کلتوري محدودیتونه د انجونو د زده کړو خنډ کرځیدلي دي

پښتو

د ننګرهار په لرو پرتو سیمو کې انجونې د ځینو کلتوري  محدودیتونو او د ښځینه ښوونکو د نشتون له امله لوړو زده کړو ته نه پریښودل کیږي .

((تاسو ته مالومه ده چې کله د يوه کلي يا کورنۍ نه يو جلۍ ځي مکتب ته د هغې پسې ډېرې خبرې کيږي، نور خلک ورته خبرې کئ، همدا رنګه نورو خلکو زما پلار ته ويل چې ستا لور مکتب ته ځي، هماغه و چې زه د کورنۍ له خوا منع شوم اوس نه ځم))

دا د هغې څوارلس کلنې پيغلې خبرې دي چې خپل نوم ښايسته ښايي او اوس د کورنۍ له لورې ښوونځي ته نه پريښودل کيږي چې د اوم ټولګي څخه پورته زده کړې وکړي.

په لرو پرتو سيمو کې جونې د اوم ټولګي نه پورته زده کړو ته ځکه نه پرېښودل کيږي چې يو خو ښځينه ښوونکې نه لري، همداراز ځينې کولتوري محدويتونه هم موجود دي چې يو پلار او يا ورور دا د ځان لپاره عار ګڼي چې د هغه پيغله خور يا لور دې ښوونځي ته لاړه شي، ځنې جونې وايي چې دوى ځکه ښوونځي ته نه پرېښودل کيږي چې خلک يې د کورنۍ پسې خبرې کوي او وايي چې په خپل لاس خپله لور يوه سړي ته ليږي.

خالده چې د هسکې مېنې د مرکزي لېسې د اتم ټولګي زده کوونکې ده وايي چې نور نشي کولى چې ښوونځي ته لاړه شي، ځکه نور يې خپل مشر ورور نه پريږدي چې زده کړې وکړي هغه وايي چې ورور يې يوه بهانه نيولې چې په ښوونځي کې يې نارينه استادان دي:

(( کوم تعليم چې مونږ تر دې حده رسولى، دا ټول مو د نارينه استادانو نه کړى،مګر اوس غواړو چې بيرته خپله راتلونکيښه کړو، او که نارينه استادان وي همدغه حالت چې روان  دى داسې به ګډ وډ وي نو بس ښونځي ته به مو نه پريږدي))

اته څلويښت کلن سالم جان وايي چې خپله لور ځکه د اووم نه لوړو زده کړو ته نه پريږدي چې يو خو يې لور غټه شوې او که يې پريږدي نو بيا خلک ورپسې خبرې کوي چې لور يې هره ورځ د نامحرمه سړو سره ګوري:

(( ريښتيا هم زمونږ چې دغه د شپږمه پورې يا د پنځه پورې يې وايي بعد د دې نه جونې هم غټيږي،امنيتي حساب يې هم دى په څنګ کې مهمه خبره دا ده چې ښځينه استادان يې نشته نو يو علت يې دا هم دى))

کله مې چې سالم جان ته وويل چې که ښځينه ښوونکې ښوونځي ته راشي خپله لور به زده کړو ته پرېږدي او که نه هغه داسې وويل:

(( ښځينه استادانې چې وي بيلکل يې مونږ پريږدو ولې يې نه پريږدو دا خو د وطن ابادي ده، ښځه هم حق لري چې تحصيل وکړي))

بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا غړې نيلوفر عزيز په لرو پرتو سيمو کې دغه ستونزه مني او وايي چې ځينې کلتوري محدوديتونه به وي خو تر ډېره پړه د پوهنې رياست چارواکي دي:

(( ځينې جنکۍ د دولسم صنف نه فارغې شوې دي د دولسم صنف سند په لاس کې لري خو مشکل په دې ځاى کې دى چې زمونږ خويندو ته بست نه پېدا کيږي،دوى به امتحان ورکړى وي ډېرې ښې نومرې مثلاً نوي پنځه نوي  يا سل نومرې به يې وړې وي خو د معارف رياست هغې ته بست نه ورکوي))

نيلوفر عزيز وايي چې داستونزې د پوهنې رياست  چارواکو په خپله پېدا کړي که دوى ښځينه قشر ته بستونه ورکړي نو بيا به دا بهانه ورکه شي چې ښځينه استادانې نشته  او په هر ځاى کې بۀ نجونې خپلې زده کړې کوي.

د ننګرهار د ولايتي شورا يو بل غړى ظابط امير محمد هم وايي که چېرې دغه ستونزې همدغه شان دوام ولري نو لکه څرنګه چې پخوا مشکلات موجود و بيا به هم موجود وي:

((بايد د جنکيانو تدريس مخې ته لاړ شي او که دا نه ځي دا نهه يا اته کاله لوستل زمونږ لپاره بې فايدې دي،ځکه يو خوا  د دولت مصارف کيږي او بل خوا چې ونه هم مېوې ته ونه رسيږي او ږلۍ يې ووهي داسې دي لکه فصل چې ږلۍ وهلى، زمونږ د اناثو طبقه د علم نه ډېره وروسته پاتې ده))

د ننګرهارولايت د معارف رياست مطبوعاتي مسئول اصف شينوارى د ولايتي شورا د غړو ټولې خبرې په لوى لاس رد کړې دا چې د جونو د زده کړو په وړاندې کومې ستونزې موجودې دي او د پوهنې رياست په دغه برخه کې څۀ کړي په اړه يې هغه داسې وايي:

((لکه څرنګه چې تاسو پوهيږئ افغانستان يوه سنتي او مذهبي ټولنه ده، دلته په طبعي ډول د انجونو د تعليم په وړاندې ځينې خنډونه شته دى ځينې کولتوري محدويتونه شته دى، او همدارنګه په لرو پرتو سيمو کې د ښځينه ښوونکو کمښت هم پر دغو سيمو ورزيات شوى، په دې وروستيو کې د پوهنې وزارت يو نوى پروګرام د هېواد په ختيځ ولايت ننګرهار کې تر لاس لاندې نيولى دى، په لوړ معاش باندې د ښځينه ښوونکو ګمارل دي په لرو پرتو ولسوالۍ کې چې سانسي مضامينو کې ليسانس ولري هرې يوې ته يې ٥٠ زره افغانۍ معاش ورکول کيږي))

اصف شينوارى زياتوي که په کومو سيمو کې د اناثو استادانو ستونزه وي نو مونږ د سيمې د قومي مشرانو په مشوره له سنه پاخه استادان ورته ټاکو

که چېرې جونې ښوونځي ته د زده کړو لپاره پرې نښودل شي نو ګڼې ستونزې راولاړوي، لومړۍ ستونزه خو د ښځينه ډاکټرانو نه شتون دى اغلې شايسته وايي چې لا هم د دوى په کلي کې ښځينه ډاکټرانې نه شته:

(( دوه جمعې مخکې يوه ښځه وه دلته چې هغه په اولاد باندې مريضه وه، خوښځينه ډاکټرانې نه شته چې دى ورته تلى وى، هماغه و چې د ښار پورې تلل هلته چې دوى ورسيدل اولاد يې د منځه لاړه))

د ټولنيزو چارو کارپوه استاد احمدګل رحيمي وايي پکار ده چې جونې زده کړو ته پرېښودل شي، که نن د ښځينه استادانو ستونزه ده همدا وجه ده چې مونږ خپلې لوڼې ښوونځي ته نه دي پريښي او که چېرې پريېږدو نو څلور پنځه کاله وروسته دا مشکل حليږي، دا ښوونځيو ته د جونو نه تګ څومره مشکلات رامنځته کوي هغه يې په اړه داسې وايي:

((که جونې مکتبونه ونه وايي يو خو به ښځينه ډاکټرانې نه وي، نو بيا مونږ مجبور يو چې نارينه ډاکټر ته ښځه يوسو، نو ښۀ خبره دا ده چې د ښځې علاج ښځه وکړي نو د دې لپاره اړينه ده چې جونې مکتبونه ووايي، بله خبره دا ده چې که ښځه باسواده وي کورنۍ يې هم يوه روغه کورنۍ ده او کله چې کورنۍ روغه شوه نو ټوله ټولنه روغيږي))

ديني عالم مولوي قانع وايي چې په اوس وخت کې د ښځو زده کړې ته ډېر زيات ضرورت دى او دين ښځو ته اجازه ورکړې ده چې زده کړې وکړي:

(( د رسول الله ص حديث شريف دى چې : (( طلب العلم فريضة على کلى مسلم ومسلمة )) اوګورئ الله ج په قران عظيم شان کې فرمايي چې ايا برابر دي هغه کسان چې پوهيږي او هغه کسان چې نه پوهيږي؟ هېڅکله نه دي برابر.

نو د دې لپاره مهمه او لازمي خبره ده، زمونږ په ټولنه کې بدبختي دا ده چې جونې خلک ښوونځي ته نه پريږدي،خو ولې د اسلامي اصولو سره سم مکتبونو ته لاړې شي، يوازې دا نه چې سړي دې زده کړې وکړي ښځې هم د زده کړو حق لري د اسلامي اصولو سره دې سم زده کړې وکړي)).

ننګرهار د هېواد په ختيځ کې پروت سرحدي ولايت دى چې د پوهنې رياست د مالوماتو له مخې ټول ټال ٧٢٥ ښوونځي لري چې له ډلې يې ١٢٨ د انجونو او پاتې ٥٩٧ يې د هلکانو دي، د دوى پر وينا د جونو په ښوونځيو کې چې دوه لکه اته شپيته زره او نولس جونې په کې زده کړې کوي ديارلس سوه ښځينه ښوونکي په دندو ګمارل شوي، په دې ولايت کې کولتوري محدويتونه ډېر تر سترګو کيږي چې په لوى لاس جونې د زده کړو بې برخې کوي.

محبوب شاه محبوب اى ډبليو پي ار  ننګرهار