د واک د وېش خبرو کابل په غوسه کړی دی
په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريالې، مينا حبيب ليکنه
افغاني مخالفو مشرانو د متحده ايالتونو د کانګرس له غړو سره د لېدلو کتلو او په هېواد کې د واک د وېش له امله حکومت په غوسه کړی دی. نيوکه کوونکي د برلين د جنورۍ د نهمې نېټې غونډې د بهرنيانو بېځايه لاسوهنې بولي چې له امله به يې دولت لاپسې کاواکه او ټوټه ټوټه شي.
په افغانی پلاوي کې د افغانستان د ملي جبهې مشرانو ګډون درلود، چې د ولسمشر حامد کرزي مخالف بلاک دی او له طالبانو سره د سولې پر خبرو اترو ناخوښ دي.
د افغانستان د ملي جبهې په استازيتوب د هغې مشر، احمدضيا مسعود، د ازبکو د ملېشو پخواني قوماندان او وتلې څېرې، عبدالرشيد دوستم، له هزاره توکمه ملېشو څخه د جوړ شوي حزب وحدت مشر، حاجي محمد محقق او د ملي امنيت پخواني رئيس، امرالله صالح ګډون درلود.
مسعود او صالح د تاجيک توکمه پنجشېر اوسيدونکي دي. له دوستم او محقق سره په ګډه، نوموړې جبهه، له ناپښتون توکمه تنظيمونه څخه جوړه شوې چې يو مهال د شمالي ټلوالې په نامه يادېده. دې ډلې په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان باندې د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې د ايتلاف له يرغل سره ځانونه يو کړل او پښتون توکمه طالبان يې وشړل.
د متحده ايالتونو له لوري د کانګرس د غړي، دانا رورابکر ترمشرۍ لاندې، د هغه جمهوري غوښتونکی ملګري، لويي ګاهمرت او سټيو کينګ او دموکرات لوريتا سانشز ګډون درلود.
په يوې ګډې اعلاميې کې [د غونډې] ګډون کوونکو له ياغيانو سره روانې هلې ځلې وغندلې، ځکه د شمالي ټلوالې تنظيمونه په پام کې نه دي نيول شوي چې په ۲۰۰۱ کال کې يې د طالبانو رژيم د واک له ګدۍ راوپرځاوه.
په اعلاميې کې راغلي: «له طالبانو سره د خبرو اترو اوسنۍ بڼه نيمګړې ده، ځکه په هغې کې د طالبانو ضد افغانان له پامه غورځول شوي.. . له طالبانو سره روانو خبرو اترو د هغو افغانانو خطرونه، سرښندنې او قانوني ګټې په پام کې نه دی نيولي چې پر ټولو افغانانو يې وحشيانه ظلم ته د پای ټکی کېښود.»
رورابکر وويل، له طالبانو سره يو ايتلافي حکومت به له هغو امريکايانو سره، چې په افغانستان کې مړه شوي او د شمالي ټلوالي له غړو سره، چې د متحده ايالتونو له يرغل سره يې مرسته کړې وه، خيانت وي
افغان چارواکي له طالبانو سره د سولې د عالي شورا له لارې خبرو اترو ته دوام ورکوي. تمه ده چې په يوه جلا خوځښت کې به طالبان په قطر کې يو دفتر پرانيزي او له نړيوالې ټولنې سره به خبرې اترې وکړي. (د زياتو معلوماتو لپاره وګورئ: افغانان غواړي له طالبانو سره خبرې اترې دې، د قطر د دفتر پر ځای، د دوی تر مشرۍ لاندې ترسره شي.)
په ګډې اعلاميې کې دغير متمرکز نظام غوښتنه شوې و چې اداري واک دې [د مرکز] په پرتله ولايتونو ته ولېږدول شي. په اعلاميې کې ويل شوي، په اساسي قانون کې دې د تعديل له لارې داسې سمون راشي، چې: «د واک د اوسني جوړښت سياسي سيستم دې له مرکز څخه ولايتونو ته وغځول شي، چې د افغانستان له رنګارنګ سياسي، ټولنيز او فرهنګي طبيعت سره سمون لري.»
په اعلاميه کې راغلې دي، افغانستان «پر شخصيت متمرکز رياستي سيستم» پر ځای ښايي په ملي کچه يوه پارلماني دموکراسي ولري، واليان بايد د ټاکنو له مخې واک ته ورسيږي او سيمه ييزو شوراګانو ته زيات واک ورکړل شی.
اعلاميه وايي: «د ټاکنو له لارې واک ته رسيدلي واليان او ولايتي شوراګانې بايد ددې واک ولري چې بودجه جوړه کړي، عايداتي سرچينې ومومي، د پوليسو او روغتيايي چارو څارنه وکړي او همدارنګه که وغواړي د ښوونې او روزنې چارې پر مخ يوسي.»
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دا غير رسمي غونډه وغندله، ويي ويل، دا يوه بهرنۍ لاسوهنه وه او ملي يووالی يې ترپښو لاندې کړ.
د کرزي وياند، حامد علمي آی ډبليو پي آر ته وويل: «که چېرته [څوک] له افغان حکومت سره له سلا مشورو پرته له بهرنيو هېوادونو سره اړيکې ونيسي او ملي ګټې ترپښو لاندې کړي، موږ نه يوازې د داسې عمل مخالف يو، بلکې غندنه يې کوو.»
د ازادۍ د رادېو (RFE/RL) د وينا له مخې د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت د غونډې په اړه د مسؤوليت پېټی پر اوږو وانخست. ويې ويل، د هغوی په نظر داسې غونډې ښايي د افغانستان دننه جوړې شي. هغوی نوموړې غونډې ته اجازه نه وه ورکړې.
د اسوشيتيد پريس په ويناد نوموړي وزارت وياندې، وکتوريا نولاند وويل: «موږ هم په دې اند يو، دا به سمه وي چې که زموږ د کانګرس غړي ټول افغان سياسي مشران په پام کې ونيسي، نه يوه وړه ډله. خو دا د هغوی حق دی، له چا سره يې چې زړه غواړي وګوري.»
د جرمني حکومت په يوې خپرې شوې بيانيې کې وويل، ددې خصوصي غونډې په جوړولو کې يې لاس نه درلود.
د ملي جبهې وياند، فيض الله ذکي د غونډې دفاع وکړه، ويې ويل، هغوی مخالفينو ته اجازه ورکړې چې خپل نظر په نړيواله کچه خپور کړي.
د افغانستان زيات شمېر شنونکي د برلين د غونډې په اړه د حکومت له نظر سره موافق دي.
په پارلمان کې د خپلواکې مفکورې خاوند، رمضان بشردوست، چې د کرزي ملاتړی نه دی، وويل، هغه پر دې موضوع خپه شوی دی. هغه پر امريکايانو باندې د افرادو او اشخاصو «چې لاسونه يې د خلکو په وينو سره دي.» د ننګې او ملاتړ له امله پړه واچوله.
هغه وويل، هغه پر متحده ايالتونو ددې شک لري، چې په پام کې لري، له بېخونده سياسی څېرو څخه «سلاد» جوړ کړي او دا معجون پر افغانانو باندې «په زوره وخوروي.» آن که هغوی ته کانګې هم ورولي.
د واک وېش په هېواد کې له ناندريو څخه ډکه موضوع ګرځيدلې، چې د زياترو په اند به افغانستان د قومونو له مخې پر کوچنيو دولتونو وويشي او د جنګ سالارانو په کنترول کې به وي.
سياسي شنونکي، وحيد مژده د هر هغه پلان په اړه خبرداری ورکړ چې افغانستان ټوټې ټوټې کوي.
هغه وويل: «چېرته چې امريکا لاسوهنه کړې، نو هلته يې بالکاني کېدل پريښي دي.»
د عبدالغفور لېوال په نامه يو بل شنونکي هم د هغه خوځښت په اړه خبرې وکړې چې پايله يې د [هېواد] ټوټه کېدل دي. هغه وويل، په متحده ايالتونو او افغانستان کې داسې افراد شته چې له ياغي ډلو سره د خبرو اترو له امله د خپلو اړوندو حکومتونو له تګلارو څخه ډاريدلي «او د کرزي د حکومت د ډارولو د يوې وسيلې په توګه يې» د پخوانۍ شمالي ټلوالي پر مشرانو ډډه لګولې ده.
د پلازمينې په لارو سړکونو کې افغانانو د برلين د غير رسمي دپلوماسۍ په اړه بېلابېل غبرګونونه څرګند کړل.
د حکيم شهريار په نامه د کابل يوه اوسيدونکي وويل مخالف مشران حق لري، خپلې نظريې څرګندې کړي. هغه غواړي چې د واک مرکزي انحصار لږ شي او زيات واک پارلمان ته ورکړ شي.
د کابل پوهنتون محصل ګل رسول وويل، افغانستان لا له وړاندې ټوټه ټوټه شوی دی. هغه ددې بدمرغي حالت پيل په ۱۹۹۲ کال کې د ډاکټر نجيب الله د دولت له سقوط راوروسته وباله، چې د بېلابېلو وسله والو تنظيمونو ترمنځ د کورنۍ ويجاړوونکې جګړې لامل شو.
هغه وويل، آن همدا اوس سيمه ييز مشران زيات خپلواکي دي.
رسول وپوښتل: «آيا د بلخ والي، عطا محمد نور خپلواک حکومت نه لري؟ دا جوته ده چې هغه د کرزي د حکومت تابع نه دی. آيا دا فدراليزم نه دی؟»
عطا محمد نور د برلين په غونډې کې ګډون ونه کړ، ويل يې د هغې له اجندا سره موافق نه دی. همداسې عبدالله عبدالله درواخله، چې د مسعود په څېر د هماغه شمالي ټلوالې سړی و. د عبدالله د تغير او اميد دايتلاف وياند، سيد حسين فاضل سانچارکي وويل، د هغوی ډله په افغانستان کې د فدرالي نظام مخالفه ده.


