د ځوانانو مناظره: په کندوز کې له درغلۍ سره د مبارزې نوي تاکتيکونه

د ځوانانو مناظره: په کندوز کې له درغلۍ سره د مبارزې نوي تاکتيکونه

په افغانستان کې د محمد عيسی آريا ليکنه

د درغلۍ د مخنيوي په اړه نوي تاکتيکونه د اپرېل په درېمه نېټه د افغانستان په شمال کې د آی ډبليو پي آر له خوا په کندوز پوهنتون کې د يوې رابلل شوی مناظرې له سلو تنو څخه زياتو گډون کوونکو ته وروپېژندل شول. 

د ټاکنو د خپلواک کميسون غړي، سيد عارف وويل، د هغه موسسه د رايې ورکولو د هغه صندوقونو د قرنطين واک لري چې يو واحد نوماند ته له سلو څخه د ورکړ شوو رايو څخه زياتې پاڼې ولري. کله چې هغه صندوق په کابل کې د ټاکنو د خپلواک کميسون مرکز ته واستول شو، نو د هغې د محتوا د باطلولو يا نه باطلولو په اړه به هلته پرېکړه وشي. 

هغه وويل: "دا د درغلۍ د مخنيوي يو ښه زيری دی."

عارف هغه تدابير هم بيان کړل چې د ځايي پوليسو د لاسوهنې مخه نيسي چې د مخکنيو رايو د سکڼلو پړه پرې اچول شوې وه.

ولايت په بېلابېلو امنيتي ساحو وېشل شوی؛ افغان ملي پوليس به په لومړي امنيتي کمربند، ملي اردو په په دويم امنيتي کمربند او افغان سيمه ييز پوليس به په درېم امنيتي کمربند کې ځای په ځای وي او په رايو کې به د لاسوهنې وړتيا ونه لري.

عارف وويل: "د درغلۍ د مخنيوي لپاره د زيات شمېر څارونکو موجوديت بل ښه خبر دی."

هغه زياته کړه، د ټاکنو خپلواک کميسون په دې ولايت کې  ٣٥٠٠ تنه موقتي او دايمي کارکوونکي پر کار گومارلي دي او پوليس کولای شي د ولايت د ټولو مرکزونو له ډلې څخه د درېو هغو امنيت ونيسي.

هغه وويل: "له نېکه مرغه، کارونه له ستونزو پرته له پلان سره سم روان دي. زموږ د برياليتوب لامل له امنيتي موسسو، رسنيو او څارونکو سره ښه همهغږي ده."

د کندوز ولايت د پوليسو د قوماندانۍ وياند، سيد سرور حسيني وويل، د ټاکنو له خپلواک کميسون، ملي اردو او ملي پوليسو سره په گډه بشپړ امنيتي تدابير نيول شوي دي. 

هغه وويل: "موږ تر اوسه درې عمده پړاوونه سرته رسولي: د رايو د کارتونو د ثبت د مرکزونو د امنيت ډاډمنول، د ټاکنو د کمپاين او نوماندانو د امنيت تامين او د رايو د ورکولو مرکزونو او ولسواليو ته د ټاکنو د بنسټيزو توکو او رايو ورکولو د صندقونو د لېږد د امنيت."

د کمپيوټر ساينس يو محصل، عنايت الله مبارز يادونه وکړه چې پخوا زورواکانو او قومي مشرانو خلک په زوره اړايستل چې د هغوی د خوښې نوماند ته رايه ورکړي. 

هغه وپوښتل: "ايا د دې ستونزې هوارۍ ته دا ځل کومه لاره په پام کې نيول شوې ده."

حسيني وويل، د افغانستان د ټاکنو د قانون له مخې هيڅوک حق نه لري چې خپل نظر پر بل چا وتپي.  که چا د دې کار هڅه وکړه، نو پوليس به يې ونيسي او له قانون سره سم چلن به ورسره وشي.

هغه وويل: "خلک دې په دې اړه هيڅ نه ډاريږي. ځکه کله چې په صندوق کې رايه اچوي، هيڅوک به هلته حاضر نه وي. هيڅوک به ونه پوهيږي چې رايه ورکوونکي چاته رايه ورکړې."

د پوهنتون يو استاد، انورالحق اميري وپوښتل، ولې د کابل په پرتله په کندوز کې کراري ده.

حسيني وويل، د کابل نفوس ډېر زيات دی او پنځو مليونو تنو ته رسيږي، مخالفين هم هلته بريدونه کوي، ځکه رسنې پرې پراخه تبصرې کوي.

له بلې خوا کابل پاکستان ته نژدې دی او د مختلفو لارو له مخې ورته تگ راتگ اسان دی. برعکس کندوز لرې پروت دی، چې وسله وال مخالفين ورته په اسانه نشي راتلای، لارې يې له نژدې څخه پوليس څاري. له دې امله د کابل په پرتله خوندي دی.

محمد عيسی اريا د کندوز پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists