د افغاني غاليو صنعت مخ پر ودې روان دى

سوداګر وايي د ښه کيفيت موادو او نوو ډيزاينونو په شمال کې دوديز لاسي صنايع غوړولي دي.

د افغاني غاليو صنعت مخ پر ودې روان دى

سوداګر وايي د ښه کيفيت موادو او نوو ډيزاينونو په شمال کې دوديز لاسي صنايع غوړولي دي.

Once world-famous, the Afghan carpet industry was hit badly by the wars of the 1980s and early 1990s, and then under the Taleban regime. (Photo: Sgt. Teddy Wade, Joint Combat Camera Afghanistan.)
Once world-famous, the Afghan carpet industry was hit badly by the wars of the 1980s and early 1990s, and then under the Taleban regime. (Photo: Sgt. Teddy Wade, Joint Combat Camera Afghanistan.)
Wednesday, 29 September, 2010

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريالې، پلوشې بلخي ليکنه

د تاجزاده شرکت سروال، محمد رسول تاجزاده، په داسې حال کې چې د يوې ونې تر سيورې لاندې ناست دى، بهر ته د غاليو د استولو لپاره خپلو کارکوونکو ته د نوو اوبدل شوو غاليو د تړلو او بنډل کولو لارښوونه کوي.

د بلخ په شمالي ولايت کې د غاليو د صادرولو يو پخوانى او تجربه لرونکى سوداګر، تاجزاده نه يوازې د پرله پسې جګړو له امله د غاليو په صنعت کې ځوړ او ښکته والى ليدلى، بلکې د هغه په اند يې له نوي فيشن او مود سره هم سمون نه دى تر لاسه کړى. اوس داسې بريښي چې سوداګري مخ په غوړېدا ده.

هغه وويل: "يو کال دمخه يوه شپږ متر مربع افغاني غالۍ تر شپږو سوو ډالرو پورې بيه درلوده، خو اوس يې بيه تر ١١ سوه ډالرو پورې پورته ختلې ده؛ ځکه اوس د هغوى په رنګ، ډيزان او کيفيت کې ډېر زيات بدلون رامنځته شوى دى. نن سبا د هغو غاليو لپاره ښه بازار نشته چې په پخوانۍ طرېقې اوبدل شوې وي."

په نړۍ کې يو مهال مشهورو افغاني غاليو، د ١٩٨٠ کلونو په اوږدو او ١٩٩٠ کلونو په پيل او ورپسې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د جګړو له امله ډېر ناوړه حالت درلود. د افغانستان په شمال کې د غاليو زيات شمېر ترکمن توکمه اوبدونکي ګاونډيو هېوادونو، ايران او پاکستان ته کډوال شول. هلته د دوى په لاس اوبدل شوو غاليو د هغو هېوادونو د غاليو له بازار سره مرسته وکړه.

له هغه وروسته چې په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو حکومت رانسکور شو، د پاکستاني او ايراني ارزان بيه ماشيني غاليو د واردولو له امله کورنى بازار له تاوان سره مخامخ شو.

له هغې سره سره په زياتره صادراتي توکو کې د فارياب، سرپل، کندوز، تخار او جوزجان په څېر شمالي ولايتونو او همدارنګه په لويديځ ولايت هرات کې اوبدل شوې غالۍ شاملې دي.

د افغانستان په شمال کې د غاليو صنعتکاران وايي، چې د خامو توکو د کيفيت د لوړولو د ډيزاين د نوي کولو په ګډون يې د خپل توليد د بېرته ژوندي کولو په اړه ګامونه پورته کړي دي.د هغوى د وينا له مخې يې اوس صادراتو ته زياته اړتيا راپيدا شوې ده.

تاجزاده وويل: "سره له دې چې اوبدونکو پخوا سخت کار کاوه، خو له ايران څخه د ټيټې کچې وارد شوي رنګ او تار او د ډيزاين نه بدلون د افغاني غاليو بازار ټيټ کړى و."

هغه وويل، له اوبدونکو څخه د غاليو د رانيولو پر ځاى اوس سوداګر غوره بولي هغوى ته خام توکي او ډيزاينونه چمتو او د کار په وړاندې ورته اجوره ورکړي.

د زبيدې په نامه يوې غالۍ اوبدونکې وويل، د غاليو له اوبدلو څخه ورته هيڅکله ډېره مزدوري لاس ته ورغلې نه ده، خو اوس چې بازار ښه شوى، هيله لري په عايداتو کې يې هم ښه والى راشي.

هغې وويل: "موږ به د ٣٠٠ ډالرو په وړاندې خام توکي اخيستل او له درې - څلورو مياشتو سخت کار وروسته به مو يوه شپږ متره اوبدل شوې غالۍ په ٥٠٠ – ٦٠٠ ډالرو پلورله. دا پېسې زموږ د کار په وړاندې هيڅ شى هم نه وې. اوس قرارد اديان راته ډيزاينونه او تار چمتو کوي او د ٥٠٠ ډالرو په اندازه اجوره راکوي. [تر هغې] دا موږ ته ښه ده."

د بلخ ولايت سوداګر وايي لا دمخه ورته ګټه په لاس ورغلې ده.

د شمالي افغانستان د غاليو د توليد او صادراتو د ټولنې رئيس، عبدالستار بيګزاده وويل، زياتره سوداګرو چې د ١٩٩٠ کلونو په اوږدو کې يې ډېر تاوان کړى، اوس د سوداګرۍ د غوړېدا له امله خوشبين دي.

دې نوښت د غاليو له صنعت سره په بازار کې د خپل ځاى او موقعيت د بيا لاس ته راوړو له امله ښه مرسته وکړه. هغه څرګنده کړه: "موږ اوس د افغانستان دننه د طبيعي رنګ فابريکه جوړوو، چې ډېر لوړ کيفيت لري. د هغې تر څنګ به پخوا افغاني غاليو سور، توربخن سور، اسماني او سپين رنګونه درلودل، خو په نوو ډيزاينونو کې موږ اوس خړ، شين، اسماني او نور رنګونه کاروو، چې هم ښايسته او هم طبيعي ښکاري."

د بيګزاده د وينا له مخې د افغانستان په شمال کې د غاليو ١٢٠ سوداګر شته.

د بلخ د سوداګرو د خونې اجرايوي رئيس، عبدالوکيل متوکل آى ډبليو پي آر ته وويل: "له پروسږکال راهيسې د غاليو صادرات ښه شوي دي. له يوې ورځې څخه بلې ورځې ته د صادراتو د زياتوالي لامل دادى چې سوداګر بهرنيو صادارتي بازارونو ته غالۍ چمتو کوي."

په بلخ کې د غالۍ يو سوداګر، محمد جمشېد وويل، کله چې غالۍ اوبدونکو په نوي ډيزاين او د توليد په تخنيک پيل وکړ، نو له زياتو لومړنيو ستونزو سره لاس او ګرېوان شول.

هغه وويل: "موږ په هغو سيمو کې له ستونزو سره مخامخ شو، چې برښنا يې نه درلوده،.زياتره اوبدونکې مېرمنې دي، چې د ورځې په بهير کې د کور په کار او د ماشومانو په روزلو بوختې دي. د شپې پر مهال، چې هغوى وخت لري، بيا رڼا نه وي ... هغوى ډاکترانو او کلينيکونو ته نشي وررسيداى. د خپلو ماشومانو د غلي کولو او د خپلو ځانونو د درد او خوږ د لېرې کولو لپاره اپين خوري. د اپينو خوراک د هغوى په روغتيا او کار ناوړه اغېز کوي."

د غاليو کاروبار کوونکي په ځايي بازارونو کې د ټيټې بيې وارداتو له امله اندېښمن دي.

په مزار شريف کې د غلام سخي په نامه يو سوداګر وويل، سره له دې چې سوداګري ښه شوې، خو واردې شوې غالۍ لا تر اوسه يو ګواښ دى.

هغه وويل: "حکومت بايد د ترکي، ايراني او پاکستاني ماشيني غاليو پر وارداتو باندې لوړ ګمرکي محصول ولګوي، تر څوکورني بازار ته زيان ونشي رسولاى."

د حميدالله په نامه د کابل يو تن اوسيدونکي ته دا بيې ښې دي چې د يوې غالۍ د اخيستلو لپاره د هټۍ مخې ته ولاړ او پر غالۍ لاس وهي..

هغه وويل: "ارزانه بيه زموږ په څېر خلکو لپاره ښه ده. دا سمه ده چې زموږ د هېواد غالۍ لوړ کيفيت لري او ښايسته دي، خو د خلکو وسه ورته نه رسيږي. زه يو حکومتي کارکوونکى يم. [مياشتنى] معاش مې سل ډالره دى. کله چې په همغه اندازه او ښه ډيزاين يوه ترکۍ، ايرانۍ يا چينايي غالۍ په سلو يا يو سلو پنځوسو ډالرو اخيستلاى شم، نو د ٥٠٠ يا ٦٠٠ ډالرو پر غالۍ څه کوم؟" 

Afghanistan
Economy
Frontline Updates
Support local journalists