د ځوانانو مناظره: افغانستان يو "ناروغ بدن" ته ورته دی

د ځوانانو مناظره: افغانستان يو "ناروغ بدن" ته ورته دی

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د محمد ولي زيرک ليکنه

د افغانستان د سويلي ولايت، هلمند د مدني ټولنې يو وتلي فعال افغانستان له يو ناروغ بدن سره پرتله کړ چې بيړنۍ درملنې ته اړتيا لري.

اغامحمد قريشي وويل، هېواد د سولې او سوکالۍ پر واټ د سمولو لپاره نه ستړي کېدونکې کار او زيار ته اړتيا ليدل کيږي. هغه وويل، د ناروغ ولس درملنې ته يو ځانگړي "ډاکټر"په کار دی.  

قريشي د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې شاوخوا سلو تنو محصلانو ته د وينا پر مهال پر ټولو رايه ورکوونکو غږ وکړ چې د ولسمشرۍ لپاره په دويم پړاو ټاکنو د دوو سيالو نوماندانو تگلارو او سياسي پلاټفورم ته ځانگړی پام وکړي. افغانان دنده لري "داسې يو مشر غوره کړي چې زموږ هيلې سرته ورسوي."  

د آی ډبليو پي آر مناظره د جون د مياشتې په نهمه نېټه په هلمند پوهنتون کې جوړه شوې وه. په ويناوالو کې د نادعلي ولسوالۍ د ځوانانو د چارو مسؤول، شېرخان عمري او سيمه ييزو کارگرو ځوانانو د ټولنې مشر، اجمل داور څخه غوښتنه وشوه چې ووايي، رايه ورکوونکي د نوي ولسمشر کومې وړتياوې په پام کې ونيسي.

داور د مناظرې گډون کوونکو ته وويل، يو څو مهمو ټکو ته پام وکړئ. هغه وويل، د ولسمشر حامدکرزي ځايناستی بايد لوړې زده کړې ولري، ښه مسلمان وي او د ټولو افغانانو د ژوندانه د ښه کولو لپاره اغېزمنې او رښتينې نظريې ولري. هغه وويل، سربېره پر دې يوه ايډيال نوماند بايد د تېرو درېو لسيزو جگړو په بهير کې د هيڅ يو لوري ملاتړ نه وي کړی.

هغه محصلانو ته وويل: "په ولسمشريزو کمپاينونو کې نوماندانو خپل پلاټفورمونه او سياسي تگلارې بيان کړي دي. اوس دا په ولس پورې اړه لري چې وگوري چې پر چا باور لري او څوک د ولسمشر په توگه غوره کوي."

د هلمند پوهنتون د ادبياتو محصل، منير احمد له ويناوالو څخه د هغه خطر په اړه وپوښتل چې کېدای شي قومي تاوتريخوالی رايه ورکوونکو تر اغېز لاندې راولي او افغان ټولنه بې اتفاقه کړي.

د هلمند پوهنتون د محصلانو د ټولنې وياند، توريالي رحماني په ځواب کې وويل، د هغه په اند ښه معياري زده کړه د يووالي د تامين يوازنی رښتينی ځواب دی. نوموړي وويل، ښه او رغنده ښوونه او روزنه د خواخوږۍ او پخلاينې روحيه برلاسه کوي.

محمد ولي زيرک د هلمند  پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists