"آی ډبليو پي آر، افغانستان: "زموږ ليکنې په رښتيا ژوند تر اغېز لاندې راولي

.اديتور په افغانستان کې د څېړنيز رپوټ په وړاندې ننگونې او ستاينې بيانوي

"آی ډبليو پي آر، افغانستان: "زموږ ليکنې په رښتيا ژوند تر اغېز لاندې راولي

.اديتور په افغانستان کې د څېړنيز رپوټ په وړاندې ننگونې او ستاينې بيانوي

Mohammad Munir Mehraban, IWPR Afghanistan. (Photo: IWPR)
Mohammad Munir Mehraban, IWPR Afghanistan. (Photo: IWPR)
Thursday, 19 September, 2013

په افغانستان کې د محمد منيرمهربان ليکنه

زموږ څېړنيز رپوټونه ځکه مهم دي چې د هغوی يوازنۍ موخه سمون او بدلون دی، مثبت بدلون.

زه د افغانستان لپاره د آی ډبليو پي آر د څېړنيزې پروژې د ايډيتور په توگه د هېواد په گوټ، گوټ کې له خبريالانو سره اړيکي لرم. موږ د رپوټ ورکولو د وړتيا د لوړولو لپاره له هرې سيمې څخه تر دېرشو پورې خبريالانو سره د اړيکو نيول پيل کړي دي. د هغوی لپاره په څېړنيز ژورناليزم کې يو کورس پرانيزو، چې څلور، پنځه ورځې دوام کوي.   

په دې موده کې په هرې ډلې کې تر ټولو تکړه رپوټ ليکونکی غوره کوو. له هغوی غوښتنه کوو چې په خپله سيمه کې د څيړنيزو کيسو لپاره مفکورې ومومي. پر هغوی ټينگار کوو چې د فساد په اړه موضوعگانې رابرسېره کړي.

زه يوه مفکوره غوره کوم چې زما په اند د هغوی د مهارت له کچې سره سمون کوي او د عمل د پلان د طرحې او تسويد په اړه ورسره مرسته کوم. له هغوی سره کار کوم او په هر گام د هغوی پرمختگ څارم. تل زيار کاږم چې د شونتيا تر کچې ورسره مرسته وکړم، په تېره بيا هغه مهال چې د کاري پلان په جوړولو کې له کومې ستونزې سره مخامخ شي.

په ټوليز ډول افهام او تفهيم د تليفون په ليکه او يا د برښناليک له لارې سرته رسيږي. که چېرته رپوټ چمتو کوونکي په کوم لرې ځای کې وي، نو خپله هلته ځم او يا هغوی کابل ته رابولم.

کله چې هغوی پر يوې موضوع کار کوي، کله ناکله موضوع ته په پام، مياشتې، مياشتې نيسې، نو ورځم او د هغوی د کار د پرمختگ څارنه کوم او د دې ډاډ ترلاسه کوم چې تصويرونه او ثبت نيمگړتيا ونه لري.

زه تل د خپلو خبريالانو د وړتياوو د ښه کولو لپاره د نويو تخننيکونو او هغو لارو په اړه فکر کوم چې د خپلې کيسې د بشپړولو لپاره کره او سم لاسوندي ترلاسه کړي.

له شک پرته موږ د څيړنيزو موضوعگانو د ليکنو پر مهال له گڼو ننگونو او خنډونو سره مخامخ کيږو. کله ناکله لوړپوړي چارواکي د دې لپاره، چې په موضوع کې ښکېل نشي، د اصلي لاسوندو د پټولو هڅه کوي. هغه افراد، چې په ناسمو کارونو کې د ښکېلتيا گومان پرې کيږي، له مرکو کولو غاړه غړوي.

کله ناکله خبريالانو ته د بډو ورکولو وړانديز کيږي يا په ډاگه گواښل کيږي چې پر اړوندو موضوعگانو کار ونه کړي.

له گواښ سره مخامخ خبريالان هڅول کيږي چې خپلې اندېښنې کابل دفتر ته ورسوي، وروسته له هغه د امنيتي تدابيرو او په عمومي توگه د کار د پرمختگ په اړه په گډه پرېکړه کوو.

له نېکه مرغه، موږ د خلکو له پراخ مثبت غبرگون سره مخامخ يو، ځکه زموږ موضوعگانې په رښتيا هم د هغوی پر ژوند اغېز کوي. موږ ته په سيمه ييزو او نړيوالو راډيوگانو کې زموږ د رپوټونو له خپرېدو او يا په ټولنيزو رسنيو او برښنايي پاڼو کې له لوستل کېدو وروسته د خلکو له خوا معلومات راکول کيږي. 

موږ زيار باسو په خپل هېواد کې حالت بدل او ښه کړو. له ټولو موجودو ستونزو سره سره موږ فکر کوو چې توپير راوستلای شو. زموږ کيسې د ستر بدلون لامل کيږي او د بېلگې په توگه د ولسوال، والي او آن د يو وزير د گوښه کېدو سبب کيږي.

موږ يوازې پر همدې ټکي پام کوو او ډاډ لرو چې زموږ د کار خپرېدا به د يوې رغندې پايلې لامل شي.

دا ماته ډېر وياړ رابښي چې کله يو رپوټ ليکونکی هغه لارښوونې او اصول په پام کې نيسې چې موږ يې د يوه رغنده رپوټ ورکولو لپاره رامنځته کوو. د عبدالمقصود عزيزي او ابدالي محزون په څېر رپوټ ليکونکي د خپلو رپوټونو د زړورتيا له امله ډېر خوشحاله کړی يم.

زه د څېړنيز رپوټ په اړه د پوره زغم خاوند يم. دا به ډېره گرانه وي چې له خپلو خپرو شوو ټوټو څخه يو ځانگړې هغه د بېلگې لپاره ونوموو. له هغې سره سره زه په ځانگړي ډول پر هغو رپوټونو وياړم چې په پکتيکا کې مو د ښوونځيو په اړه چمتو کړي او د هغې په اړه چې يوه پلا په لوگر کې بشري مرستې غلا شوې وې. 

بله موضوع په ارزگان کې د اپينو د توليد او د ناتو ځواکونو له خوا د ځمکې د ملکيت د ناندريو په اړه وه.

په رښتيا هم دې څلورو رپوټونو له خپرېدو وروسته اغېز وکړ. سره له دې چې له عادي وخت څخه اوږده (له څلورو څخه تر شپږو مياشتو پورې) موده ونيوه، خو په ډېر پام په کره اسنادو او مفصلو لاسوندو بډايه شوې وې.  

له يوه عادي کليوال نيولي بيا تر لوستي شخصه پورې هر چا د دې رپوټونو ستاينه کوله. کله چې مو د غلا شوې مرستې په اړه رپوټ خپور کړ، د لوگر په ولايت کې له سلو زياتو خلکو له موږ سره اړيکې ونيولې او د موضوع د راپورته کولو په اړه يې خپله خوښي څرگنده کړه.

هغسې چې يو شخص وويل: "موږ گڼ شمېر تلويزيوني کانالونه او راديوگانې لرو، خو هيڅ يوه يې زموږ ستونزې نه خپروي. موږ په بشپړ ډول زموږ ټولنې ته زموږ د ستونزو په بيانولو کې ستاسو د زړورتيا ننگه او ملاتړ کوو."

محمد منير مهربان د افغانستان لپاره د آی ډبليو پي آر د څېړنيز رپوټ ورکولو پروژه پر مخ بيايي. 

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists