Skip to main content

تبصره: د کرزي متوازن عمل

په هرات کې له تاوتريخوالي وروسته د افغانستان ولسمشر په دې هڅه کې دى، چې مهم جنګ سالار په خپل څنګ کې وساتي.

تبصره: د کرزي متوازن عمل

په هرات کې له تاوتريخوالي وروسته د افغانستان ولسمشر په دې هڅه کې دى، چې مهم جنګ سالار په خپل څنګ کې وساتي.

د حکومت پلوه ځواکونو او دهرات د والي اسمعيل خان د پلويانو تر منځ د افغانستان په لويدېځ، د هرات په ښار کې وروستۍ نښتې تر دې دمه د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان د ځوانې ادارې لپاره تر ټولو سختې نښتې بلل کيږي.


دا تاوتريخوالى په جګړې ځبلې افغانستان کې هغه ترينګلې سولې ته ګوته نيسي، چې د کرزي د حکومت په مودبانه دپلوماسۍ تر لاسه ساتل شوې او د نړيوال پوځي ځواک په واسطه يي ملا تړل شوې ده.


هغه جګړه چې د مارچ په ٢١ په هرات کې ونښته او له امله يي داسمعيل خان زوي ووژل شو، د طالبانو تر رانسکورېدو د دوو کلونو په موده کې تر ټولو ستره تنظيمي نښته ده.


د اسمعيل خان زوى، ميرويس صادق د افغانستان د کرزي د کابينې دريم اود ملکي هوايي چلند او توريزم دويم وزير دى، چې وژل کيږي. لومړى هغه يي داکتر عبدالرحمن و، چې په ٢٠٠٢ کال کې د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې په وهلو ټکولو ووژل شو او له وژونکو څخه يي يو هم د عدالت منګولو ته رانه ښکل شو.


د هرات د څه کمې يوې ورځې نښتې د يو حساس متوازن اقدام غوښتنه کوي، چې کرزي يي بايد د مرکزي حکومت د ټينګښت لپاره د اسمعيل خان په څېر د پخوانيو مجاهدينو په قوماندانانوباندې د کنترول لپاره سر ته ورسوي.


دا چې دې نښتو هېواد کورنيو جګړې ته ستون نه کړ او کرزى د اسمعيل خان لړزان ملاتړ له ځان سره وساته، هغه په وضعې باندې د کنترول د ټينګولو لپاره د ولسمشر د ورو او سوکه پرمختګ تګلاره ده، چې دهغه له اعتبار سره مرسته کوي او په ډلو ټپلوويشل شوى هېواد ورته زياته اړتيا لري.


کرزى ددې وړتيا لري چې کله ناکله په غوسه او جدي شي ، ځکه چې د متحده ايالتونو د تګلارو جوړوونکي يي ملاتړ کوي او د امريکا فوځ يي تر شا ولاړ دى، چې د "ډار او پارولو" (shock-and-awe) تاکتيکونه يې د چريکي تاکتيکونو په پرتله په معمولي مخالفتونو کې اغېزمن ثابت شوي دي.


د هرات په شاوخوا کې د نښتو څرنګوالى لا هماغسې تت او ناڅرګند پاتې دى. د کرزي حکومت د څېړنو تر بشپړېدا پورې د پېښو د جزيياتو په اړوند له څه ويلو څخه ډډه کوي، خو د رپوټونو او په هرات کې د سرچينو له مخې نښتې دهرات پر والي، اسمعيل باندې له يو وژونکي بريدڅخه وروسته پيل شوې، سره له دې چې ددې لامل لا هم تر اوسه روښانه، نه دى.


بريد داسمعيل خان د زوى او په دې وروستيووختونو کې د کرزي له خوا د ټاکل شوي قوماندان محمد ظاهر نايب زاده تر منځ د وسله والې مقابلې لامل شو. ويل کيږي، چې د اسمعيل خان زوى، ميرويس خان د يو راکټ د بريد له امله ووژل شو.


څو ساعته وروسته د اسمعيل خان پلويانو د نايب زاده د سرتېرو په قرارګاه باندې بريد وکړ. په بريد کې د مړه شويو سرتېرو شمېر تر هغې لږ و، چې دمخه يي رپوټ ورکړ شوى او سل تنه ښوول شوي وو. د قرارګاه ودانې ويجاړه او د نايب زاده تر سلو زيات پلويان بنديان شول. نښتو ټوله شپه دوام وکړ او په سهار يي دم کېناست.


دهرات ښاريان د خپل والي په ملاتړ سړکونو ته راووتل او د اسمعيل خان په پلوۍ: "ژوندى دې وي اسمعيل خان!" او د بهرنيانو په مخالفت: "ترهګرو کورونو ته ولاړ شئ!" يي شعارونه ورکول.


هغه مهال چې د مارچ د دوه ويشتمې په ماسپښين بهرنيان له ښاره وايستل شول، د کرزي د حکومت د نوې جوړې شوې ملي اردو څه ناڅه يو زر تنه پوځيان هرات ته ورسېدل. تر دې دمخه يو سل تنه امريکايي پوځيان د ولايتې بيارغاونې په ډله کې په دغه ښار کې ميشت وو او د بهرنيانو او په سيمه کې د کارکوونکو موسسو ساتنه يي کوله.


په بله ورځ، کرزى د د فاع او کورنيو چارو وزيرانو، هر يو مارشال محمد قسيم فهيم او علي احمد جلالي په مشرۍ يو لوړ پوړى پلاوى د ميرويس صادق په جنازې کې د ګډون، د پېښې د څېړلو او خلکو د کرارولولپاره هرات ته وليږه.


د رپوټونو له مخې اسمعيل خان د ګمرک د محصول په مليونونه ډالره مرکزي حکومت ته نه ليږدوي. زياتره په دې انددي، چې دا پيسې نه يوازې د هغه اداره غښتلې کوي، بلکې په خپلې شخصي اردو يي لګوي، چې شمېر يي ١٥ زرو تنو، درنوتوپخانو او وسلو ته سيږي.ـ


هرات په لويديځ کې له ايران سره په ګډه پوله پروت دى او يو ستر تجارتي ښار دى. د ګمرګ محصول د افغانستان نيم ژواندې اقتصاد او دکرزي د اداري مالي چارو ته حياتي ارزښت لري.


اسمعيل خان، يو اسلامي تندلارى په هرات کې ښايسته ښه ملاتړي لري، چې په بشپړ ډول يي کنترول په لاس کې دي او په اسانه پرې حکومت کوي. ښاري خدمتونه موجوددي، سړکونه پاخه شوي دي او د ښار بيارغاونه او جوړونه يي د کابل په پرتله ډېره چټکه ده.


د شوروي په وړاندې جګړو کې د مجاهدينو مشر، اسمعيل خان د هرات د نيولو پر مهال د طالبانو له خوا ونيول شو او بند ته واچول شو. هغه د طالبانو له بند څخه ايران ته وتښتېد، خو بيا بېرته افغانستان ته راستون شو او له شمالي ټلوالې سره يوځاى يي د طالبانو په رانسکورېدو کې برخه واخيسته.


کرزي اسمعيل خان ته د هرات ولايت ورکړاو په دې توګه يي يو ځواکمن قوماندان ته د سيمې د واک په سپارلو هغه په ځاى کېنولو.


د هغه زوى، ميرويس صادق ته د ملکي هوايي چلن د وزارت د څوکۍ په ورکولو کرزي، اسمعيل خان ته په کابل کې شخصي استازيتوب او نفوذ ورکړ.


نه يوازې کرزى او اسمعيل خان په فزيکې توګه د هېواد په ليرو برخو کې ميشت دي، بلکې کله چې د لوېديځ د ارزښتونو خبره رامنځته کيږي نود هغوى تر منځ واټن نور هم پراخيږي. د رپوټونو له مخې اسمعيل خان مذهبي پوليس ساتلي او هغه سيمه ييز هټيوال ډاروي، چې لويديځه موسيقي او فلمونه، چې يو فاسد عمل يي بولي، د خرڅلاو لپاره وړاندې کوي.


داسې رپوټونه هم رارسيدلي، هغه نجونې چې له خپلې خوښې هلکانو سره په ښار کې ګرځي، درول کيږي، بند ته اچول کيږي او روغتون ته د پېغلتوب د معلومولو لپاره استول کيږي. په عامه د ودونو د جشنونو نيول بند دي. داسې ويل کيږي، چې د هرات د ښځو په منځ کې د ځانمرګې پېښو شمېر ډېر زيات دى.


تر اوسه کرزي دا نښتې بې ارزښته بللي او د هغې په هکله يي له څه ويلو ډډه کړي. د ولسمشر وياند جاوېد لودين وايي: "سره له دې چې دا ډېره بدمرغه پېښه وه، خو د اريانتيا خبره نه وه، ځکه تل داسې خنډونه او شاتګ شتون لري."


لودين په دې خبره ټينګار وکړ، چې د مرکزي حکومت فوځ هرات ته يوازې د امنيت د بسياينې لپاره استول شوى. نوموړى وايي: "موږ د امنيت تامين ته تر هر څه د لومړيتوب حق ورکوو، چې خلک له ګواښ سره مخامخ نه شي."


تر نښتووروسته د خلکو تر منځ دا ګونګوسې روانې وې، چې آيا دا کار نايب زاده په خپل سر کړى دى او که حکومت په دې خبروو سر ورسره خوځولى دى؟


له اسمعيل خان سره به جګړه له دې امله بې ګټې وي، چې د کرزي نوى فوځ يوازې نهه زره تنه فوځيان لري، چې د اسمعيل خان له تجربه لرونکو سرتېرو سره به د مقابلې توان ونه لري.


لومړني رپوټونه دا په ګوته کوي، چې نايب زاده له حکومت سره په تفاهم کې داکار کړى دى، خو د کرزي اداره د هغه په خپلواک عمل ټينګا رکوي.


اوس په هرات کې چوپه چوپتياده، خود اسمعيل خان په اند خلک پوهيږي، چې که حکومت نايب زاده د عدالت منګولو ته رانه کاږي، نو ناوړې پايلې به ولري.


په عين وخت کې هغه وايي چې هغه د پېښې پړه په کابل نه اچوي. د هغه وياند وويل: "دا يوازې د نايب زاده کار و، موږ نه پوهيږو چې هغه دا کار ولې وکړ."


د اوس لپاره اسمعيل خان له کرزي سره ولاړ دى.


د پېښې راوروسته حالتونه اوښتي دي. د کرزي د نوې اردو له يو زر څخه زيات سرتېري اوس په هرات کې دي او د لومړي ځل لپاره په دې مهم ښا رکې د کرزي او د هغه د حکومت د پوځي استازيتوب ښکارندويي کوي. دا نښته ښايي ولسمشر کرزي ته د متحده ايالتونو د پرله پسې ملاتړ له امله زيات ځواک ورپه برخه کړي. دا بريد له کابل څخه د امريکا د بهرنيو چارو وزير، کولين پاول تر کتنې يوازې څو ورځې وروسته تر سره شو، چې په ترځ کې يي هغه د کرزي حکومت ته د واشنګتن د پوځې او مالي ټينګ ملاتړ ډاډ ورکړ.


کېداى شي دا موضوع له کرزي سره مرسته وکړي، چې ددې مياشتې په پاى کې يي په برلين کې د بسپنه ورکوونکو هېوادونو په نړيواله غونډه کې راپورته کړي. کرزى به له هغو هېوادونو څخه وغواړي، چې د راتلونکو ١٥ کلونو لپاره د ٣٠ ملياردو ډالرو وعده شوې مرستې تر سره کړي.


اوس مهال داسې برېښې، چې د اسمعيل ځواک غړند شوى وي. هغه يو زوى، او په کابينه کې خپل شخصي استازى له لاسه ورکړ او اوس بايد خپل پوځي ځواک د مرکزي حکومت له پوځونو سره نيمايي کړي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists