افغانان د جگړې د اخلاقي زيان په اړه خبرې اترې کوي

ويناوال وايي دين بايد دروا او نا روا جگړې تر منځ د بېلتون د کرښې په راکښلو کې خپل رول ولوبوي.

افغانان د جگړې د اخلاقي زيان په اړه خبرې اترې کوي

ويناوال وايي دين بايد دروا او نا روا جگړې تر منځ د بېلتون د کرښې په راکښلو کې خپل رول ولوبوي.

ويناوالو د خبرو اترو په لړۍ کې، چې تېره مياشت د هېواد په بېلابېلو برخو کې سرته ورسېدې، د جگړې اخلاقي اړخ په اړه خبرې اترې وکړې.

د غور، فارياب او کابل د ولايتونو ويناوال ټول په دې اړه يوه خوله وو چې تاوتريخوالي د اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دی.

په مرکزي ولايت، غور کې گډون کوونکو وويل، لازمه ده د هغو جگړو تر منځ توپير وشي چې اخلاقي او غير اخلاقي موخې لري.

د غورو ولايت د ديني عالمانو د شورا يوه غړي، شمس الحق موحد وويل، جگړه يوازې هغه مهال روا ده چې د هېواد د پولو د دفاع او د مسلمانانو د عقيدې لپاره سرته ورسيږي. د دې خبرې معنا داده چې په افغانستان کې روانه جگړه نا روا  ده.   

هغه وويل: «د افغانستان روانه جگړه په اخلاقي لحاظ له هغو جگړو سره د پرتلې وړ نه ده چې د اسلام په لومړيو وختونو کې سرته رسېدې.»

د غور ولايت د حج او اوقافو د رياست استازی، مولوي نظام الدين حبيبي له دې خبرې سره موافق و، ويې ويل: «د جگړې له امله د انسان وينې توييږي او دا يو ناسم عمل دی.»

څنگه چې مناظرې د روژې د مبارکې مياشتې په اوږدو کې جوړې شوې وې، گډون کوونکو د روژې په مبارکه مياشت کې د جگړې په اړوندو موضوعگانو هم خبرې اترې وکړې. حبيبي پر دې خبرې ټينگار وکړ چې د روژې په مياشت کې جگړې ته په ښه سترگه نه کتل کيپږي.

په شمال لويديځ ولايت، فارياب کې يوه ديني عالم، داملا گل احمد لطفي وويل: «د روژې په مياشت کې د مسلمانانو په وړاندې د مسلمانانو جگړه نشي توجيه کېدای.»

د غور د پوليسو استازي، مرتضی مصلح وويل، ځواکونو يې تر خپلې وسې زيار ايستلی چې د روژې په مياشت کې د جگړې کچه ټيټه وساتي.

هغه وويل: «موږ د روژې د مبارکې مياشتې په درناوۍ جگړه نه کوو، خو که بريد راباندې وشي، بيا مجبور يو له خپلو ځانونو څخه دفاع وکړو.»

په فارياب کې د امنيت مشر، بريالي بشريار پرواني وويل، موږ هم ورته تگلاره پلې کړې؛ پوځونو مو د روژي په مياشت کې د کوم بريد پلان تر لاس لاندې نه دي نيولی  

هغه وويل، پر ځای يې «پوليس په ټولو جوماتونو کې د لمونځ کوونکو امنيت نيسي چې خلک وکړای شي د روژې په مياشت کې له ډار پرته خپل عبادتونه سرته ورسوي.»

په کابل کې ويناوالو هغه ناوړه حالت ته گوته ونيوه چې د څه دپاسه درې لسيزو جگړو د عادي خلکو ژوند ورسره مخ کړی وو.

د کابل ولايت د چهاراسياب ولسوالۍ د حج او اوقافو رئيس، سيد اقا وويل: «کورونه مو وسوځېدل، شتمنۍ مو لوټ شوې او فابريکې مو ويجاړې شوې. په سلگونه زره افغانان ووژل شول او زيات شمېر نور يې د جگړې له امله مهاجرت ته اړ شول.»

د چهاراسياب د يو جامع جومات خطيب، محمد حسيب د جگړې په اړه د اسلام د پېغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم يو حديث نقل کړ. 

هغه وويل، په حديث کې راغلي: «د الله  په نامه او برکت وخوځيږئ. زاړه سړي، ښځې او ماشومان مه وژنئ. خيانت مه کوئ، روغه جوړه او نيک کارونه وکړئ، ځکه الله نيکوکاران خوښوي.»

 

Afghanistan
Economy
Frontline Updates
Support local journalists