د ملي پوليسو د رښتينولۍ په اړه شک او ترديد

نيوکه کوونکي وايي [د پوليسو] ځواک د ځايي تنظيمي ګټو پر شاوخوا څرخي.

د ملي پوليسو د رښتينولۍ په اړه شک او ترديد

نيوکه کوونکي وايي [د پوليسو] ځواک د ځايي تنظيمي ګټو پر شاوخوا څرخي.

Afghan National Police officers search motorists at a vehicle checkpoint as part of security efforts. (Photo: United States Marine Corps)
Afghan National Police officers search motorists at a vehicle checkpoint as part of security efforts. (Photo: United States Marine Corps)

په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر د خبريال، احمد جاوېد رجا ليکنه

له يوې نوې سروې سره سره، چې پر افغان ملي پوليسو د ولس د اعتماد او باور د زياتوالي خبرې کوي، څارونکي ګوته څنډي د نوموړی ځواک رښتينولي تر اوسه ثابته نه ده. دا کار به هغه مهال امنيتي ګواښ رامنځته کړي، چې په ۲۰۱۴ کال کې ناتو پوځونه له افغانستان څخه ووځي. 

نوموړې څېړنه د افغان ټولنيز – اقتصادي او نظريو څيړنيز مرکز، د نظريو د څېړنې او د ملګروملتونو د پراختيايي پروګرام له خوا سرته رسېدلې، وايي يو اتيا سلنه خلک د قانون پلي کوونکو ادارو په پلوي رايه ورکړې، چې د درېو مخکنيو کلونو په پرتله اته سلنه زياتوالی ښيي.  

سيمه ييز څارونکي ګوته څنډي، سره له دې چې ظاهرا د ملي پوليسو دريځ لوړ شوی، خو د هغوی د رښتينولۍ او تړاو په اړه اندېښنې پر خپل ځای پاتې دي.

سياستوال اشرف غني احمدزي، چې اوسمهال  له ناتو څخه افغان سرتېرو ته د امنيت د سپارلو د همغږۍ د کميسون مشري کوي، وويل د پوليسو له اجرااتو څخه، په ځانګړي ډول د هېواد په شمال کې، ناخوښ دی.

هغه وويل: «پوليس په شمال کې د پلويتوب، توکم او تنظيمي تړاوونو پر بنسټ استخداميږي.» نوموړي زياته کړه، کله چې [پوليس] يونيفورم واغوندي، نو وفاداري يې د ولس پر ځای له اړوندې ډلې سره دوام مومي. هغه وويل: «پوليس د عام ولس پرځای [خپلو] پلويانو، قوم او ملېشه يي چارواکو  ته کار کوي. هغوی د هغه چا په لارښوونو کار کوي، چې استخدام کړي يي دي. که د هغوی په خوښه کار ونه کړي، نو له کاره شړل کيږي.»   

احمدزي وويل، په داسې حال کې چې ملي اردو په دې وروستيو کلونو کې څه پرمختګ کړی دی، «زه د پوليسو په اړه ډېر اندېښمن يم، چې د هغوی د ناوړه چال چلن له امله به د [امنيت] د لېږدونې بهير ګډوډ شي. ځکه هغوی د کار له مخې له ولس سره نژدې تړاو لري.»

اوسمهال د ملي پوليسو شمېره شاوخوا ۱۵۰۰۰۰ تنه ده. په لسګونه مليونه ډالره د هغوی په سمبالولو او روزنه لګېدلي، چې زياته برخه يې د جرمني او متحده ايالتونو حکومتونو ورکړې ده.

په ځانګړي ډول د افغانستان په شمال کې زيات شمېر خلک د احمدزي د وينا پخلی کوي، چې تنظيمي تړاوونه لا پر خپل ځای پاتې دي.

د بلخ د ولايت د دهدادي د ولسوالۍ اوسيدونکي، فريد احمد نورزي وويل، سره لدې چې هغه افغان ځواکونو ته د ناتو له پوځونو څخه د واک د لېږدونې پلوي دی، خو د ملي پوليسو اوسنی حالت هغه ته په ۱۹۹۰ کلونو کې جنګ سالاران او ملېشې ور په زړه کړی.

زيات شمېر افغانان د کورنۍ جګړې له بېرته پيل کېدو څخه ډاريږي، چې وسله والو ډلو د عمومي ګډوډۍ او ناقانونۍ په فضا کې ستر جنايتونه تر سره کړل.

هغه وويل: «ګورو چې د جمعيت اسلامي او جنبش ملي اسلامي ملېشو ټول پخواني غړي په ځايي پوليسو او يا په ملي اردو کې جذب شوي دي.»  

نورزي وويل، تر هغه چې رښتيني ملي پوليس رامنځته نشي او د تنظيمي ګټو پر خلاف عمل ونه کړي، پايله به ډاروونکې وي. 

په شمال کې د پوليسو يو افسر د نامه د نه ښودلو په شرط ددې پخلی وکړ چې ملي پوليس په سيمه کې د پلويتوب په ليکو وېشل شوي دي.

د بلخ په ولايت کې هغوی په جمعيت اسلامي تاجيک توکمنه تنظيم پورې تړلي دي، په داسې حال کې چې په ګاونډي ولايت، جوزجان کې هغوی ازبکان دي او د جنبش ملي اسلامی پلوي دي. په سرپل او سمنګانو کې د ملي پوليسو کنترول د جنبش، جمعيت او هزاره توکمه تنظيم، وحدت اسلامی تر منځ وېشلی دی.  

هغه ادعا وکړه چې د کورنيو چارو وزارت، «پوليس له نورو ډلو، په ځانګړي ډول له پښتون توکمو، څخه بېلوي.»   

د بلخ د اوسيدونکي، فهيم سروري د وينا له مخې «اوسني پوليس د پخوانيو ملېشو غړي دي، خو يوازې يونيفورم يې بدل دی.» 

سروري وويل، د نړيوالو ځواکونو د شتون له امله يو څه ډاډ موجود دی چې ملي پوليس لږوډېر قانون ته پابند دي، خو د ناتو له وتلو وروسته به د کورنۍ جګړې د مهال ګډوډي بېرته راوګرځي او پوليس به ددې پرځای چې د خلکو ساتنه وکړي، هغوی به وګواښوي. 

د کورنيو چارو د وزارت وياند، صديق صديقي ټينګار کوي چې د ملي پوليسو استخدام  د وړتيا پر بنسټ سرته رسيږي نه د وفادارۍ او پلويتوب.

هغه وويل: «سره له دې چې، د پارلمان د غړو په ګډون، يو شمېر چارواکي پر يو شمېر څوکيو باندې د څرګندو افرادو د ټاکلو هلې ځلې کوي، خو د کورنيو چارو وزير هيڅکله پر ناسمو سپارښتنو غوږ نه ګروي.»

په شمال کې د پوليسو يو بل افسر وويل، ملي پوليس د داسې دسپلين خاوندان نه دي، چې توکميزو، ژبنيو او سمتي تړاوونو ته لاره ورنه کړي؛ د ځواک مورال پياوړی  او د ملي  پيوستون احساس غښتلی کړي.

ددې ادعاګانو په اړه، چې ګوندې د کورنيو چارو د وزارت سيستم پر وړتيا او لياقت ولاړ دی، هغه وويل: «دا بيخي درواغ دي.»

سياسي شنونکی، عبدالوکيل له دې سره موافق دی، چې د پخوانيو ملېشو مشران د ملي  اردو يا حکومتي وزيرانو په پرتله د پوليسو پر افسرانو زيات اغېز لري.

هغه وپوښتل: «ولس به څنګه د پوليسو پر داسې ځواک باور ولري؟»

Police
Frontline Updates
Support local journalists