افغانانو ټاکنيزو اصلاحاتو ته زغم له لاسه ورکړی

ځنډول شوې ټاکنې تر هغه سرته نشي رسېدای، ترڅو د رايو ورکولو په سيستم کې بدلون نه وي راغلی.

افغانانو ټاکنيزو اصلاحاتو ته زغم له لاسه ورکړی

ځنډول شوې ټاکنې تر هغه سرته نشي رسېدای، ترڅو د رايو ورکولو په سيستم کې بدلون نه وي راغلی.

د آی ډبليو پي آر د مناظرو په يوې وروستۍ لړۍ کې ويناوالو د وينا له مخې افغانستان نړيوالې مالي مرستې او د اصلاحاتو پلي کولو ته اړتيا لري چې له اوږدې مودې راهيسې ځنډيدلې پارلماني ټاکنې سرته ورسوي.

د افغانستان اساسي قانون حکم کوي چې ټاکنې بايد د پارلماني ټاکلې مودې له سرته رسېدو دمخه له ٣٠ – ٦٠ ورځو دننه سرته ورسيږي. د قانون جوړوونکو اوسنۍ پنځه کلنه دوره د جون د مياشتې په ٢٢ نېټه پای ته ورسېده. ولسمشر، محمد اشرف غني د يوه فرمان له مخې د پارلمان موده تر نوو ټاکنو پورې وغځوله.

(همدارنگه وگورئ: افغانان د ټاکنو د ځنډ له امله په غوسه دي.)

د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي مرستيال (تيداميچي يماموتو) تېره مياشت کابل کې وويل، د ملگرو ملتونو د مالي او تخنيکي مرستو دوام د هېواد د رايې ورکولو په سيستم کې په بنسټيزو اصلاحاتو پورې تړلی دی.  

تېره مياشت د زابل، خوست او ننگرهار په ولايتونو کې د آی ډبليو پي آر له خوا په جوړو شوو مناظرو کې ځايي چارواکو، د مدني ټولنې فعالانو او سياسي شنونکو پر هغو خنډونو خبرې اترې وکړې چې لا  تر اوسه د ټاکنو په وړاندې پراته دي.

ليکوال او شاعر، محمد اصف شينواري د ننگرهار مناظرې ته وويل، کابل ته پکار ده چې د بهرني ملاتړ د جذبولو لپاره ټاکنيزو اصلاحاتو ته لومړيتوب ورکړي.

هغه وويل: «تر هغه پورې چې په ټاکنيزو سيستم کې موجودې ستونزې هوارې نشي او د ملي يووالي حکومت د نړيوالي ټولنې باور تر لاسه نه کړي، نو نړۍ به زموږ د ټاکنو لگښت پرغاړه وانخلي.»

د خوست د مناظرې گډون کوونکو وويل، د ټاکنو د بودجې تمويل پخپله د افغان حکومت دنده ده.

د خوست د مالي چارو د رياست د بشري منابعو رئيس، جمال الدين وويل، حکومت لا تراوسه هلې ځلې کوي چې د ٢٠١٤ کال دوو پړاوونو ته د ولسشمريزو غځول شوو ټاکنو لگښتونه پوره کړي.

نوموړې ټاکنې د درغلۍ تر ادعاگانو لاندې راغلې، د هېواد په کچه د رايو بيا شمېرنه تر هغه وځنډېده ترڅو د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير، جان کري منځگړتوب وکړ او په پای کې اشرف غني د سپتمبر په ٢٩ نېټه واک تر لاسه کړ.

جمال الدين وويل: «د تېر کال ډېره برخه په ټاکنيزو ناندريو تېره شوه. هيڅ عوايد مو نه درلودل. د ماليې وزارت بودجه له څو مليونو ډالرو کسر سره مخامخ شوه. په پايله کې ټاکنو ته هيڅ بودجه په پام کې ونه نيول شوه.»

د ولايتي شوار غړي، نورشاه نوراني وويل، يوه کميسون د ټاکنيز سيستم پر سمون کار پيل کړی دی. په دې کار به باور رامنځته شي.

نوراني په پای کې وويل: «نړيوالو مرستندويه موسسو ژمنه کړې چې له ٦٠ مليونوڅخه تر ٨٠ مليونو ډالرو پورې مرسته به پارلماني ټاکنو ته چمتو کړي، په دې شرط چې ټاکنيز اصلاحات پلي او د ټاکنو د رغنده سرته رسیدا ډاډ تر لاسه شي.»

په خوست کې د ټاکنو د خپلواک کميسون د عامه خبرونې د څانگې مشر، صاحب الدين ځډران وويل، که چېرته بودجه لاسته راشي، نو اداره يې د ټاکنو سرته رسولو ته چمتو ده.  

هغه وويل، کېدای شي اصلاحات تر څه ناڅه دريو مياشتو پورې سرته ورسيږي. ورسته به نړيواله ټولنه د ټاکنو په سرته رسولو کې مالي مرسته وکړي. 

په زابل ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کميسون د عامه خبرونې د څانگې مشر، بسم الله هم گډون کوونکو ته دا خبره وکړه چې د هغوی ادارې ته لا تر اوسه پورې د ټاکنو د سرته رسولو لپاره د اړتيا وړ پيسې نه دي ور رسېدلي.

هغه وويل: «لامل يې د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پر سر د اختلاف موجوديت، يو شمېر سياسي کتنې او په هېواد کې روان امنيتي حالت دی.»

د مدني ټولنې يوې فعالې، شبنم فضلي له ويناوالو وپوښتل، د نړيوالې ټولنې له خوا چمتو شوې مالي مرسته پر ټاکنو باندې په څه ډول مصرفيږي. 

بسم الله وويل، کميسون د عامه خبرونې د کمپاين، د رايو ورکولو د چاپ، د کارکوونکو د معاشونو او نورو لوژستيکو لگښتونو پوره کولو په برخو کې پيسو ته اړتيا لري. 

په زابل کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو (FEFA) د بنسټ استازي، شفيع الله محمدي وويل: «سره له دې چې حکومت بايد د ټاکنيزې بودجې عمده منبع واوسي، خو زموږ حکومت د دې کار وړتيا نه لري. له دې امله نړيوالې ټولنې او نورو دوستو هېوادونو ته پکار ده چې اوس له ټاکنيزې بودجې سره مرسته وکړي.» 

په زابل کې د عبدالولي ولي په نامه يوه قومي مشر وويل، د راتلونکو ټاکنو برياليتوب لپاره حساب ورکول ډېره مهمه خبره ده.

نوموړي زياته کړه: «مشرانو، چارواکو او د مدني ټولنې موسسو ته مو پکار ده چې نړۍ ته د شفافو ټاکنو د سرته رسولو ډاډ ورکړي، ترڅو هغوی وکړای شي له نړيوالې ټولنې څخه ټاکنو ته بودجه ترلاسه کړي.»

د ښځو د چارو ولايتي رئيسې، صديقې جلالي وويل، څومره چې ټاکنې ځنډول کيږي، هغومره به د خلکو بې باوري دوام مومي.

هغې وويل: «د پارلماني ټاکنو ځنډول د هېواد په زيان دي. تر هغه پورې چې ټاکنې ځنډيږي، اختلافات به ډېريږي.»

 

 

Frontline Updates
Support local journalists