افغان پارلمان له متحده ایالتونو سره ستراتیژیک تړون تصویب کړ

د ستراتیژیک تړون پلویان وايي دا تړون به ثبات رامنځته کړي او د ګاونډیو هیوادونو د لاسوهنې مخه به ونیسي.
  • Presidents Hamid Karzai and Barack Obama at the signing ceremony of the US-Afghan strategic pact. (Photo: US Army SPC Anthony Murray Jr/Isafmedia/Flickr)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبریالانو، حفیظ الله ګردش او مینا حبیب لیکنه
افغان پارلمان له متحده ایالتونو سره د ستراتیژیک تړون پر لاسلیک کولو په ۲۰۱۴ کې د بهرنیو سرتیرو له وتلو وروسته د يوې لسیزې لپاره پرله پسې اړيکو ته لاره هواره کړه.
د متدحده ایالتونو – افغانستان د ستراتیژیکي ملګرتیا تړون، چې په کابل کې د می د میاشتې په دویمه د متحده ایالتونو د ولسمشر، بارک اوباما او دهغه د افغان سیال، حامد کرزي له خوا لاسلیک شو، دواړو هېوادونو ته دنده سپاري چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې د امنیت، دموکراسۍ او بیا ودانولو لپاره خپلو ګډو مرستو ته دوام ورکړي. 
د ولسي جرګې شاوخوا ۱۷۵ تنو غړو نوموړی تړون د می د میاشتې په شپږمه تصویب کړ. پنځو تنو استازو د هغې په وړاندې رایه ورکړه او تر هغې وروسته په غبرګون کې د غونډې له تالار څخه ووتل. په هغه ورځ په نوموړي تړون خبرې ونشوې، خو له رایو ورکولو دمخه پارلماني کمېټو ته وړاندې شوی و.  
د تړون له مخې به دواړه هېوادونه د امنیت او دفاع په برخه کې د القاعدې او د هغوی له انډیوالانو سره د مبارزې لپاره خپلو نژدې همکاریو ته دوام ورکوی او د افغانستان دفاعي وړتیا به ځواکمنوي.   
متحده ایالتونوڅرګنده کړې، چې: «نه غواړي د تل لپاره په افغانستان کې پوځي هډې جوړې کړي يا يې پوځي شتون د افغانستان هېوادونو ته ګواښ پیدا کړي.»
واشنګټن دا ژمنه هم کړې چې د افغانستان له خاورې يا هډو څخه به پر نورو هېوادونو بريدونه، نه کوي.
افغانستان او متحده ایالتونو دواړو ژمنه کړې چې د بشري حقونو او دموکراسۍ حمایت به کوي، په داسې حال کې چې کابل د څو ګوندي حکومت او ازادو او عادلانه ټاکنو په اړوند «خپله ټینګه ژمنه» بیا پخه کړه.  
اوباما د می په دویمه د بګرام له هوايي هډې څخه د امريکا خلکو ته په وینا کې وويل، تړون د يو نوي عصر پیلامه ده.
هغه وويل: «موږ له يوې لسیزې څخه زیات تر تورو وریځو لاندې سفر وکړ. نن دلته کولای شو د افغانستان په افق کې له سباوون څخه په دمخه تیاره کې د نوې ورځې رڼا وګورو.»
دمخه تر دې چې کرزی نوموړی تړون توشیح کړي د تصویب لپاره به د مشرانو جرګې ته وړاندې شي. 
له رایو ورکولو دمخه د تاوتریخوالي فضا برلاسې وه او د پارلمان يو شمېر غړو ته د مرګ ګواښونه شوي وو. 
د نیویارک ټایمز د می  د  ۱۹ نېټې د رپوټ له مخې يو شمېر خلکو، چې ځانونه يې د «ملا دادالله د جبهې» استازي بلل او ښايي د طالبانو نوې څانګه وي، د پارلمان يو شمېر غړو ته د ليک او تلیفون له لارې ګواښونه کړي وو، چې که تړون ته مثبته رایه ورکړي، نو ځانمرګي بريدونو به پرې وکړي.
ملا دادالله د افغانستان په سویل کې يو طالب قوماندان و، چې د ۲۰۰۷ کال د می په میاشت کې د متحده ایالتونو ترمشرۍ لاندې عملیاتو کې په هلمند کې ووژل شو. 
طالبانو او د هغوی متحد، حزب اسلامي هم تړون غندلی دی.
د تړون ملاتړ کوونکو وويل، د متحده ایالتونو دوامداره مرستې د افغانستان امنيتي ترینګلي حالت ته په پام ضروري بريښي. هغوی وړاند وینه کړه چې نوموړی تړون به د ګاونډيو دولتونو د نفوذ مخه ونیسي.
نیوکه کوونکي وايي، د تړون په ټکو کې ډېر ابهام موجود دی. هغوی د اوبا دا څرګندونه وننګوله چې وايي، متحده ایاالتونه او افغانستان به دوه برابر شریکبانډي وي او پوښتنه يې رامنځته کړه چې آیا دا تړون به د هېواد په ګټه وي.   
په پارلمان کې له تړون سره يوې کوچنې مخالفې ډلې وويل، باید پرهغې خبرې اترې شوی وای.
په پارلمان کې د پروان ولایت يوه استازي، عبدالستار خواصي وويل: «په تړون کې ډېر شیان تت دي. زه د پارلمان د هغو غړو په اړه تاسف کوم چې په بيړه يې پرېکړه وکړه او له لوستلو او یا د هغې له موخو څخه د ځانونو له خبرولو پرته يې هغې ته رایه ورکړه. په راتلونکی کې به پر خپل دې کار پښېمان شي، خو هغه مهال به يې پښېمانتیا کومه ګټه ونه لري.»
نوموړي ادعا وکړه، متحده ایالتونو موافقه کړې د افغانستان له خاورې څخه به پر درېم هېواد له بريد څخه ډډه کوي، خو که چېرته عملیات پیل شي، نو دا تړون به له افغان خاورې څخه د هغوی د پوځونو د عملیاتو مخه ونه نیسي.
خواصي پر متحده ایالتونو تور پورې کړ چې په تېره لسیزه کې يې په افغانستان کې «غمیزه» رامنځته کړې ده. هغه وويل، په تړون کې داسې کوم شی نشته چې په راتلونکي کې د امریکايي سرتیرو فعالیتونه تنظیم کړي.   
هغه د فبرورۍ په میاشت کې په بګرام کې د قران کریم د نسخو سوځولو ته په ګوتې نيولو وويل: «موږ ګورو چې امریکایان زموږ مقدساتو ته څومره درناوی کوی. په تړون کې داسې جدي ژمنې نه دي راغلي چې ګوندې په راتلونکي کې به امریکایان داسې کړنې سرته نه رسوي ... له دې امله زه ددې ټړون کلک مخالف یم.»
د قران کریم د سیځلو موضوع اتفاقي وه، خو په ټول هېواد کې د شپږ ورځنيو اعتصابونو د راپارولو لامل شوه. (وګورئ: افغانان د قران د سيځلو له امله په غوسه دي.)
په پارلمان کې د بدخشان د ولایت استازی، عبدالرووف هم د تړون د مخالفینو په ډله کې دی. هغه وويل، دا خبره يو چل دی چې وايي افغانستان او متحده ایالتونه برابر دي. 
هغه وويل: «امریکایان ... زموږ دهېواد پر قانون سترګې پټوي. هغوی له کورونو څخه بېګناه خلک راباسي او خپلو زندانو ته يې وړي. هغوی د خلکو پر حریم تېری کوي او بېګناه خلک وژني.  آیا دا ټول زموږ له ملي حاکمیت او خپلواکۍ څخه څرګنده سرغړونه، نه ده؟ د کوم دلیل له مخې به موږ ته [د يو برابر] شریکبانډي به سترګه کتل کيږي؟»
د افغانستان د سويل لويدیځ ولایت، نیمروز استازې، فرشتې امیني تړون ته د رایه ورکوونکو په ډله کې وه. هغه وايي [دا تړون] د جګړه ځپلې هېواد په ګټه دی.
هغې وويل: «د ګاونډیانو د توطئو د مخنیوي لپاره موږ يو غښتلي ځواک او قدرت ته اړتیا لرو، چې د ضرورت پر مهال مو مرسته وکړي.»
[په پارلمان کې] د کابل استازې، شکریې بارکزۍ وويل، [تړون ته] رايه ورکول د ګاونډیو هېوادونو له لاسوهنې څخه د ډېرې ستړیا  څرګندوونکې ده.  
هغې وويل: «هيڅ افغان نه غواړي تر دې زیات د ګاونډيو هېوادونو له لاسه وځوریږي. پارلمان دې ګاونډيو ته د تړون د لاسلیک له لارې پر مخ درنه سپېړه ورکړه.»
تهران د متحده ایالتونو د پرله پسې نفود له امله ناخوښ دی. د می په شپږمه د [ایران] د بهرنیو چارو وزارت د تړون غندنه وکړه، ويل يې دا [تړون] به افغانستان کاواکه کړي.
دايران  بهرنیو چارو د وزارت د ویاند، رامین مهمان پرست په يوې وينا کې، چې د ایرنا رسمي خبري رسنۍ راخیستې، ويل شوي: «ایران د هغه تړون له امله اندېښمن دی چې د افغانستان او متحده ایالتونو له خوا لاسلیک شو. ستراتیژیک تړون به نه یوازې د افغانستان امنیتی ستونزې هوارې نه کړې، بلکې هلته به د امنیت او ټیکاو تشه پراخه کړي.» 
مهمان پرست وويل، ایران اندېښمن دی چې تړون د متحده ایالتونو د پوځي هډو پر راتلونکي دریځ رڼا نه ده اچولې او نه يې دا روښانه کړې چې د امریکايي پوځونو دنده به څه وي.   
د سیاسي چارو شنونکي او د افغان حقوقپوهانو د شبکې مشر، عبدالستار سعادت وويل، متحده ایالتونو پر ګاونډيو هېوادونو د بې باورۍ پرځای افغانستان دې ته راوباله چې د خپلو ګټو په خاطر تړون ته ملاتړ جلب کړي.  
هغه وويل: «خلک له ایران او پاکستان څخه کرکه لري. متحده ایالتونو ددې کرکې پر بنسټ دې تړون او نورو راتلونکو هغو ته ډېره ښه لاره هواره کړه. دا تړون ترخو او خرابو درملو ته پاتې کيږي، خو افغانانو وپتېله د هېواد اوسني حالت ته په پام د ناچارۍ له مخې هغه خولې ته واچوي.»
د پاکستان سفارت له تبصرې کولو ډډه وکړه، ويې ويل، سفیر په کابل کې نشته.
سیاسي شنونکي فضل رحمان اوریا وړاند وینه وکړه چې تړون به د تهران او اسلام آباد د نفوذ په کمولو کې مرسته وکړي.
هغه وويل: «په نژدې راتلونکي کې به د يو غښتلي افغانستان خاوندان شو. په وړاندې به مو د ایران او پاکستان دوه کمزوري هېوادونو وي. افغانستان به هغه رول ولوبوي چې ایران او پاکستان لوبولی. دا [افغانستان] به د سیمې او د نړۍ  د اړيکو اصلي محور وي او د سیمې د  سترو  لوبغاړو په کتار کې به ودریږي.»
حفیظ الله ګردش په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ادیتور او مینا حبیب په کابل کې د آی ډبلیو پي آر له خوا روزل شوې خبریاله ده.
 


Also in this issue

Nangarhar TV journalist Sanga Jabarkhil describes her battle against prejudice.
Supporters say pact will promote stability and prevent neighbouring states muscling in.