Skip to main content

ښځى او د جنگ سالارانو سره مقابله

د سمندر خان ليکنه

ښځى او د جنگ سالارانو سره مقابله

د سمندر خان ليکنه

د پلاو څخه يوى چى تاجور کاکړ نوميده ورته ويلي : چى ولى دى د جمهوري رياست د دندى له پاره گڼ شمير افغانان ووژل؟ ولى دى زم,نږ پر خويندو او لوڼو جنسي تيرى وکړ؟ د هغى د څرګندونو په هکله ګڼ شمير عيني شاهدانو راپور ورکړى.

رباني اوس يو له کسانو دى چى په هکله يي ناندرى وهل کيږي او هغه مهال چى جمهور ريس وو د ٢٣ کلونو تر ټولو خونړى جګړى شوي دي.

د ښځو دا ډله همدارنګه د جنګ سالار عبدالرشيد دوستم، د دفاع وزير فهيم قسيم ، استاد سياف او د يوه بل مشهور کس چى د شوروي د اشغال پر ضد جنګيدلى هم مقابله کړى.

څو ګړى وروسته، رباني چى د اوونى په پاى کى ىى ځان کانديد کړى وو له خپلى کانديدتيا څخه لاس پر سر شو.

داسى کومه لار نه وه چى دا خبره تايد شي چى آيا له کانديدتيا څخه لاس په سر کيدل او د ښځو سره مقابله پخپلو کى تړاو لري او که څنګه؟ خو په دى کى شک نه شته چى ښځى د افغانستان د سياسي ژوند برخه ګرځي.

ليدل کيږي چى د لويي جرګى و کيږدى څخه بهر افغاني ښځو له خبريالانو سره مرکى کولى او پخپل مټ يي خپلى نظريي څرګندولى. د لويي جرګى د پرانيستنى د مراسمو په هيڅ يوه تصوير کى ښځى له چادري سره نه دي ښودل شوي ، ځکه د طالبانو د واکمنى پر مهال يي اغوستل حتمي وو . د چادري پر ځاى هغوى پړونى پر سر کړى وو او داسى جامى يي اغوستى وى چى په اسلامي نړۍ ګى عام دي.

د سه شنبى په ورځ داسى ښکاريده چى د ښځو ډيرى توکميزه اړيکى تعقيبوي . د ډيرو پښتنو په شان ډاکتره شاهده حسين له کندهار څخه د پښتني پلاوي تر څنګ ناسته وه چې د دوشنبى د ورځى د خبري کنفرانس په هکله يي ترديد څرګند کړى چى په دغه کنفرانس کى د باچاه وياند اعلان وکړ چى دسياسي رول د لوبولو له پاره کانديد نه دى.

هغى وويل: موږ کرزى هغه مهال منو چى ظاهرشاه راشي او ووايي چى نه شي کولى د جمهوري رياست دنده پرمخ يوسي او له کرزي څخه ملاتړ کوي.

د غونډي نارينه استازو هم همدا خبره کوله او پداسى حال کى چى هغوى غوښتل د خپلو سيمه اييزه ډلو سره وي ښځو د افغاني سيياسي ډګر له نورو خواو سره ډير تماسونه نيول.

د لويي جرګى له ٢١ غړو څخه ٣ تنه يي ښځى دي . د ښځو لږ شمير انتخاب شوي دي چى يوه يي د ليرى پاتى د باميانو له ولايت ده چى د سيمى له جنګ سالار څخه يي ډيرى راى ګټلي نو ډير نور بيا د کميسون له خوا ټاکل شوي . له مجموعي ١٦٠٠ تنو څخه نژدى ٢٠٠ کسان يي ښځى دي.

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists