د هرات د سرو زرو پر کوچني کان ګڼه ګوڼه

افغانان له پټو کانونو څخه پيسې لاسته راوړي او کاني ډبرې ايران ته قاچاقوي.

د هرات د سرو زرو پر کوچني کان ګڼه ګوڼه

افغانان له پټو کانونو څخه پيسې لاسته راوړي او کاني ډبرې ايران ته قاچاقوي.

. څوک چې په هرات کې اوسيږي دا سوداګري ورته غير معمولي نه ده. هرات د ايران له پولې څخه ١٢٠ کيلومتره وړاندې پروت دى. محمد نه د نشه يي توکو کاروبار کوي، نه د وسلو، چې د پولې دواړو غاړو ته په ناقانونه ډول وړل راوړل کيږي. پر ځاى يې محمد د سرو زرو کاروبار کوي.



نوموړي آى ډبليو پي آر ته وويل، هغه سرحد ته څېرمه د ګل ګانډي په يو لرې پروت کلې کې له سياکوه څخه سره زر پخپله له کانه راباسي.



هغه وويل: "د ١٩٨٠ کلونو [د اشغال په پېر کې] ما روسان کتل چې ډبرې يې کنلې او سره زر او مس يې راايستل. د هغوى له تګ وروسته ما يوځلې ازمېښت وکړ. د کان عادي وسايل مې وکارول."



اوس هغه هره مياشت د څو تنو کارګرانو په مرسته له ٥٠٠ ګرامو څخه تر يو کيلو پورې سره زر او مس ترلاسه کوي او په خپل ګاډي کې يې له پولې هاخوا ايران ته يې قاچاقوي. د سرو زرو کاني ډبرې يو کيلوګرام تر ٥٠٠٠ افغانيو او د مسو کاني ډبره تر ١٨٠٠ افغانيو پورې پلوري.



په نوموړې سيمه کې د سرو زرو زيات شمېر ناقانونه کيندونکي کار کوي. چارواکي ورباندې په سيمې کې د ناامنۍ له امله څار نشي کولاى. خلک ډبرې کني، ګران بيه او ارزان بيه فلزات ترې استخراجوي او ايران او نورو هېوادونو ته يې قاچاقوي.



ناقانونه کان کيندونکي پخپله د فلزاتو د تصفيې او چاڼ پوره تجربه نه لري.



د کان يو ماهر، چې ويې نه غوښتل وپېژندل شي، په سيمې کې يې له مسو څخه د بډايو کاني ډبرو د شتون پخلى وکړ.



د افغانستان د معدني مينرالونو شتمني په سم ډول سروې شوې نه ده. د هرات پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي فارغ التحصيل، زلمي محمدي په وينا يو شمېر څېړنې څرګندوي چې دا هېواد له طبيعي منرالي منابعو څخه ډک دى. هغه وويل: "که چېرته پانګه واچول شي، نو د ارزښتمنو ډبرو صنعت د هېواد د اقتصاد له غوړولو سره ښه مرسته کولاى شي."



اقتصادي ماهران ټينګار کوي که حکومت دې سکتور ته زيات پام وکړي، نو کېداى شي افغاني معدني توکي د هېواد مهم صادرات جوړ کړي. د هېواد په زياترو برخو کې د جګړو له امله حکومتي چارواکي د اقتصادي پراختيا په پرتله د بغاوت په وړاندې جګړې او ټولټاکنو کې زيات بوخت دي.



ددې کار له امله د اسماعيل په څېر خلک ددې وړتيا پيدا کوي چې د محمد په څېر پخپله د سرو زرو کان وکني. دا کار هغومره بريالى نه دى.



هغه وويل: "ما يوه اندازه ډبرې هرات ښار ته يوړې، چې فکر مې کاوه له سرو زرو او مسو څخه ډکې دي. خو هلته راته زرګرانو وويل چې سره زر په کې نشته. چا ورسره مينه ونه

ښوده."



د هرات يو زرګر، چې نوم يې ونه ښود، ددې پخلى وکړ چې زياتره ورته ځايي خلک ډبرې راوړي چې د سرو زرو او مسو تور رګ لري. هغه وويل: "زه هغه نه اخلم. هغه د ستونزو لامل کيږي او د هغې تر څنګ داسې وسايل نه لرم چې سره زر له کاني ډبرو څخه راوباسم."



له دې سره سره هغه دوکه شوى و.



هغه وويل: "زه په زرو کې ٤٠ کلنه تجربه لرم. هيڅکله مې په ډبرو کې سره زر نه دي ليدلي. په زړه پورې وه، خو دا ناسمه سوداګري ده. ځايي کان ايستونکي چاودېدونکي توکي او نور ابتدايي وسايل کاروي، چې کولاى شي د افغانستان اقتصاد ته زيات زيان ورسوي."



هغه اټکل کوي چې د هېواد په لويديځ کې د سرو زرو راايستونکي ټول په ګډه د کال ٨٠٠٠٠٠ افغانۍ تر لاسه کوي.



په نړۍ کې د سرو زرو بيه پورته ځي او يو ګرام يې تر ١٨٠٠ افغانيو پورې پلورل کيږي.



د زمردو او ياقوتو په څېر زياتره ګران بيه ډبرې د افغانستان په ختيځ کې د کونړ، نورستان، بدخشان، لغمان او پنجشېر په څېر سيمو کې پيدا کيږي، خو د افغانستان په لويديځ کې په لږه اندازه هم موندل کيږي. د ارزښتمنو ډبرو کاروباري غلام سعيد وايي په نړيوال مارکيټ کې يو ګرام زمرد په ٢٠٠٠ ډالرو او ياقوت په ٥٠ ډالرو پلورل کيږي.



د هرات ولايت د کانو او صنايعو د رياست مرستيال، انجنير سيد حسين طيبي په وينا د هرات په ولايت کې د سرو زرو سروې شوې او ناسروې شوې کاني ډبرې شته. "د کانونو لرونکو په زياترو سيمو کې ناامنيو ناقانونه کان ايستلو او د ګران بيه ډبرو قاچاق ته لار هواره کړې ده."



طيبي وايي چې د ولايت د کاني شتمنيو په اړه زيات معلومات نشته. "د ايران ماهران د خراسان د سيمې په اړه اسناد لري، خو د ناامنۍ له امله هغوى ته ګرانه ده دلته راشي او سروې سرته ورسوي. له کابل څخه راليږل شوي انجنيران سيمې ته له ورتګ دمخه بېرته ستانه شوي. تاسو اوس پته لګولاى شئ چې له هغه ځاى څخه د ډبرو قاچاق څومره اسانه کار دى."
Frontline Updates
Support local journalists