Skip to main content

د کرکټ لوبه د افغانانو د خوښې په لوبې اوښتې ده

د سيمې په تورنمينت کې د ځوانانو ديوې لوبډلې د هيلې خلاف بري دې لوبې ته شهرت ورکړ.

د کرکټ لوبه د افغانانو د خوښې په لوبې اوښتې ده

د سيمې په تورنمينت کې د ځوانانو ديوې لوبډلې د هيلې خلاف بري دې لوبې ته شهرت ورکړ.

په يوې نړيوالې سيالۍ کې د افغانانو ځوانې لوبډلې له ناڅاپي برياليتوب وروسته د کرکيټ مينه والو لوبه ټول هېواد ته پراخه کړه. هغوی له دې حقيقت سره سره ډېره ښه لوبه وکړه او برياليتوب يې په برخه شو، چې آن ټولو لوبغاړو سپورتي بوټان نه درلودل.


له 13 او 15 کلونو عمر لرونکو ځوانانو څخه جوړه شوې دا ډله د خپل عمر لرونکو ځوانانو د څوارلسو ډلو په منځ کې دويمه شوه. دا لوبه د اسيايي کريکټ د کونسل د وروستي کپ د ګټلو لپاره د اپرېل په مياشت کې د عربي متحده امارتونو په ابوظبي کې جوړه شوې وه. حشمت الله رباني د تورنمينت د لوبغاړو په ډله کې د ښه لوبغاړي لقب تر لاسه کړ او ثناؤالله محب د ښه پنډوسکې اچوونکي لقب غوره کړ.


دې لوبې په افغانستان کې د 1992 څخه را په دې خوا دود موندلی دی او د تېرو څلورو کلونو راهيسې، د طالبانو تر رانسکورېدو وروسته، توانېدلې چې ګلان وغوړوي.


د لوبډلې غړي په ځنډ د ويزو د رارسېدو له امله سياليو ته ناوخته راورسېدل. هغوی مجبور و، له دريو ساعتونو خوب وروسته خپله لومړۍ لوبه پيل کړي. لومړۍ لوبه يې د نيپال لوبډلې ته وبايلله.


له هغې وروسته يې يو ځل بيا وروستۍ لوبه نيپال ته وبايلله، خو په نورو لوبو کې يې قطر، هانګ کانګ او ماليزيا ته ماتې ورکړه.


د ډلی بری د ډېرو سيالۍ کوونکو د حيرانتيا لامل شو.


د لوبډلې مشر او د افغانستان د کرکيټ د ملي فدراسيون سکرترجنرال، تاج ملوک عالم وايي: ((موږ يونفورم نه لرو. يو شمېر يې د فدراسيون لوګو (نښه) لري او يو شمېر يې نه لري. زموږ لوبډله د سپورت اووه جوړې بوټان لري، چې په سياليو کې د لوبو پر مهال يې لوبغاړي په وار اغوندي. نورو لوبډلو په موږ پورې خندل او ويل يې چې موږ (د بري) چانس نه لرو.))


خو دا خندا هغه مهال ودرېده، چې د سياليو پرمهال محب د بيټسمن په وړاندې ودرېد او رباني د 270 منډو په وهلو بريالی شو. رباني وويل، له هغې وروسته: ((زه نه شم ويلای چې ما څه احساس درلود. خو دومره ويلای شم، چې ډېر خوشحاله وم.))


رباني لکه د نورو ډېرو افغانانو په څېر وايي، چې هغه دا لوبه په پاکستان کې د استوګنې پر مهال زده کړې ده. اوس هغه خپل هېواد ته راستون شوی او دلته ددې لوبې په دود کېدو خوښ دی.


عالم وايي، د کرکيټ اسيايي فدراسيون، چې د افغانستان د کرکيټ فدراسيون يې په 2003 کال کې په رسميت پېژندلی، د دېرش زرو امريکايي ډالرو په نغدي مرستې او د پنځو زرو امرکايي ډالرو په انډول د وسايلو د چمتو کولو له لارې له هغوی سره مرسته کړې ده. په کابل کې د برتانيې سفارت د شپږو زرو ډالرو په انډول د نورو وسايلو په چمتو کولو کې له هغوی سره مرسته کړې ده.


د کرکيټ اسيايي فدراسيون افغاني لوبغاړو ته د تورنمنت پر مهال د خواړو لپاره پيسې ورکړي دي.


په داسې حال کې چې د فدراسيون نړيوال کونسل په دې وروستيو وختونو کې په ټول هېواد کې ددې لوبې 29 ډلې په ګوته کړي، خو عالم وايي، چې هغوی اوس په هېواد کې له 450 لوبډلو سره مرسته کوي.


د لومړي ځل لپاره ددې لوبې شهرت هېواد ته له پاکستان څخه د کډوالو په راستنېدو پيل شو، چې د کرکيټ لوبه په کې خورا مشهوره ده. زياتره افغاني لوبډلې دا لوبه د فوټبال په ميدانونو او يا هم په پارکونو کې تر سره کوي، خو داسې پلانونه تر لاس لاندې نيول شوي، هغه مهال چې د ستډيوم د جوړولو د لګښت لپاره اويا زره ډالره لاس ته راشي، نو د کابل په ختيزکې، د شين ښارګوټي ترڅنګ، به د کرکيټ يو ستډيوم جوړ کړای شي.


د توقع خلاف د ابوظبي بري د افغان سپورت د پلورلو د هټۍ خاوند، صفي الله ته ددې موقع ورکړه، چې په خپلې هټۍ کې د پلورلو لپاره زياته اندازه بيټونه، پنډوسکې او ويکيټونه چمتو کړي.


نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل: ((د تېر کال په پرتله، (سږکال) د دويم ځای په ترلاسه کولو، په خرڅلاو کې په سلو کې اتيا زياتوالی راغلی دی.))


Frontline Updates
Support local journalists