پخواني افسران د معاش د نه اخيستلو له امله په غوسه دي
په کابل کې د آى ډبليو پى آر د خبريال، حفيظ الله گردش ليکنه
پخواني افسران د معاش د نه اخيستلو له امله په غوسه دي
په کابل کې د آى ډبليو پى آر د خبريال، حفيظ الله گردش ليکنه
په داسې حال چې يو شمېر يي د تير کال د نومبر د خونړۍ مظاهرې راوروسته، چې لږ تر لږه يو تن يي د ملي دفاع په ودانۍ د برېد پر مهال ووژل شو، يو څه معاشونه تر لاسه کړي دي، خو يو زيات شمېرنور يي ادعا کوي، چې له تيرو ١٤ مياشتو راهيسې يي معاشونه، نه دي اخيستي.
د ليري کړاى شوو افسرانو وياند، جګړن عين الدين آى ډبليو پي آر ته وويل، چې دا پرله پسې ستونزې به ددې مانا ولري، چې په زرګونه له کاره ګوښه شوي افسران او د هغوى کورنۍ د راتلونکي جون د مياشتي په ټول ټاکنو کې حامد کرزي ته رايي ورنه کړي.
ډېره وروستنۍ جوړه شوې مظاهره د مارچ د مياشتې په لسمه نېټه وه، چې په سلګونو پخواني افسران، ملي ستډيوم ته څېرمه په حضوري چمن کې د يو سوله ييزي لاريون په موخه راغونډ شول
د لاريون يو برخه وال، جګړن محمد سيد آى ډبليو پي آر ته وويل، له هغه مهاله چې هغه له کاره ګوښه شوى دى، کورنۍ يي ناره نهوره ده. نوموړى وايي: "له دې ژوند څخه مړينه غوره ده."
دا افسران ددې لپاره له کاره ګوښه شوي وو، چې يوه کوچنۍ، په قومي جوړښت جوړه ملي اردو رامنځته شي، تر څو د اوسنۍ تنظيمي او قومي مليشو ځاى ونيسي.
د دفاع د وزارت وياند، جنرال محمد ظاهر عظيمي وايي، حکومت په دې هڅه کې دى، چې ستونزه حل کړي، خو د هرې ستونزې حل يو څه وخت غواړي.
نوموړى وايي: "موږ به د هغوي ستونزه سل په سلو کې نه، بلکې زر په سلو کې حل کړو. د هغوى ستونزه زموږ ستونزه ده او که حل نه شي، نو موږ به مخکې لاړ نه شو."