اقتصاد د فعاليت لپاره مالياتو  ورکړې ضروري دي ، خو فساد اوی یوه عام  خبره ده.

په غور، بلخ او کاپيسا ولايتونو کې د آی ډبليو پي آر د مناظرو د برخوالو د وينا له مخې افغانان کولای شي په خپل هېواد کې له سولې او ثبات سره د خپلو مالياتو د ورکړې (تاديې) له لارې مرسته وکړي.

په غونډو کې د اقتصادي فعاليتونو د رامنځته کولو لپاره پر عايداتو باندې د مالياتو د ورکړې پر اهميت خبرې وشوې.

د غور د ولايتي مرکز، فيروزکوه په مناظره کې د ښاروالۍ د ماليې رئيس، محمد يوسف دانيار د اقتصادې رغاونې او ملي امنيت تر منځ د مستقيم تړاو په اړه خبرې وکړې.

هغه زياته کړه، د امنيتي پوځونو سم اکمال او د اردو پراختيا پر ډاډمنو کورنيوعايداتو ولاړ دي.

د غور د ښوونکو د روزنې د انستيتوت يوه استاد، نبي ساقي د مناظرې برخوالو ته وويل، د هېواد اقتصاد د هغه د هر يو خوځښت لارښوونه کوي.

نوموړي څرگنده کړه: «د يوه هېواد د عايداتو لومړنۍ سرچينه له خلکو او موسسو څخه پر خپل وخت پر عايداتو د ټولو مالياتو راټولول دي. هېوادونه دې کار ته هميشه لومړتيوب ورکوي.»

د غور د ولايي شوار يوه غړي، محمد مهدوي د مالياتو د ټولونې پر سيستم د روڼتيا د نه موجوديت له امله نيوکه وکړه. هغه زياته کړه، خلک نه پوهيږي چې ماليات چېرته ځي او څنگه مصرفيږي.

د کاپيسا چارواکو وويل، دولت پر مالياتو د عايداتو د راټولولو لپاره بايد د مالياتو قانون پلی کړي.

د کاپيسا د مستوفيت استازي، صحبت الله سروري وويل، د عايداتو د قانون له مخې ماليات د کال څلور ځلې تحويليږي. چارواکي د دې قانون په پلي کولو کې پاتې راغلي دي.

هغه زياته کړه: «که قانون پلی شي، د حکومت د عايداتو کارکوونکي به د خلکو د دروازو ټکولو ته اړتيا ونه لري ترڅو خپلې پيسې تحويل کړي.»

د اقتصادي چارو کارپوه، عبدالمقيم مولوي زاده يادونه وکړه، دا ستونزه په ځانگړي ډول د ولايتونو په لرې پرتو سيمو کې، چې حکومت پکې لږ کنترول لري، ډېره زياته ده. 

هغه وويل: «تگاب  او اله سای د کاپيسا په هغو ولسواليو کې دي چې امنيت يې کمزوری دی. د دې دوو ولسواليو خلک حکومت ته خپل ماليات هيڅ نه ورکوي.»

د کاپيسا د ولايتي شورا غړي، محمد امان مبارز په ټينگار وويل، پر عايداتو ماليات هېواد ته د ثبات په راتگ کې مرسته کولای شي.

هغه وويل: «که چېرته حکومتي ماليات پر خپل وخت راټول شي او که چېرته حکومت هغه د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره وکاروي، د هغه چا لاسونه به لنډ شي چې د خلکو له بېوزلۍ او بې روزگارۍ گټه اخلي او خپلو ليکو ته راکاږي.»

په ورته وخت کې د بلخ د مناظرې ويناوالو وويل، پر مالياتو باندې د سترگو د پټولو پر پرتله اداري فساد يوه لويه ستونزه ده.

د مناظرې گډون کوونکي، حاجي رجب وويل، يو عادي هېوادوال به خپل ماليات پرخپل وخت تاديه کړي، خو «هغه اشخاص چې په حکومت کې بر لاس لري خپل ماليات نه تحويلوي.»

ځينې نور وايي د حکومت د پانگوالۍ د سيستم نشتوالی د دې لامل شوی چې خلک د خپلو عايداتو د مالياتو پر تحويلولو کې ډېرغړند وي. 

د بلخ د ولسوالۍ د پاخه عمر يو بزگر، قيوم هوتک وويل: «زه ځمکه لرم، خو اوبه نه لري. حکومت بايد د اوبو لگولو اسانتياوې چمتو کړي چې زه خپله کرونده خړوبه او خپل حاصلات لوړ کړم، له هغې وروسته به وکړای شم د خپلې گټې يوه برخه حکومت ته ورکړم.»

د بلخ د پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي محصل، محمد کبير کريمي په ځواب کې وويل، د حکومتي عايداتو زياته برخه د هېوادوالو د عايداتو پر مالياتو ولاړه ده. که چېرته خلک خپله برخه ورنه کړي، دولت به ونه کړای شي هغه پروژې پلې کړي چې ډېرې پانگې ته اړتيا لري.

د بلخ ولايت د مستوفيت د عايداتو رئيس وويل، د مالياتو په ورکړې کې درغلي په مستقيم ډول عامه خدمتونو ته زيان رسوي.

هغه وويل: «که چېرته خلک خپل ماليات تحويل نه کړ ي، حکومت نشي کولای ښوونکو او ډاکټرانو ته معاشونه ورکړي. په پايله کې په روغتونونو کې د ناروغانو درملنه نه کيږي او په ښوونځيو کې ماشومانو ته ښوونه اوروزنه نه چمتو کيږي.» 

 

 

Afghanistan
Economy
Frontline Updates
Support local journalists