د مالي مرستې جړه لاپسى زور اخلي
د کابل-کندهار د لويې لارى د جوړيدو له پاره د نقدو پيسونه تر لاسه کول د دى سبب شوي چى واکمن وروستۍ نيټه وټاکي.
د مالي مرستې جړه لاپسى زور اخلي
د کابل-کندهار د لويې لارى د جوړيدو له پاره د نقدو پيسونه تر لاسه کول د دى سبب شوي چى واکمن وروستۍ نيټه وټاکي.
له يوه لوى مرستندوى سره د هيواد د ورانو او ويجاړو سړکونو د بيا جوړولو نه پرمختګ د حکومت زغم نور نو په څرګندى مقابلى بدل کړى.
واکمنو په راتلونکيو شپږو مياشتو کى د ترانسپورت د د وران ويجاړ بنسټيز جوړښت له پاره د څه تر سره کيدو په هکله خبرى کړي، خو تر اوسه پورى يو متر سړک هم نه دى جوړ شوى.
دوو خپلواکه ديپلوماتيکو سرچينو ويلي د جولاى د مياشتى د پنځمى نيټى په غونډه کى د ماليي وزير اشرف غني په کلکه د آسيا پر پراختيايي بانک ADB نيوکى له دى امله کړي چى هغوى د کابل او کندهار تر منځ د نوى لوى لارى د جوړولو له پاره مرسته رد کړى.
په غونډه کى حاضرى يوى سرچينى څرګنده کړى چى غني ورته ويلي : يا دى خپل نظر بدل کړي او يا دى له هيواد څخه ووځي.
د آسيا د پراختيايي بانک وتل چى د اوږدى مودى راهيسته يو پراختيايي، د ډيروپيسو درلودونکى او د نړيوالى ټولنى تر منځ د ښه شهرت درلودونکى بانک دى نو وتل به يي ډير لوى ګام وي. که څه هم حکومت تر فشار لاندى دى چى د شپږو مياشتو د سوله اييزى فضا رښتوني گټى چى خلک يي ليدل غواړي دوى ته ور په برخه کړي.
په لويه جرګه کى د ټاکل کيدو وروسته ولس مشر حامد کرزي وويل : هغو مرستندويو چى د پيسو د ورکولو ژمنه يي کړى، له هغوى سره به زما چلند کلک وي. زه غواړم چى په ځانګړي توګه د دغه هيواد لوى لارى جوړى کړم او زه به د دى له پاره هيڅ ډول بخښنه و نه منم. د تر لاسه شوى مرستى کچ د هغى په پرتله چى ژمنه يي شوى ډير لږ دى.
د آسيا د پراختيا بانک په جړه کى کليدي مسئله دا ده چى مرستى څه ډول او د کومو شرايطو په چوکاټ کى ورکړ شي. د بانک وياند سليم قيوم IWPR ته وويل چى دوى ٢٠٠ مليونه ډالره سږکال له افغانستان سره د مرستى له پاره تخصيص کړي دي. له دغو پيسو څخه ١٥٠ مليونه به يي قرضه وي چى ښايي بيرته ورکړل شي او يا هم نه، او متباقي يي مرسته ده. او د لمړيو تخصيص شويو پيسو ډيره برخه د کابل کندهار لويي لارى د جوړولو له پاره اختصاص ورکړ شوى.
که څه هم حکومت د بياودانولو له پاره د پور د کارونى په اړه سخت دريځ غوره کړى. د جولاى د پنځمى نيټى په غونډه کى يوه ديپلومات د کرزي له خولى ويلي چى د دى له پاره دوه دليلونه دي. لومړى دا چى نړيوالى ټولنى ورسره ژمنه کړى چى د سړکونو د پروژى له پاره چى کومى پيسى ورکول کيږي هغه به بيرته ورځنى نه اخيستل کيږي. او دوهم دا لکه څنګه چى ولس مشر وايي افغانستان په دى موقف کى نه دى چى وکولى شي آن په ٢٠ يا ٣٠ راتلونکيو کلونو کى پور بيرته ورکړي.
د آسيا د پراختيايي بانک مستقيمى مرستى د هغه د لوى مرستندوى يعنى د غربت د کمولو له پاره د جاپان فنډ له خوا ټاکل کيږي، چى له لويي شبکى سره د کليو د سړکونو د نښلولو له پاره د داسى سړکونو د جوړولو له پاره پيسى ورکوي. خو څارونکي وايي چى د اسيا پراختيايي بانک دا اصل په پام کى نه وو نيولى چى د لويو ښارونو سړکونه به هم په دغه لړۍ کى راځي.
د بانک رسمي دريځ دا دى چى دوى کومه جړه نه درلوده. قيوم وويلي چى زه په وار سره دا خبره ردوم چى له حکومت سره عدم توافق موجود وو. موږ خبرى اترى درلودى او ډيرى ښى پر مخ ولاړى او هر څه مو په څرګنده تشريح کړل.
که څه هم د آسيا پراختيايي بانک پر خپل دريځ ولاړ دى چى دوى نه شي کولى د کندهار-کابل لوى لار ته له قرضى پرته پيسى ورکړي، قيوم وويل د جولاى د پنځمى نيټى له غونډى وروسته ، بانک له حکومت سره خبرى اترى پيل کړي چى د کومى بلى لويى لارى له پاره پيسى ورکړي.
هغه وويل، په پاى کى که به موږ د غربت د کمولو له بوديجى څخه يو څه پيسى د جاپانيانو سره د موافقى وروسته د کندهار-سپين بولدک پر سړک ولګوو. دا لوى لار چى جنوب لور ته د پاکستان تر پولى غزيدلى او لويه سوداګريزه لار ده ، په ډير بد حالت کى ده.
د سويډن د نړيوالى پراختيا اداره د کابل-جلال آباد-طورخم د لارى د مطالعى او څيړنى له پاره پيسى ورکوي چى څرنګه په ښه توګه بيا جوړه شي چى دا بله لوى سرحدي لار ده.
يوه آسيايي ديپلومات IWPR ته ويلي د دغه سړک له پاره پر ډيرو وړانديزونو پريکړه نه ده شوى. د يوى طرحى سره سم اروپايي اتحاديه به دغى ټولى پروژى ته پيسى ورکوي، خو نړيوال بانک دغه راز څرګنده کړى چى دا به په دريو برخو ويشل کيږي او د ودانولو دريو جلا ايجنسيو ته به ورکول کيږي.
د سړکونو موضوع حساسه ده ځکه چى د افغانستان حکومت ورته لومړيتوب ورکړى او د بيا جوړونى د نورو پروژو تر منځ يوه ګډه طرح انځوروي چى پکښى د کار امکانات او سروې ګانى شاملى دي تر څو د مغشوشو پيچلتياو هغه تصوير انځور شي چى څومره کار ته اړتيا لري او دا پخپله د دغه هيواد خلکو ته لا پيچلى دى.