د ځوانانو مناظره: پر ځوانانو پانگونه اړينه ده

د ځوانانو مناظره: پر ځوانانو پانگونه اړينه ده

 

په افغانستان کې د محمد عادل ليکنه

د افغانستان په سويل ختيځ ولايت، خوست کې د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې واورېدل شول، د افغانستان ځوانانو ته بايد د يوه داسې بنسټ په سترگه وکتل شي چې يو پياوړی او د ښو زده کړو خاوند ولس پرې ودانېدای شي.  

د حقوقو اوسياسي علومو د پوهنځي استاد، امير بهیر وويل، هېواد يوازې هغه مهال د پرمختگ تمه لرلای شي چې زده کړې ته د لاسرسي او ښو کاري فرصتونو د چمتو کولو له لارې پر ځوانانو پانگونه وشي.

هغه په نور البصر خصوصي عالي ليسې کې د جون د پنځمې نېټې په جوړې شوې غوڼدې کې محصلانو ته وويل، د ولسمشر حامدکرزي ځايناستی بايد له پنځه ويشتو کلونو څخه د ټيټ عمر خاوندانو ته لومړيتوب ورکړي. 

هغه وويل، دمگړۍ ځوانان لازمه روزنه او هڅونه نه لري چې د هېواد په اقتصادې ډگر کې د گډون او بدلون راوستلو لپاره ورته اړتيا ليدل کيږي. 

بهير وويل: "که د راتلونکي ولسمشر موخه يوازې دا وي چې واک ته ورسيږي او هلته پاتې شي، نو دا به د ولس لويه بدمرغي وي. ځوانانو ته په کار ده چې د هر يوه نوماند تگلاره ولولي او بشپړ ډاډ تر لاسه کړي چې کوم يو د رايې اخيستلو وړتيا لري."

د مدني ټولنې يو فعال او سياسي شنونکي، يوسف انتظار هم د ځوانانو په استازيتوب وينا واوروله. هغه پر محصلانو غږ وکړ چې د جون د ١٤ نېټې د دويم پړاو د ټاکنو ملاتړ وکړي او له نوي حکومت څخه يې وغوښتل، د هغوی اړتياوې په بشپړ ډول په پام کې ونيسي.

نوموړي د مناظرې گډونوالو ته وويل: "ځوانان د ټولنې ستر پوړکی جوړوي. خو نن يې ډېری برخه په نشه يي توکو او نورو ناروا فعاليتونو کې ښکېل دي. د مافيا کړۍ د هغوی له بېوزلتوب څخه ناوړه گټه اخلي. که موږ هغوی ته ښه زمينه چمتو نه کړو، نو وبه نشو کړای يوه رغنده ټولنه جوړه کړو."

د غونډي يو برخوال محصل د تگلارو په يو لړ ځانگړو بدلونونو رڼا واچوله چې هغوی د ځوانانو د وړتياوو د لوړولو لپاره احساسوي.

نويدالله، چې د زياترو افغانانو په څېر يو نوم لري، وويل، نوی ولسمشر بايد د تدريس غوره معيارونه تر پام لاندې ونيسي. هغه وويل: "راتلونکی ولسمشر بايد په ټولو ښوونځيو کې مسلکي ښوونکي وگوماري او د زده کوونکو ستونزو ته ځانگړې پاملرنه وکړي." 

د ثناء الله په نامه يو بل زده کوونکي وويل، د قانون واکمنۍ ته بايد لومړيتوب ورکړل شي. هغه وويل: "هغه [د کرزي ځايناستی] بايد قانون پلی او عدالت تامين کړي. د تېرو ١٣ کلونو راهيسې دا نيمگړتيا موجوده ده." 

د محمدابراهيم په نامه درېم زده کوونکي وويل، نوی مشر بايد "هغه افراد بندي کړي چې قومي او سيمه ييز تاوتريخوالي ته لمن وهي."

محمد عادل د خوست پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists