په ملي سرود کې هماغه زړې ببولالې
د ملي سرود د شعر ليکونکي اراده دا وه، چې هېواد سره يو کړي، خو اوس په دې اعتراف کوي، چې هغوی ښايې سره بېل کړي.
په ملي سرود کې هماغه زړې ببولالې
د ملي سرود د شعر ليکونکي اراده دا وه، چې هېواد سره يو کړي، خو اوس په دې اعتراف کوي، چې هغوی ښايې سره بېل کړي.
جهاني ښايي وپوهيږي، چې شعر هغه ليکلی دی.
جهاني، افغانی الاصله امريکايي، چې اوس په واشنګټن کې د امريکا غږ پښتو سروېس سره کار کوي، د ليکوالو په ډلې کې وروستنی شاعر دی، چې زيار يې ايستلای د نوي ملي سرود د اساسي قانون مفهوم په پوره دقت پرځای کړي.
د اساسي قانون له مخې بايد ملي سرود په پښتو ژبه وليکل شي، د الله اکبر کلمه په کې ځای شوې وې او د مېشتو سترو قومونو نومونه په کې ياد شوي وي.
دا هر يو ټکی په خپل وار يو سياسي ځمکني ماين ته ورته دی.
د ژبې موضوع په 2003 کال کې د اساسي قانون د تصويب لويه جرګه له بېلارۍ سره مخامخ کړه. وروسته روغه جوړه وشوه او يو کميسون ته دنده وسپارل شوه، چې د يو مناسب متن لپاره پلټنه وکړي. ولسمشر حامد کرزي د 2005 په لومړيو کې يو متن تصويب کړ او يو څو اوونۍ ورسته يې بېرته رد کړ. له هغې وروسته ټول بهير له سره پيل شو.
اوس يو نوی متن تر کتنې لاندې دی، سره له دې چې د هغه ليکونکی له متن څخه د نا خوښۍ خبرې کوي.
جهاني وويل: ((که په زغرده ووايم، دا ستونزه په اساسي قانون کې ده. هغه مهال چې يو حکومت خپل ځان اسلامي جمهوريت بولي، بايد اسلامي ارښتونه ومني. د (الله اکبر) کلمه په جوماتونو کې ويل کيږي، نه په موسيقي او تورمپيټ کې.))
هغه په ټينګه وايي، چې د سترو توکمونو د نومونو راوړل هم له سره ناسمه خبره وه.
افغانستان د خلکو يوه داسې ګډوله ده، چې په تاريخي او مذهبي توپيرونو نيژدې تر هډوکو رسيږي. پښتانه ډېره کي دي، خو له تاجيکانو، هزاره ګانو، ازبيکانو، ترکمنانو او له نورو کوچنيو قبېلو سره واک او دريځ شريکوي، هغه چې خپلې خپلې اندېښنې او غوښتنې لري.
په اساسي قانون کې د 14 قومونو نومونه راغلي دي، چې هر يو يې بايد په ملي سرود کې خپل ځای ولري.
جهاني وويل: ((ما لومړی يو شعر چې د نهو قومونو نومونه پکې راغلي و، وړاندې کړ. هغوی له ما وغوښتل، چې پنځه نور هم ورزيات کړم. ما هم داسې وکړل. دا په حقيقت کې شعر نه دی، بلکې د قومونو يو لست دی.))
خو ان دا اوږد لست د هغه چا د خپګان لامل کيږي، چې انګيري د هغوې قوم نه دی ياد شوی.
د بېلګې په توګه د افغانستان د هندوانو د کوچنۍ ټولنې نوم په کې نشته. د اساسي قانون په تصويب کې د هندوانو استازې انارکلي له دې امله خپله ناخوښي څرګنده کړې ده.
هغې ای ډبليو پي ار ته وويل: ((که ملي سرود تصويب شي او د نورو قومونو نومونه په کې راغلي وي، او د هنداوانو او سکهانو په کې نه وي، نو موږ به يې ونه منو. خو موږ باور لرو په هر ډول چې وي راباندې به وتپل شي. دا مذهبي سکتاريزم دی.))
د اطلاعاتو، فرهنګ او ګرځندوی د وزارت د خپرونو رئيس او د نوي ملي سرود د غوره کولو د 45 کسيز کميسون غړی، شاه زمان ورېځ ستانکزی وويل، داسې نه ده. د ستانکزي د وينا له مخې د هندوانو او سکهانو نومونه ځکه په ملي سرود کې نه دی راغلي، چې د هغوی نومونه په اساسي قانون کې نه دي راغلي.
ستانکزی په دې اند دی، پروا نه کوي، هرڅومره نوي نيوکې چې رامنځته کيږي، د ملي سرود نوی متن به راووځي.
هغه په ټينګار وويل: ((نور بدلونونه به رانه شي. موږ خپل کار پای ته رسولی او د اطلاعاتواو فرهنګ وزير د موسيقۍ د کمپوز ډلې ته لارښوونه کړې ده.))
يو شمېر داسې انګيري، چې ګوندې دا ناندرۍ په لاسي رامنځته کيږي، ترڅو د هېواد د نوي ملي سرود د تصويب مخه ونيسي.
د جهاني د وينا له مخې موجود ملي سرود، چې د برهان الدين رباني واکمنۍ ته رسيږي، د مجاهدينو د قوماندانانو تر منځ شهرت لري، چې د روسانو په وړاندې يې جګړه کړې. هغه شعر په دري ژبه دی او کمونيستانو په وړاندې دجهاد پېر ته رسيږي او د قوماندانانو له خوا د افغانستان د ازادولو وياړنو يادونه په کې شوې ده.
ددې قوماندانانو زيات شمېر اوس په ولس کې بې اعتباره شوي او په 1992 کال کې د کمونيسي رژيم له ماتې وروسته د کورنۍ جګړې د کلونو او د هېواد د ويجاړولو له امله د پرګنو له خوا پړ بلل شوي دي. خو هغوی لا تر اوسه هم زيات ځواک لري، هغسې چې د افغانستان د پارلمان په اوسنيو ټاکنو کې تر سترګو شوه.
جهاني او د مخکيني رد شوي ملي سرود ليکوال حبيب الله رفيع وايي، دا ددې پياوړو کسانو کار دی، چې لا زوړ سرود يې تر اوسه ژوندی ساتلی دی.
د جريده ملي افغان د خپرونې چلوونکی، محمد حسن ولسمل وايي، د ملي سرود جاري ډرامه د پرېکړو په نيولو کې د کرزي د ادارې يوه بله ناتواني څرګندوي.
هغه وايي: ((د ملي سرود په کمپوز باندې د يو اوږد وخت له لاسه ورکول د ولسشمر کرزي د حکومت کمزوري په ګوته کوي.))