د ځوانانو مناظره:نوماندان بايد د خلکو باور تر لاسه کړي

د ځوانانو مناظره:نوماندان بايد د خلکو باور تر لاسه کړي

په افغانستان کې د عيسی آريا ليکنه

د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې واورېدل شول، د افغانستان د ولايتي شوراگانو او ولسمشريزو ټاکنو ته ولاړ نوماندان بايد د خلکو د باور له لارې د هغوی د رايو د لاسته راوړلو لپاره رغنده ټاکنيز کمپاينونه جوړ کړي.

د کندوز ولايت د ځوانانو د چارو رئيس، نعيم رحيم وويل، نوماندان دنده لري د ټاکنو د بهير اصول ومني او د درغل او مفسد چال چلن غندنه وکړي.

هغه وويل: "که چېرته ولس وگوري چې نوماندان رغنده او اخلاقي کمپاين پر مخ وړي، نو په پوره باور به رايه ورکړي. خو که چېرته سياستوال دا کار ونه کړي، رايه ورکوونکي به د ټاکنو پر روڼوالي او شفافيت خپل باور له لاسه ورکړي او گډون به پکې ونه کړي."

رحيم  د خبرو پر مهال پر دې ټکي ټينگار وکړ چې د اپرېل په پنځمې نېتې ټاکنو کې خلک له نوماندانو څخه څه شی غواړي. 

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو (فيفا) وياند، ذبيح الله شيرزاد، چې د رايو ورکولو څارونکې خپلواکه اداره ده، وويل، د ټاکنو ټول نوماندان بايد د کمپاين له معيارونو سره ځانونه برابر کړي. هيڅ نوماند اجازه نه لري چې د سياسي منډو ترړو لپاره حکومتي شتمنۍ وکاروي.  

هغه وويل: "د فيفا په گډون د ټاکنو ټولې اړوندې څارونکې موسسې بايد د سرغړونو سمه څارنه وکړي. هره سرغړونه د ټاکنو شفافيت او پر دموکراسۍ د خلکو باور ته زيان رسوي."

د ټاکنو په خپلواک کميسون کې د جنسيت د برابرۍ د څانگې سيمه ييزې مشرې، فرشتې جوينده ومنله، دا خبره ډېره د اهميت وړ ده چې نوماندان په رښتينې او مسؤول ډول خپل کمپاينونه پر مخ يوسي.

هغې وويل، کېدای شي د شمالي ولايت په هغو سيمو کې چې امنيت کمزوری دی، د رغلۍ کچه لوړه وي.

هغې د مارچ په شلمه د کندوز پوهنتون څه دپاسه اتيا تنو محصلانو ته د مناظرې په يوې غونډې کې وويل: "که چېرته کوم نوماند وليدل شو چې د ټاکنو له قانون څخه يې سرغړونه کړې وي، بايد په اړه يې د ټاکنو د شکايتونو کميسون ته خبر ورکړل شي. که سرغړونه جدي وه، ښايي نوماند [ټاکنو ته] له ودرېدو بې برخې شي."

عيسی آريا د کندوز پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists