Special Report

افغانستان زيار باسي چې په ستونزمنې مخينې (تاريخ) باندې پرده وغوړوي

د افغانستان په شمال کې د جنګي جنايتونو شواهد مخ په ورکېدو دي، ځکه د رپوټونو له مخې جنايتکارن غواړي له ډله ييزو قبرونو څخه (د مړو) هډوکي راوباسي او پاک يې کړي.

. په لومړي نظر په کې د شګو له غونډيو پرته هيڅ نه تر سترګو کيږي، چې توند باد يې له يوځاى څخه بل ځاى ته ليږدوي.

د وچې ځمکې لاندې د افغانستان د اوسنۍ جګړې د زرګونو قربانيانو هډوکي پراته دي. جوپې، جوپې بنديان په دې دښتې کې ښخ شوي وو.

د بشري حقونو فعالين وايي ددې اعمالو مرتکبين زيار باسي د خپلو جنايتونو شواهد د ډله ييزو قبرونو په ليرې کولو پاک کړي، چې لا تر اوسه د ليلې په دښته کې پراته دي. هغوى (فعالين) له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ددې ځايونو د ساتلو لپاره ګامونه پورته کړي، تر څو يو وخت مسؤول کسان عدالت ته راکښل شي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون (AIHRC) وياند، محمد نادر نادري وويل: ((په مزارشريف کې زموږ ملګرو پته لګولې، چې قبرونه ړنګ شوي او مازې د ګوتو په شمېر هډوکي پاتې دي. له بشري حقونو څخه د سرغړونې د شواهدو له منځه وړل يوه ستره ستونزه ده.))

هغه زياته کړه، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون (AIHRC) يو شمېر ويديو کسيټونه تر لاسه کړي او داسې وسله وال ښيي، چې د افغانستان په شمال د جوزجان په ولايت کې له ډله ييزو قبرونو څخه د مړو هډوکي اوپاتې شوني راباسي.

دحکومت تر ملاتړ لاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون (AIHRC) د هغو ډلو په سر کې ځاى لري،چې غواړي د خپلو اعمالو د ځواب ورکولو لپاره جنګي جنايتکاران محکمې ته راکښل شي.

نوموړي کميسون (AIHRC) ((په ٢٠٠٥ کال کې د عدالت غوښتنې)) په ګډون يو شمېر رپوټونه خپاره کړي، ترڅود نوي يمو کلونو په پيل کې د افغانستان د خورا بېرحمه کورګډې کورنۍ او همدارنګه ورپسې د طالبانو او شمالي ټلوالې جګړو د قربانيانو غږ واورولاى شي.

د نادري په وينا د جنګي جنايتونو د استناد په اړه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون هلې ځلې د قبرونو په ړنګولو تراغېز لاندې راغلي دي.

زياتره قبرونه د شبرغان سهيل ته په جوزجان ولايت کې پراته دي. دا سيمه د زورځواکي،جنرال عبدالرشيد دوستم تر ولکې لاندې ده، چې د جګړې په کلونو کې په څو جبهو کې جنګېدلى دى. د هغه نوم په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د اسيرانو له وژلو سره تړلى دى. هغه مهال د هغه تر قوماندې لاندې ځواکونه د امريکا د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې ايتلاف سره ملګري شوي و. ددې ترڅنګ نور ډله ييز قبرونه هم شته، چې د نورو ځواکونو له خوا تر هغې دمخه په ډله ييز ډول وژل شوي وو.

دا لا څرګنده نه ده، چې تر پوښتنې لاندې قبرونه کوم مهال ته رسيږي. اوس په ټاکلي ډله ييزو وژنو باندې د ټولو تورنو جنګېدونکو ملېشو استازي د ډله ييزو وژنو پړه يو پر بل اچوي او د هغې ترڅنګ هڅه کوي، چې د هغوى شواهد له منځه يوسي.

د AIHRC چارواکو دا ونه ويل، چې د ډله ييزو قبرونو د ړنګولو تر شا د چا لاس دى. يوازې دا وايي، ښايي هغوى هغه څوک وي، چې د څېړنو او پلټنو له پايلو څخه ډارېدلي وو.

د جوزجان د والي مرستيال او د دوستم د پوځونو پخواني جګړن، فقير محمد جوزجاني آى ډبليو پي آر ته وويل، زياتره قبرونه په ٢٠٠٣ او ٢٠٠٤ کلونو کې هغه مهال ړنګ شوي، چې د بشري حقونو نړيوالو موسسو عدالت ته د افغانستان د جنګي جنايتکارانو د راکښلو غږ پيل کړ.

زرګونه طالبان وژل شوي وو

جوزجانى د دوستم د لويو قوماندانانو په ډلې کې و، خو د طالبانو له سقوط وروسته له دوستم څخه واوښت. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل، ډله ييز قبرونه درې عمده وختونو ته رسيږي. لومړۍ هغه يې په ١٩٩٧ کال کې و، کله چې ځايي قوماندانانو لومړى په مزار شريف کې د طالبانو هرکلى او بيا يې هغوى له تېغه تېر کړل. دويم ځل د طالبانو له خوا چې په ١٩٩٨ کال کې يې جوزجان او د شمال ډېرې سيمې بېرته ونيولې او وروستنى هغه يې په ٢٠٠١ کال کې د دوستم له خوا د طالبانو تر رانسکورېدو وروسته.

دا درې واړه پړاوونه د تاوتريخوالي او جګړو نوم لري. د رپوټونو له مخې د عبدالما لک تر لاس لاندې ځواکونو او د هغه متحدينو په ١٩٩٧ کال کې له مزار شريف څخه د طالبانو د شړلو پر مهال سلګونه طالبان ووژل. طالبانو يو کال وروسته شمال ته د بېرته ستنيدو پر مهال له ولسي خلکو څخه هماغسې غچ واخيست.

په پاى کې د دوستم سرتېرو د ادعا له مخې په ٢٠٠١ کال کې بېشمېره طالب اسيران ووژل.

جوزجاني وويل: ((کله چې جنرال ملک په شمال کې له طالبانو سره جګړه کوله، نو زيات شمېر يې ووژل. د ملک له تېښتې وروسته طالبانو (په ١٩٩٨کې) يو شمېر خلک ووژل او د ليلې په دښته کې يې ښخ کړل. بيا د طالبانو د رژيم له نسکورېدو وروسته دوستم شمال ته راستون شو او ٤٠٠٠ – ٥٠٠٠ طالب اسيران يې له کندوزڅخه ولېږدول. ددې اسيرانو يو شمېر په کانتينرونو کې مړه او دليلې په دښته کې ښخ شول.))

جوزجاني وويل هغه د لومړنۍ او دويمې ډله ييزې وژنې د شمېر په اړه معلومات نه لري، خو ويې ويل د دوستم پلويانو د طالبانو له دوو زرو تنو څخه زيات اسيران په ډله ييزو قبرونو کې ښخ کړي دي.

د طالبانو د ادعا له مخې په ٢٠٠١ کال کې د وژل شوو شمېر ډېر زيات دى. د ذبيح الله مجاهد په نوم دطالبانو يو وياند آى ډبليو پي آر ته وويل چې له تسليمۍ وروسته د وژل شوي شووي طالبانو شمېره ٣٨٠٠ ته رسيږي.

هغه وويل په کندوز کې د طالبانو ترتسليمېدو وروسته ((يو شمېر په امريکايي هوايي بمباريو کې شهيدان شول، په داسې حال کې چې يو شمېر نور دوستم ته تسليم شول. دې وعده خلاف سړي هم مجاهدين ووژل.))

د مجاهد په وينا دا ډېره وحشي وژنه وه: ((هغوى په تړل شوو فلزي کانتينرونو کې واچول شول، چې د هوا د ننوتلو کومه دريمڅه يي نه لرله. يو شمېر مړه شول او نور ليلې دښتې ته يوړل شول او هلته د شپې ووژل شول.))

په شمال کې د شمس الحق ناصري په نامه د طالبانو يو پخواني قوماندان آى ډبليو پي آر ته وويل په ٢٠٠١ کال اته زره سړي دوستم ته تسليم شول. ناصري دغه مهال د دوستم او په کندوز کې د ملا فاضل تر مشرۍ لاندې طالب جنګياليو منځګړى و، چې د دوستم ملېشو ته تسليم شوى و.

هغه وويل: ((زموږ له منځګړتوب وروسته د دوستم او امريکايانو تر منځ يو تړون لاسليک شو. (د تړون له مخې) افغاني طالبانو خپلې وسلې په ځمکه کېښودې او د فراه ولايت له لارې به کندهار ته استول کېدل. بهرني طالبان، لکه پاکستاني، چيچنايي، عرب او القاعده به ملګرو ملتونه سپارل کيدل.))

د ناصري په وينا د ملا فاضل تر قوماندې لاندې ١٢ زره طالبان وو. په دې کې څلور زره تنه يې ځايي جنګيالي وو. هغوى په کندوز کې پاتې شول. پاتې اته زره دوستم ته وسپارل شول، چې بايد مزارشريف ته يې انتقال کړي.

هغه زياته کړه: ((د درې زرو تنو په شاوخوا کې سړيو د امنيت ضمانت شوى و. هغوى بايد سهيل ته د ميمنې (فارياب ولايت مرکز) او هرات له لارې خپلو کورونو ته تللى واى.)) اته زره تنه د مزارشريف په قلعه زيني کې ددوستم مرکز ته يوړل شول.

ناصري وويل: ((قلعه زيني ته له رسېدو سره سم د هغوى لاسونو ته زولنې ورواچول شوې، په کانتينرونو کې واچول شول او شبرغان ته وخوځول شول.د هغوى د زيات شمېر سا په لاره کې بنده شوه.))

ناصري د وژل شوو طالبانو کره شمېره ونه شوه ښودلاى. خو د سره صليب د نړيوالې کميټې (آى سي آر سي) چارواکو، چې د اسيرانو د پلټنې دنده يې درلوده، وويل، يوازې ٤٦٠٠ تنه اسيران شبرغان ته يوړل شول.

دعلي احمد په نامه يو شخص چې آى سي آر سي ته يې په شمال کې کار کاوه، ٤٠ ورځې د شبرغان په جېل کې پاتې شوى و.

هغه وويل: ((کله چې شبرغان ته لاړو، ومو ليدل چې بنديانو ته خواړه نه و ورکړل شوي. هغوى د ونو پاڼې خوړې. د دوو زرو تنو په شاوخوا کې له خوارځواکۍ څخه کړېدل.))

هغه زياته کړه، اى سي آر سي د بنديانو په تغذيي او درملو باندې پيل وکړه.

مجاهد ګوته وڅنډله، طالبان پخه حافظه لري، د قبرونو پاکول څه مرسته نشي کولاى. هغه وويل: ((دا جنايتکاران د هغه چا د غچ اخيستلو تنده نشي ماتولاى چې د کورنۍ غړي لري. ښايي هغوى د امريکايي بشري حقونو له موسسو څخه د تېښتې فکر ولري، خو هيڅکله به ونه کړاى شي د قربانيانو د کورنيو له غچ څخه وتښتي.))

د القاعدې غړي د مزارشريف سهيل لوري ته ښخ شوي دي.

ډله ييز قبرونه يوازې په شبرغان پورې محدود نه دي. د مزارشريف سهيل لوري ته په قبرونو کې په سلګونه جسدونه موندل شوي دي او د چارواکو په وينا داسې نور ډېر هم شته.

د ٢٠٠٨ کال په اوړي کې پوليسو د بلخ په ولايت کې يو شخص بندي کړ، چې د مزارشيف سهيل ته د شهيدانو په دښته کې يي د کور جوړولو تاداو (بنسټ) کيندلو. هغه سړي د جسدونو د ليرې کولو هڅه کړې وه، خو ګاونډي يې پوليسو ته رپوټ ورکړ.

د بلخ د پوليپسو چارواکو د جسدونو د پېژندګلو په اړه تبصره ونه کړه، ويل يې د هغوى څېړنه دوام لري.

د آى سي آر سي کارکوونکي، علي احمد وويل د مزار شريف سهيل ته ډېر ډله ييز قبرونه شته. په يو شمېر کې يي سل يا له هغو زيات جسدونه پراته دي، چې په ٢٠٠١ کال کې د متحده ايالتونو په هوايي بمباريو کې وژل شوي دي.

د طالبانو منځګړي، شمس الحق ناصري وويل، د هغه د معلوماتو له مخې چې د مزار شريف په سهيل کې ښخ شوي دي، د القاعدې جنګيالي دي.

هغه وويل: ((د تخار په ولايت کې د القاعده ٢٥٠٠ جنګيالي وو. هغوى د ملا فاضل تر قوماندې لاندې نه وو. د تړون د لاسليک پرمهال هغوى د جګړې لومړۍ کرښه پرېښوده او خواره واره شول. ملا فاضل د هغوى زياتره له ځان سره مزار ته يوړل.))

د القاعدې جنګيالي ملګرو ملتونو ته ونه سپارل شول، چې د هغه د منځګړتوب له تړون څخه څرګنده سرغړونه وه. پرځاى يې د هغوى زياتره د مزارشريف په بل ځاى، قلعه جنګي کې بنديان کړل.

هلته د ٢٠٠١ کال په نومبر کې د يو پاڅون په پايلې کې له ٥٠٠ څخه ډېر بنديان ووژل شول.

ناصري په دوام وويل: ((په قلعه جنګي کې له وسله تون څخه د القاعدې يو غړي يو لاسي بم واخيست او د دوستم په ګومان يې پر يو قوماندان بريد وکړ. نښته پيل شوه او ټول ووژل شول.))

علي احمد دا پېښه تاييد کړه.

هغه وويل: ((کله چې جګړه ودرېده، د قلعه جنګي څېرمه کورونه او کوڅې له مړو ډکې وې. موږ کارګران وګومارل، په ټراکتورونو کې مو بار کړل او د شهيدانو دښتې ته مو يوړل. موږ يو عکاس هم وګومارلو، چې د هر مړي عکس واخلي، ترڅو کورنيو ته يې د مرګ په اړه معلومات ورکړاى شي.))

د علي احمد د وينا له مخې ښاروالۍ قبرونه وکنل او په هر قبر کې يې سل، سل تنه ښخ کړل.

هغه کره شمېره ونه ښوداى شوه، خو ويې ويل چې دې کار لس ورځې ونيوې. له دوو لاريو او يو تراکتور څخه يې د هغوى د لېږدونې لپاره واخيست، ترڅو وکړاى شي ټول مړي له ښار څخه بهر وباسي.

((موږ يوازې له قلعه جنګي څخه له ٥٠٠ څخه زيات مړي ولېږدول.، کارګرانو مړي په لاريو کې د خښتو په څېر بارول.))

د قبرونو سيمه ساتلو ته اړتيا لري

د امنيت ولايتي چارواکي د ليلې په دښته کې د قبرونو د ړنګولو او يا پاکولو له کار څخه انکار کوي، خو د هغه ځايونو د ساتلو لپاره ډېرې مرستې او منابعو ته اړتيا ويني.

د جوزجان د امنيې قوماندان، جنرال محمد خليل امين زاده آى ډبليو پي آر ته وويل، چې د قبرونو شاوخوا ته ناقانونه کيندنې شوې نه دي.

هغه وويل: ((هغه مهال چې رسنيو د يو شمېر قبرونو د پاکولو خبر ورکړ، موږ د کورنيو چارو د استازې په ګډون يو پلاوى ته دنده ورکړه، چې سيمې ته لاړ شي او هغه وپلټي. هغوى ته څرګنده شوه، چې جسدونه لا هلته پراته وو. موږ درې ځايونه وپلټل. داسې کومه نښه نښانه نه وه، چې ګوندې هغه ځايونه دې کنل شوي وي. ښايي بادونو د هغوى له مخونو څخه شګې وړې وي.))

امين زاده له هغو درې ځايونو پرته، چې پلټل شوي وو، پر نورو ځايونو تبصره ونه کړه، ويې ويل، پوليس نشي کولاى چې د ليلې ټوله دښته کنترول کړي.

هغه وويل: ((تاسو لاړ شئ او وګورئ چې هغه څومره پراخه ده. بيا زموږ د پوليسو لږ شمېر ته وګورئ. چېرته بايد لومړى لاړ شو؟ که هغه موسسې موږ ته پيسې او سړي راکړي، چې ددې زړو قبرونو په اړه يې نارې سورې پيل کړي دي، نو ددې ځايونو امنيت ټينګولاى شو.))

د جنبش ملي اسلامي چارواکي هم د وژنو او هم د مړو د قبرونو د ړنګولو مسؤوليت په غاړه نه اخلي، چې د جوزجان ټول ولايت کنترولوي او د دوستم او د هغه د سړو تر حکم لاندې ده. هغوى ادعا کوي، چې دا تورونه د هغوى په وړاندې د سياسي کمپاين يوه برخه ده.

په جوزجان کې د ګوند مشر، کينجه کارګر وويل: ((دا د جنبش ګناه نه ده. جنرال دوستم د طالبانو اسيران بېرته خپلو ولايتونو ته واستول او د هغوى ميلمه پالنه يې وکړه. هغوى ته يې بوټان او جامې ورکړې. دا د جنبش او جنرال دوستم په وړاندې يوه توطئه ده.))

هغه وويل، دا خلک نورو وژلي چې اوس يې مړي دلته پراته دي. ((ښايي [قبرونه] هغه چا ايستلي وي، چې په دغو وختونو کې په واک کې وو. ښايي دا کار د جنرال ملک په وخت کې شوى وي. يا پخپله طالبانو دا کار کړى وي.))

کارګر له دې هم انکار وکړ، چې ګوندې جنبش د قبرونو د ځايونو په ړنګولو کوم رول لوبولاى وي.

هغه وويل: ((هغه چا چې دا کار کړى وي، غواړي په خپلو جنايتونو باندې پرده وغوړوي. دا کار جنبش نه دى کړى. په هغوى باندې ناسم تورونه پورې شوي دي.))

طالبان او جنرال ملک هم له دې کار څخه انکار کوي، چې ګوندې د هغوى ځواکونودې ډله ييزه وژنه کړي وي او يا دې قبرونه پاک کړي وي.

د طالبانو وياند مجاهد وويل: ((موږ داسې کار هيڅکله نه دى کړى.))

ملک، چې اوس د ازادى د ګوند مشري کوي، د قبرونو شتون تاييدوي او پرې خواشينې څرګندوي، خو پړه يې نېغ په نېغه په دوستم اچوي. هغه وويل، دا د هغه مهال کارونه دي، چې هغه سياسي کنترول درلود.

هغه وويل: ((د نړيوالې ټولنې څېړنه په ړندو سترګو تر سره شوې نه وه. هغوى ددې وسه لرله، چې له واقعيت څخه پرده پورته او ځان پوه کړي. ټوله نړۍ وايي، چې دا قبرونه له ٢٠٠١ کال څخه راپه دې خوا منځ ته راغلي. [له دې امله] دا زما کار نه دى. دا شخصي تورونه واقعيت نه لري. هغه معلومات سم دي،چې له ملي او نړيوالو رسنيو، متحده ايالتونو، نړيوالې ټولنې او د بشري حقونو له ډلو څخه زموږ لاس ته راغلي دي.))

افغانان عدالت غواړي

يو شمېر څېړونکي باور لري عدالت ته د جنګي جنايتکارانو د راکښلو په اړه د يو شمېر بشري حقونو د ډلو غوښتنه ښايي منفي اغيز ولري.

په کابل کې د بشري حقونو يو ماهر آى ډبليو پي آر ته وويل چې په جنګي جنايتونو باندې زياترو تورنو اشخاصو د شواهدو د له منځه وړلو لپاره ګامونه اخيستي دي.

هغه وويل: ((د لست اعلانول هغوى ته د اخطار يو سيګنال و. هغوى ته وويل شول، چې ښايي تر (پوښتنې) لاندې ونيول شي. دا اشخاص په واک کې دي او عدالت ته د هغوى راکښل ناشونى کار دى.))

هغه وويل په عين حال کې د ليلې په دښتې کې د قبرونو ځايونه بايد وساتل شي.

هغه وويل: ((که دا ډله ييز قبرونه ړنګ شي، خلک به داسې وانګيري هغه څوک ددې ړنګونې تر شا دي، چې دا جنايت يې تر سره کړى دى. له دې امله دا قبرونه بايد وساتل شي او هغه چا، چې دا قبرونه يې ړنګ کړي دي تر پوښتنې لاندې ونيول شي او د خپلو کړنو ځواب ورکړي.))

په عين وخت کې افغانان يوازې عدالت غواړي.

د محمد امين په نامه د جوزجان ولايت يو اوسېدونکي د جګړې په پېر کې د خپلې کورنۍ کوم غړى له لاسه نه دى ورکړى، خو بيا هم وايي، هغه غواړي مسؤول کسان بايد د خپلو کړنو په سزا ورسول شي.

هغه وويل: ((نه يوازې هغه اشخاص، چې ډېر خلک يې وژلي دي، عدالت ته راکښل شي، بلکې هغه چا، چې يو فرد يې وژلى وي، بايد تر پوښتنې لاندې ونيول شي اومحکمې ته راکښل شي. که اوس خپله سزا ونه ګوري، نو د هرچا، چې څنګه زړه غواړي، هغسې به کوي. ځکه هغوى به وانګيري، چې څوک ورسره حساب کتاب نه کوي.))

نوموړي زياته کړه: ((که عدالت تامين نه شي، نو موږ هر يو به يوه ورځ په کوم ډله ييز قبر کې پراته يو.))