د ځوانانو مناظره: د غزني فعالانو د قوميت پر بنسټ رايې ته "نه" وويل

د ځوانانو مناظره: د غزني فعالانو د قوميت پر بنسټ رايې ته "نه" وويل

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د عبادالله عمر ليکنه

د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې واورېدل شول، د افغانستان مېشتو قومونو ته بايد اجاز ورنه کړل شي چې ازادې او عادلانه ټاکنې د قومي سياليو تر سيورې لاندې راولي.

د مدني ټولنې يو فعال، ميسم منتظري په سويلي ښار، غزني کې له ١١٠ څخه د زياتو محصلانو يوې غونډې ته وويل، رايه ورکوونکي بايد قومي تړاوونه د سولې او ثبات لپاره وکاروي. 

نوموړي د مناظرې برخوالو ته وويل: "د ولس يووالی د افغان ټولنې بنسټيزه اړتيا ده. تر هغه چې موږ يوځای کار ونه کړو، نشو کولای قومي خنډونه له مخې لرې کړو."

افغانان به د جون په ١٤ د ولسمشرۍ لپاره د دويم پړاو په ټاکنو کې بيا گډون وکړي چې د هېواد د راتلونکي ولسمشر په اړه پرېکړه وکړي.

دوه تنه سيال نوماندان هر يو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی په ترتيب سره له تاجکو او پښتنو قومونو سره تړاو لري. مخ په زياتېدونکې اندېښنې شته چې قومي توپيرونه به د رايه ورکوونکو په غوراوی کې رول ولوبوي او له ټاکنو وروسته به ټيکاو ته نور خطر هم رامنځته کړي.  

مناظره د جون د مياشتې په اوومه د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ په رياست کې رابلل شوې وه. پر منتظري سربېره په ويناوالو کې د ښځو د حقونو فعالې، خاطرې سلطاني، د بلخ پوهنتون استاد، عباس علي يار او ازاد خبريال، حسين رحيمي گډون کړی وو. په مناظرې کې د غزني پوهنتون د گډون کوونکو محصلانو اته سلنه نجونې وې.

رحيمي د مناظرې برخوالو ته وويل، د هغه په اند رايه ورکوونکي د ولسمشر حامد کرزي له ځايناستي څخه د نورو تر څنگ دوې مهمې غوښتنې لري؛ امنيت او سوله. هغه ادعا وکړه، دواړو نوماندانو ونشو کړای د دې لومړيتوبونو په اړه څرگندونې وکړي.

هغه وويل: "د افغانستان خلک دوې مهمې غوښتنې لري. لومړی، د امنيت تامين او دويم له طالبانو سره د سولې د بهير بريالی پای. د ولسمشرۍ لپاره ولاړ دوه نوماندان، عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د نوموړو مشروع غوښتنو د سرته رسولو وړتيا نه لري."

د مناظرې گډون کوونکې محصلې، زهرا رضايي له ويناوالو وپوښتل، ښځې رايه ورکوونکې بايد له خپل راتلونکي ولسمشر څخه کومې غوښتنې ولري.

منتظري په ځواب کې وويل: "ښځې بايد د جنسيت پر بنسټ د تاوتريخوالي د پای ته رسېدو تمه وکړي. هغوی بايد له ظلم څخه خلاصې وي او له نارينه گانو سره برابر انسانان وگڼل شي."

عبادالله عمر د غزني پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists