د ځوانانو مناظره: په هرات کې د دويم پړاو ټاکنو په اړه اندېښنې

د ځوانانو مناظره: په هرات کې د دويم پړاو ټاکنو په اړه اندېښنې

په افغانستان کې د عذرا عزيزي ليکنه

په لويديځ ښار، هرات کې پوهان او فعالان په دې اړه په خپلو کې سره وېشلي چې که د ولسمشرۍټاکنو ته اړتيا پيدا شي، نو آيا افغانستان به د دې وړتيا ولريچېد لومړي پړاو په څېر بريالۍ ټاکنې سرته ورسوي.؟

يو شمېر سياسي شنونکو د طالبانو پسرلنيو بريدونو ته په پام، چې تېره اوونۍ پيل شوې او ستر امنيتي گواښونه به رامنځته کړي، د ټاکنو د سرته رسېدو د مهال په اړه پوښتنه کوي. د دويم پړاو د ټاکنو مهال اوس د جون د مياشتې نيمايي ښوودل شوې.

په هرات کې د می د مياشتې په يوولسمه نېټه د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې په کابل کې د آريانا تلويزيوني شبکې رئيس، فواد احمدي د وينا پر مهال وويل، هغه باوري دی چې په دويم پړاو کې به د رايه ورکوونکو په شمېر کې د پام وړ لږوالی راشي. 

نوموړي د اپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو کې د درغليو د ادعاگانو په اړه رڼا واچوله چې ويل کيږي د حکومت د رڼو ټاکنو د سرته رسولو وړتيا نه لري. هغه وويل، د ټاکنو پر بهير او پر امنيتي تدبيرونو اعتماد برياليتوب ته ډېر اړين دي.

احمدي د مناظرې برخوالو ته وويل: "په لومړي پړاو کې تخنيکي ستونزې، په ځانگړي ډول د رايو د پاڼو کمښت د ډېرو خلکو د نهيلۍ لامل شو. يو شمېر آن خپل د رايو کارتونه وسيځل. په دويم پړاو کې د درغلۍ شونتيا او پر شفافيت د خلکو بې باوري داسې عناصر دي چې د رايه ورکوونکو د شمېر د لږوالي لامل کيږي."

د آی ډبليو پي آر مناظره په هرات پوهنتون کې جوړه شوې وه او د آريانا تلويزيون د فرهنگي برخې مشر، نادر پروانه، د مدني ټولنې فعال، علي فصيحي او د پوهنتون استاد، احمد غني خسروي يې ويناوال وو.

خسروي محصلانو ته وويل، هغه مني چې د دويم پړاو ټاکنو په وړاندې يو لړ ننگونې شته، خو د هغې په اړه يې خپله خوشبيني له لاسه نه ده ورکړې او د تېرې مياشتې په څېر به ډېر خلک پکې گډون وکړي.

هغه د مناظرې گډونکوونکو ته وويل: "موږ د دموکراسۍ په لومړيو پړاوونو کې يو. له دې انکار نشي کېدای چې په دې بهير کې يو لړ ستونزې موجودې دي. د ټاکنو کميسون بايد له ټولو لارو چارو گټه واخلي چې د لومړي پړاو ستونزې يو ځل بيا تکرار نشي."

هغه زياته کړه: "موږ بايد خوشبين واوسو."

فصيحي پر دې ټکې ټينگار وکړ چې افغانانو د ټاکنو د بهير په وړاندې بې شمېره ژمنې کړي. هغه له رسنيو څخه د هغوی د زړورتيا او د کمپاين د رپوټ ورکولو په اړه مننه وکړه او ويې ويل، عادي رايه ورکوونکو د هغوی له خپرونو څخه ډېر زيات معلومات ترلاسه کړل.

هغه يادونه وکړه: "خلک له ټاکنو څخه ډېر څه زده کوي. هغوی معلومات ترلاسه کوي چې ټاکنې دموکراسۍ ته ډېرې اړينې دي او د سياسي سيستم رامنځته کولو ته ډېر اهميت لري چې خلک پرې د قانون د حاکميت له امله باور لري."

د مناظرې په پای کې پروانه محصلانو ته وينا وکړه، ټينگار يې پرې وکړ چې د لومړي پړاو په څېر په بشپړه توگه په دويم پړاو کې گډون وکړي.

هغه وويل: "تاسو ځوانان کولای شئ د څارونکو په توگه د خپل کار د دوام له لارې د ټاکنو شفافيت تتضمين کړئ."

نوموړي زياته کړه، د ټاکنو په لومړي پړاو کې افغانانو "د غچ له ډار پرته خپل د خوښې نوماند"ته رايه ورکړه او همدا کار بايد په دويم پړاو کې تکرار شي.

عذرا عزيزي د هرات پوهنتون محصله او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبرياله ده. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists