د ځوانانو مناظره: په کندوز کې د ټاکنو د کميسون د ادعاگانو ناسموالی

د ځوانانو مناظره: په کندوز کې د ټاکنو د کميسون د ادعاگانو ناسموالی

په افغانستان کې د يلدا يوسفزۍ ليکنه

په شمال ختيځ ولايت، کندوز کې د مدني ټولنې ډلو پر رايه ورکوونکو غږ کړی چې د افغانستان د ولسمشر د ټاکلو لپاره په دويم پړاو ټاکنو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د سولې او مدني ټولنې د سيمه ييز دفتر مشر، حبيب الله د آی ډبليوپي آر د يوې مناظرې برخوالو ته وويل، ټاکنو د بدلون يو داسې رښيتنی چانس څرگند کړ چې افغانان به يې هيڅکله هير نه کړي. 

له سلو څخه د زياتو برخوالو يو غونډې ته هغه د خپلې وينا پر مهال ومنله چې د اپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو کې لومړی يو څه ستونزې موجودې وې، خو ويې ويل چې هڅوونکې نښې هم راڅرگندې شوې.

هغه د هېواد په امنيتي ځواکونو غږ وکړ چې د جون د مياشتې ١٤ نېټې ټاکنو ته هوښيار واوسي او د ټاکنو پر خپلواک کميسون يې ټينگار وکړ، چې زيار وکاږي کارکوونکي يې تر بهرني اغېز لاندې رانشي.

لکه د زيات شمېر افغانانو په څېر د يوه نامه کاروونکي، حبيب الله  وويل:"افغانان بايد [په دويم پړاوټاکنو کې] په ډېر شمېر گډون وکړي، ځکه په څه دپاسه دېرشو کلونو کې موږ د کودتا، ايتلافونو او جگړو په څېر ټولې لارې چارې وازماېلې، خو په ټولو کې پاتې راغلو. له ټاکنو پرته بله لاره په وړاندې نه لرو."

د آی ډبليو پي آر مناظره د می په ١٤ نېټه په کندوز پوهنتون کې جوړه شوې وه او د کندوز پوهنتون استاد، محمد نعيم رحيم او د پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې مشر، غلام حيدر حيدر يې ويناوال وو.

رحيم د غونډې گډون کوونکو ته وويل، هغه په دې باور دی چې د ټاکنو خپلواک کميسون د پوره کارکوونکو په گومارلو او روزلو کې پاتې راغلی چې په لومړي پړاو کې د اوو مليونو رايه ورکوونکو افغانانو رايې تنظيم کړي.

رحيم وويل: "يوه ستونزه مو داده چې د ټاکنو کميسون ونه کړای شول په تېرو پنځو کلونو کې مسلکي کارکوونکي وروزي او پر دندو يې وگوماري."هغه زياته کړه، د ټاکنو په برخه کې له نورو هېوادو سره د افغانستان پرتله کول مناسبه خبره نه ده، ځکه دا تر "ستونې په فساد کې ډوب دی."

حبيب الله وويل، د ټاکنو خپلواک کميسون "رښتينې او صادق"کارکوونکي نه لري او دا يې هم ونه کړای شول چې د ټاکنو په ورځ د کندوز ولايت د رايې ورکولو په ٢٥٠ مرکزونو کې کارکوونکي پر کار وگوماري.

حيدر وړاندې وويل، د افغانستان په گوډ گوډ کې د ټاکنو د خپلواک کميسون په زرگونه کارکوونکي د اپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو کې ناقانونه اعمال تر سره کړل  او چارواکو ته يې  په اړه خبر ورکړل شو.

هغه وويل: "د ټاکنو په  کميسون کې زياتره کارکوونکو په يوه لاره يا به لاره د يو ټاکلي نوماند په گټه کار وکړ. درې زره افراد کولای شي د اوو مليونو رايه ورکوونکو خوښه تر پښو لاندې کړي."

يلدا يوسفزۍ د کندوز پوهنتونه محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبرياله ده. 

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists