قصابان د خلکو روغتيا ته زيان رسوي

د مناسبو مقرراتو د نشتوالي له امله قصابان په ناسم ډول څاروي حلالوي او په ناروغۍ ککړه غوښه پلوري

قصابان د خلکو روغتيا ته زيان رسوي

د مناسبو مقرراتو د نشتوالي له امله قصابان په ناسم ډول څاروي حلالوي او په ناروغۍ ککړه غوښه پلوري

په ننگرها ر ولايت کې د هجرت الله اختيار ليکنه

د جلال آباد د ښار اوسيدونکي شکايت کوي چې قصابان په عامه ځايونو کې د څارويو په حلالو او حفظ الصحوي بنسټيزو معيارونو ته په نه پام د خلکو روغتيا ته زيان رسوي. 

جلال آباد، چې د ننگرهار ولايت مرکز او لوی ښار دی، د څارويو د حلالولو ځای (مسلخ) لري، خو د ٣٥٠ قصابانو په ليکه کې يوازې يو څو تنه هغه کاروي. نور خپل څاروي په خپلو ځايونو او يا د عامه خلکو د تگ راتگ په لارو، ويالو او يا بهسود سيند ته څېرمه حلالوي.

د جلال آباد ښار اوسيدونکي منصور وويل، قصابان خپل څاروي د هغه له کور څخه د ٣٠٠ متره لرې ويالې په غاړو کې په ازاده هوا کې حلالوي چې له پاتې شونو څخه يې ډېر بد بوی راپورته کيږي.  

هغه وويل: "کله چې له هغه لوري څخه باد را الوځي، آن په خپلو کورونو کې اړ کيږو خپلې پوزې په دستمالونو پټې کړو."هغه وويل، د چم او گاونډ اوسيدونکو څو څو ځلې د ښاروالۍ چارواکو ته شکايتونه وکړه، خو پايله يې ورنه کړه.

منصور وويل، په عام محضر کى حلالول  رواني اغېز هم لري.

هغه وويل: "زما کوچنی ورور، چې له هغې لارې ښوونځي ته تله، څو پرله پسې شپې له خوبه پاڅېده او چيغې يې وهلې چې يو څوک چاکو په لاس ورپسې راځي. وروسته مو له هغه ښوونځي څخه بل ته بدل کړ. د دې هېواد خلک د هيڅ شي پروا نه لري. هرڅوک ځان من بولي."

د ځايي قصابانو د ټولنې مشر، حفيظ الله سرخرودي دا خبره ونه منله چې گوندې د ښار قصابان دې په دې کار کې ښکېل وي.

هغه وويل: "د جلال آباد د ښار قصابان له مسلخ پرته په نورو ځايونو کې څاروي نه حلالوي. دا هغه خلک دي چې له ښار څخه بهر دي او مسلخ ته نشي رسېدای. موږ نشو کولای د ښار په هره گوښه کې يو مسلخ جوړ کړو."

د ښار يو قصاب وويل، انډيولان يې مسلخ نه کاروي، ځکه هغه مناسب ځای نه دی.

نوموړي قصاب، چې ويې غوښتل ونه نومول شي، وويل: "لومړی، په ودانۍ کې د ښار ټولو قصابانو ته د څارويو د حلالولو لپاره ځای نشته. د هغې تر څنگ په مسلخ کې برښنا او د سړولو خونه نشته. له دې امله قصابان هلته نه ځي."

د څپليار د هډې په سيمه کې د سيف الرحمن په نامه يوه قصاب وويل، زياتره قصابي د گڼې گوڼې له ساعتونو وروسته د قصابانو په هماغه خپلو هټيو کې کيږي.

هغه ويل: "موږ خپل څاروي د شپې له خوا يا سهار دوخته په خپلو هټيو کې دننه د تړلو دروازو ترشا حلالوو، چې خلک يې ونه گوري. خو يو شمېر قصابان يې د خپلو هټيو په مخ کې د خلکو په وړاندې حلالوي، چې دا ناسم کار دی."

ځايي شورا وايي بايد توليد سم وي او غوښه په ښه ډول په ښار کې وپلورل شي، خو دا يو ستونزمن کار دی.

د ښاروالۍ د مالي چارو امر، موسی خان عرب دامني چې زياتره څاروي د شپې له خوا د قصابۍ په هټيو کې حلاليږي.

نوموړي په دوام وويل: "يو شمېر قصابان د هډې د فارم د ويالې په غاړو کې خپل څاروي حلالوي. موږ نه پوهيږو څه چاره يې وکړو."

هغه زياته کړه، سره له دې چې په اوونۍ کې يې درې ځله د قصابانو د هټيو پلټنه کړې او سرغړوونکي يې نغدي جريمه کړي، خو هغومره اغېز يې نه دی کړی.

هغه وويل: "آن يو شمېر قصابان مې څارنوالۍ ته معرفي کړي، خو په افغانستان کې د تړاوونو او لاسوهنې له امله خلک له قانون څخه پورته دي."

دا کار د خلکو پر روغتيا سربېره چاپېريال ته هم خورا زيان رسوي. 

د ننگرهار اوسيدونکي، هارون مومند وويل، قصابان کله ناکله له کلو او بانډو څخه ناروغ څاروي په تېټه بيه اخلي.

هغه وويل: "ما داسې څاروي ليدلي چې ناروغۍ مړه کړي او حلال شوي نه وو. له مردارېدو وروسته يې خاوند ترې اورمېږ پرې کړی چې حلال ښکاره شي او قصابانو په ارزانه بيه اخيستي او ښار ته يې وړي دي. زه پوهيږم که کوم څاروی په ناروغۍ مړ شي، ميکروب يې خلک هم وژلای شي."

قصابان د څارويو تنې د هټۍ مخې ته ځړوي، له دې امله خاورې دوړې او د موټرو لوگي په مستقيم ډول پر غوښه کيني. يو شمېر قصابان غوښه پر نري پلاستيک پوښوي، خو په دې کار غوښه بوی کوي او  خرابيږي.

زياتره قصابان  د سړولو بکسونه نه لري، له دې امله زړې غوښې له تازه غوښو سره يوځای پلوري.   

د اوړي په مياشتو کې ځوړندې شوې غوښې په مچانو پټې وي. يو شمېر قصابان د مچانو د مخنيوي لپاره جالۍ کاروي، خو نور بيا د مچانو د وژلو لپاره پر غوښو سپرې شيندي.

د ننگرهار يوه ليکوال، ذبيح الله رحيمزي وويل: "يوه ورځ د قصابانو د هټيو مخې ته تېريدم، يو قصاب مې وليد چې په غوښه يې د مچانو وژونکې درمل شيندل. ما ترې وپوښتل، څه کوې؟ هغه وويل، د مچانو د وژلو درمل دي. ما ورته وويل، دا بوی کوي او انسانانو ته زيان رسوي، خو هغه وموسکېد او ويې ويل، نه بوی کوي او نه زيان رسوي. له هغه ورځې راهيسې مې غوښه نه ده خوړلې."

د چرگانو د پلورونکو د حفظ الصحې نه مراعتول، چې د سړکونو پر غاړو يې پلوري، هم تر نيوکو لاندې دي.

پېرېدونکي په پنجرې کې يو چرگ خوښوي. هټيوال يې وروسته له پنجرې راباسي او پر هماغه ځای حلالوي. پوستکی يې ځای په ځای وباسي او پاتې شونې يې هملته اچوي.

د رحمت الله په نامه د ژورناليزم يو محصل په هغه لاره تگ راتگ نه کوي چې چرگان پکې پلورل کيږي. 

هغه وويل: "لومړی مې د چرگانو د پاتې شونو او وينو د بوی له امله زړه هسکيږي. د هغې تر څنگ دا سخت زړي د لارويانو په وړاندې چرگان حلالوي، چې زياتره يې د دې صحنې ليدل بدې ايسي. دا ظالمان د چرگانو په حلالولو پسې سمدستي، په داسې حال کې چې هغه لا ژوندي وي، د هغوی پوستکی وباسي او پښې ترې پرې کوي."

د مالي چارو کارکوونکي، عرب وويل، ډېر ژر به دې کار ته د پای ټکی کيږدي.

هغه وويل: "ما د چرگانو پلورونکو ته درې ورځې وخت ورکړی. خپل کار ټاکل شوي مارکيټ ته ولېږدوي او نور د ښار په بېلابېلو برخو کې کاروبار ونه کړي."

د درملنې ماهران وايي، د بېنظمه غوښو پلورل زياتره روغتيا ته زيان رسوي.

د ننگرهار پوهنتون د طب د پوهنځي استاد، ايمل شېرزي وويل، له څارويو له حلالولو نيولې بيا د غوښو تر پلورولو پورې ټول بهير زيان رسوونکی دی.

هغه وويل: "پارازيتونه، تنفسي او هضمي ناروغۍ له ککړ او غير صحي چاپېريال څخه رامنځته کيږي. زياتره خلک، په تېره بيا ماشومان، زموږ په هېواد کې په دې ناروغيو مري."

هغه پر قصابانو غږ وکړ چې څاروي په سم ډول حلال کړي او غوښه په صحي شرايطو کې وساتي او ويې ويل: "هغوی بايد نور د خلکو پر ژوند جواري ونه کړي.

هجرت الله اختيار په ننگرهار کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.

Afghanistan
Environment
Frontline Updates
Support local journalists