Skip to main content

له کوڅو او سړکونو څخه د سوالګرو راغونډول

د قانون پلي کوونکي چارواکي د کوچنيانو او ښځو د راټولولو په وړاندې زيږ چلن کولو ته زړه نه ښه کوي، چې له خلکو څخه خيرات غواړي.

له کوڅو او سړکونو څخه د سوالګرو راغونډول

د قانون پلي کوونکي چارواکي د کوچنيانو او ښځو د راټولولو په وړاندې زيږ چلن کولو ته زړه نه ښه کوي، چې له خلکو څخه خيرات غواړي.

د وري (حمل) د مياشتې په يو سهار بې نښې موټرې د کابل په مرکزي برخه کې د سرويس په يو تم ځای کې ودرېدې، ډېر وخت لا تېر شوی نه و، چې سوالګرو د موټرو د رسمي لمبر پليټ په لېدلو له هغه ځايه منډې کړې او په ترپکو وهلو يې پيل وکړ.


اصلا، هعغوی منډو وهلو ته اړتيا نه درلوده. ځکه د پوليسو د پخوانيو لټولو او ټولولو په پام کې نيولو سره زيات سوالګر په دې پوهېدل، چې هغوی ته به يوازې شفاهي اخطار ورکړ شي او که کوم جرم و نه لري، نو هم هلته به پرېښودل شي.


د وري د مياشتې له پنځمې نېټې را په دې خوا چارواکي هڅه کوي، ترڅو د پلازمينې د ښار په کوڅو او سړکونو کې د سوالګرو شمېر لږ کړي. لږ ترلږه په هر ځای کې يو سوالګر تر سترګو کيږي او زياتره په څادريو (بورقو) کې ګرځي. يو شمېر يې ناست وي او پيسې يې په لاس کې نيولې وي. يو شمېر نور يې پړمخه ملاست او له هرچا پيسې غواړي.


يو شمېر سرښند (حريص) سوالګر په خلکو پسې منډې وهي او په ډېره زړه سواندې لهجه تر هغه پورې له خلکوڅخه پيسې غواړي، ترڅو شړل شوي نه وي. که تر پام لاندې شخص بهرنی وي او د پنځو يا لسو افغانيو لوټ ورکړي، نو کېدای شي، چې د ډالرو غوښتنه ترې هم وشي.


پوليس تر هغه له سختۍ کار نه اخلي، ترڅو ورته معلومه شوي نه وي، چې تر پام لاندې شخص جرمي مخينه لري.


پوليس د بنديخانو په ځای سوالګر يو نوي جوړ شوي کميسون ته سپاري، چې د کوچنيانو د ناسمې ګومارنې د مخنيوي لپاره رامنځته شوی دی.


يوازې د يوې مياشتې په اوږدو کې (له کوچنيانو څخه) د ناسمې کاراخيستنې د مخنيوي کميسون ته 107 تنه کوچنيان راوړل شوي. دا کميسون په يوې ودانۍ کې موقعيت لري، چې د وړکتون کار ورڅخه هم اخيستل کيږي.


د کميسون رئيس محمد عالم ايماق وايي: ((موږ په پام کې نه لرو، چاته ځانګړې سزا ورکړو. د هغوی د ډارولو په منظور ورته وايو، که د دويم ځل لپاره ونيول شي، نو د دريو مياشتو لپاره به په بند کې واچول شي او لس زره افغانۍ به جريمه ځنې واخيستل شي.))


له اتو کلونو څخه د ټيټ عمر سوالګر کوچنيان خپلو خپلوانو او کورنيو ته سپارل کيږي او دا ژمنه ترې اخيستل کيږي، چې بيا دې کار ته مخه نه کړي.


ايماق وويل، هغه شمېر کوچنيان چې فزيکي يا جنسي تېری پرې شوی وي، نو رواني درملنه يې کيږي.


پردې برسېره که په دې عملياتو کې د اتو او 16 کلونو تر منځ ځوانان ونيول شي، نو د هغوی د مور او پلار له موافقې وروسته (د افغانستان د ټولنيزو مرستندويو د موسسې) په واک کې ورکول کيږي او په موسيقۍ، رنګمالۍ، سينګار، د انکليسي ژبي په کورسونو، د ګلانو جوړولو او کمپوتر په کورسونو کې تر روزنې لاندې نيول کيږي.


دا مرکز (د افغانستان د ټولنيزو مرستندويو د موسسې)، چې د يونيسف له خوا د برتانيې او سکندناويا په مرسته جوړ شوی، تر اوسه يې 450 تنه کوچنيان روزلي دي.


په دې مرکز کې لس تنه ښوونکي کار کوي، چې اوسمهال يې 370 تنه کوچنيان تر روزنې لاندې دي. په وروستنۍ ټولونه کې نيول شوي اويا تنه ويا تنه کوچنيان ددې موسسې په بودجې باندې يو زياتي بار دی.


ايماق وايي: ((حکومت له موږ سره هيڅ مرسته نه ده کړې، له دې امله په خېريه موسسو بار يو. موږ نه پوهيږو، که د هغوی مرستې ودريږي، څه به وکړو.)).


نهه کلن محمد فهيم د سهار له مخې ګلان جوړوي او له دې امله چې په يو ه موسسه کې شامل شوی دی او څوک ورته ښکته پورته نه ګوري، خوشحاله دی. هغه وايي، هغه د اړتيا له مخې د کور لپاره د خواړو د پيداکولو په موخه سوال کولو، خو اوس خوشحاله دی، په داسې ځای کې کار کوي، چې د خلکو ښکنځا نه اوري.


هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((دا زما د پلار او مور ګناه وه. ما ته به يې تل ويل، ځه، څه چې دې زړه وي ويې کړه. موږ ته پيسې راوړه فرق نه کوي، چې څنګه يې ګټې.))


د پلازمينې زيات شمېر اوسېدونکي هيله لري، دا هڅې به له سړکونو او کوڅو څخه د سوالګرو په راټولو کې بريالی شي. محمد صابر چې د کابل جلال اباد په لاره يو موټر چلوي، وايي: ((موږ له دې خلکو څخه پوزې ته راغلي يو.))


Frontline Updates
Support local journalists