افغانانو اوباما ته سترګې اړولي دي

که په اقتصادي او امنيتي ډګر کې ښه والى رانشي او ولسي خلک د پخوا په څېر په جګړو کې ښکېل وي، نوښايي د هغوى خوشبيني غړنده شي.

افغانانو اوباما ته سترګې اړولي دي

که په اقتصادي او امنيتي ډګر کې ښه والى رانشي او ولسي خلک د پخوا په څېر په جګړو کې ښکېل وي، نوښايي د هغوى خوشبيني غړنده شي.

. ښايي په بل هيڅ کوم ځاى کې د افغانستان په څېر نه وي. د افغانستان په اړه داسې ژمنې شوې، چې د نوې ادارې د بهرنۍ تګلارې په مرکز کې به ځاى ولري او د عراق تته مبارزه يې تر اغېز لاندې راوستې.



څنګه چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د لسګونو عادي افغانانو له غير رسمي سروې څخه جوته شوې، ددې جګړې ځپلې ولس خلک په متحده ايالتونو کې د خپلو سيالانو په څېر د بدلون لپاره د اوباما بلنې ته ډېر ليوال دي.



د افغانستان په شمال کې د بلخ د پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو فارغ، سيد نسيم وويل: ((د اوباما په اړه زياته خوشبينې شته.))



هغه زياته کړه: ((خلک هيله من دي. يوه پلا چې اوباما سپينې ماڼۍ ته راشي، نو د افغانستان سياسي غوټه به پرانيزي. دلته په تېرو اوو کلونو کې د امريکا توقعات سر ته نه دي رسيدلي. خو اوباما د خپل کمپاين پر مهال پر دې تينګار کاو، چې دې هېواد ته به جدي پام اړوي.))



نسيم امريکا ته يوه مشوره هم ورکړه.



هغه وويل: ((اوباما بايد د نورو سرتېرو د راستولو پرځاى بايد اقتصادي بدلونونه په خپلو لومړيتوبونو کې راولي. موږ رښتينې بدلونونه غواړو، نه دا چې د شطرنج پر تختې د ځواک بدلون وي.))



پر طالبانو د امريکا له يرغل څخه څه اووه کاله وروسته داسې بريښي، چې افغانستان له پخوا زيات په تاوتريخوالي او فساد کې ښکېل دى. د هېواد په زياته برخه کې وده او پراختيا په ټپه ولاړه ده او د هېواد په سهيلي ولايتونو کې ياغيان هره ورځ زياته ځمکه لاندې کوي. افغانان، چې له نړيوال حضور څخه د چټکو ګټو غوښتونکي دي، ډېر زيات نهيلي دي او ددې نهيلۍ او محروميت پړه پر نړيوالې ټولنې اچوي.



د ياغيانو په وړاندې د امريکا تر مشرۍ لاندې ايتلاف او د ناتو تر مشرۍ لاندې د سوله ساتي نړيوال ځواک (ايساف) پوځي عملياتو هم ځايي اوسيدونکي په غوسه کړي او د خپلو هېوادوالو، طالبانو، په ځاى د مرګ ژوبلې او ورانۍ پړه په بهرنيو سرتېرو اچوي



افغانان د بهرنيو سرتېرو په ناوړه سلوک کې د تلونکي ولسمشر، جارج بوش ونډه ډېره درنه بولي.



په لښکرګاه کې د خليل الرحمن اميد په نامه يو خبريال وويل: ((په تېرو اوو کلونو کې بوش هغومره زيان رسولى، چې اوباما يې بايد پترى کړي. زما يوازينۍ هيله داده، چې هغه به په دې هېواد کې ښه کارونه وکړي.))



د افغانستان لپاره د اوباما په سترو نوښتونو کې يو هم له ٣٢ زرو څخه تر ٦٠ زرو سرتېرو زياتېدل دي، چې دې خبرې يو زيات شمېر افغانان ناکراره کړي دي.



د عبدالجبار په نامه يو ځوان چې په ايران کې د خبريال په توګه روزل شوى او اوس په کابل کې آشپزي کوي، وايي: ((موږ بهرني ځواکونه په دې شرط منو، چې اوباما دې د بوش تګلارې بدلې کړي. که هغه د افغانستان د اقتصاد لپاره ښه کارونه وکړي، نو بيا له سرتېرو سره توافق لرو. که چېرته هرڅه د پخوا په څېر وي، که چېرته مو بېګناه هېوادوال په ورځنيو بمباريو کې وژل کيږي، نو بيا مو په کار نه دي.))



په کابل کې د محمد صديق په نامه يو هټيوال ورته نظر درلود.



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((که (اوباما) له ٢٠زرو څخه تر ٤٠زرو پورې نور سرتېري راوليږي، نو هيڅ توپير به ونه کړي. که مقاومت روان وي، نوهغوى به آن يوه وادي هم کنترول نه کړاى شي. که چېرته اوباما ښه نيت او اراده ولري، نو اغېز به يې مثبت وي. که هغه د همدې جارج بوش په څېر وي، نو نه يې غواړو. هغه به د افغانستان لپاره رښتيا هم خطرناک وي.))



صديق، چې وايي ١٦ کاله يې په اردو کې دنده سرته رسولې او تر ډګروالۍ پورې رسېدلى دى،د قومي ملېشو د وسله وال کولو په اړه د اوباما له بل وړانديز شوي پلان سره هم مخالفت درلود. ويل کيږي، چې دې تګلارې د عراق له ټيکاو سره مرسته کړې ده..



هغه وويل: ((قومي ملېشې به د قومي شوراګانو توازن ته زيان ورسوي. سيمه ييز مشران په خپلو خلکو باندې اغېز لري. که د هغوى په وړاندې ټوپک په لا س خلک ولاړ وي،نو فکر کوم، چې هيڅ کار به ونشي کړاى. ددې پر ځاى [امريکايان] ولې د دفاع او کورنيو چارو له وزارتونو سره مرسته نه کوي؟))



زيات شمېر افغانان له دې ډاريږي، د قومي ملېشو وسله وال کول به يو ځل بيا هېواد هغه پېر ته يوسي، چې جنګ سالارانو خلک په خپلو وسلو او سړيو ډارول.



يو شمېر دې ډاروونکي پېر ته د بېرته ورګرځېدو ليوال دي، چې د طالبانو له رژيم دمخه يې واکمني کوله. د (طالبانو) بنسټپال رژيم په ډېر برخو کې ددې جنګ سالارانو د زور زياتي د پاى ته رسولو لپاره راپورته شوى و.



د کابل [د نوي ښار] د چار راهي شهيد په ګاونډ کې د محمد په نامه يو هټيوال وويل: ((قومي ملېشې ښه مفکوره نه ده. هغوى ښايي د ورځې دترهګرو په وړاندې وجنګيږي، خو د شپې به غلا کوي.))



محمد دا هيله هم درلوده، چې اوباما به افغانستان ته سوله او سوکالي راولي. دا د داسې يو ولس لپاره ډېره درنه او غټه هيله ده، چې لسګونو کلونو جګړو ځپلي او د هغو تر څنګ پېړى، پېړى وروسته پاتې وي.



هغه وويل: ((اوس چې اوباما واک تر لاسه کوي، نو له خدايه غواړم چې هېواد ته مو امنيت راشي. هغه به لاره هواره کړي او د کاروبار خاوندانو ته به دا شوني کړي، چې لويې کارخانې پرانيزي. هغه بايد له بېروزګارۍ څخه خلک بېغمه کړي.))



له اوباما څخه د افغانانو هيلې، لکه د اوباما په اصلي ټاټوبي،امريکا کې کې، ډېرې زياتې دي. داسې کوم شى ښايي نه وي، چې له دې ځوان ولسمشر څخه يې د نه کولو توقع وشي.



په مزارشريف کې د کوچونو او څوکيو يوهټيوال، سيد بشير وايي: ((دا يو زړور ولس دى او اوږد تاريخ لري. اقتصادي ستونزو زيات شمېر خلک خراب کړي دي. راځئ وګورو،چې اوبا موږ ته څه کولاى شي.آيا هغه به د وروستني سړي په پرتله ښه وي؟ او که خداى مه کړه، آن تر هغه بدتر؟))



په مزار شريف کې د سلطان رضيې د ليسې سږنۍ فارغه، بنفشه يوازې امنيت غواړي، ترڅو خپلې [لوړې] زده کړې سر ته ورسولاى شي.



هغې وويل: ((اوباما، که کولاى شې، لطفا موږ ته امنيت راوله. د سرتېرو شمېر زيات کړه، چې امنيت ښه شي. هله به موږ زده کړې وکړاى شو. بيا به موږ د چا مرستو ته لاسونه نه اوږدوو.))



افغانان يوه وياړلي ولس دى. د زياتې مودې لپاره صبر نه شي کولاى. په داسې حال کې چې اوباما اوس ډېرې ښې هيلې لري، خو د ځان د تثبيت لپاره به لږ فرصت ولري.



په مزار شريف کې د عبدالحکيم په نامه يو نرس وويل: ((افغانان له زياتې مودې راهيسې د زبرځواکونو تر منځ نانځکه ده. اوس زموږ خلک له هغې څخه بېوزلي شوي دي. هغوى نه تکنالوژي لري، نه يو پرمخ تللى اقتصاد او کلتور. موږ په يو کمزوري هېواد اوښتي يو. زه اوباما ته وايم، چې نور دا (کارونه) ودروه.))



په مزارشريف کې د سيد حامد رضوي په نامه يو مستري ګوته وڅنډله: ((که چېرته اوباما د بوش په څېر ناولې تګلاره ولري، نو د نړۍ په وړاندې به وشرميږي. هاغه بل سړى (بوش)دلسو نمروبوټ لايق وگرزيد دى به دشلو نمروبوټ لايق وگرزى .))



هغه په بغداد کې د دسمبر مطبوعاتي کنفرانس ته ګوته ونيوه، چې يو عراقي خبريال په ولسمشر، بوش باندې د بوټونو ګوزار وکړ.



تر ټولو زيات خپه کوونکې غوښتنه هلمند کې وه، چې بهرني ځواکونه په کې له طالبانو سره هره ورځ په جګړه بوخت وي. د تېر کال راهيسې په زرګونو هلمنديان د جګړو له امله بې کوره شوي او که سلګونه نه وي، خو په لسګونو ولسي خلک په هوايي بمباريو کې وژل شوي دي.



د ځوانانو د ولايتي ټولنې مشر، مجتبى محمدي د امريکا نوي ولسمشر ته په پيغام کې خپلو هېوادوالو استازيتوب

کړى دى.

هغه د ډېر ګرانښت په ژبه وويل: ((بارک اوباما جانه، ماته غوږ شه! د مهربانۍ له مخې په هلمند کې د ولسي بېګناه خلکو وژنه ودروه!))
Frontline Updates
Support local journalists